
کاینات د انځورورنو یو البم دی خو ښځه ددې البم تر ټولو ښایسته او ښکلی انځور دی .له دې څخه ژوند رنګ اخلي ،په ګلانو ځواني راځي ،د شاعرانو په نغمو کې خوند پیدا کیږي ،د انځور ګر په قلم کې ساه پیدا کیږي ،د ژوند ماڼۍ ښایسته کیږي ،ستوري روښنايي پیدا کوي .ښځه د پسرلي ښکلی صورت دی ښځې د ستورو رڼا ځان سره راوړې ده د لمر تاب او حرارت یې راوړی دی د ښځې وجود د ژوند دپایښت ثبوت دی .الفت صیب څومره ښه ویلي دي
ښځه تاسو پیژنۍ څوک ده ضامنه د بقا ده
د ښځې په وجود کې ماشوم میندلې ساه ده
ښځه د انساني نسلونو د پایښت ضامنه ده .ښځه مور ده .ښځه خور ده .ښځه میرمن ده .ښځه لور ده .ښځه چې مور وي پښو لاندې یې جنت دی .خور وي د غیرت نمونه او مثال ده .میرمن وي دزړه ارام او سکون دی لور وي د سترګو یخوالی (قره العین)دی ښځه بي بي فاطمه وي .رابعه بصري وي .عایشه صدیقه وي .مجاهده ملالۍ وي چې محمد ابن قاسم .خالد ابن ولید ،محمد غزنوي او احمد شاه بابا غوندې ځامن یې زیږولي دي .ښځه د ګل ښایست ،د بلبل اواز ،د سیندونو رواني او د غوټيو ښایست دی .که ښځه نه وی ددنیا ښایست به هم نه وی .ښځه د سترګو یخوالی دزړه سرور او دزخمونو مرهم دی د تنهایی ملګری او دوست ده په مصیبت کې مل او مرستندویه او د انساني بقا ضامنه ده که ښځه نه وای د کایناتو رنګ به بل ډو ل وو د انسان زخم ته به کوم درمان نه وو، د غم د لرې کولو کوم بل مرستندوی به نه و. د ښځې نه بغیر به ژوند د یوې سزا نوم وو د ژوند په راز کې فیصله کوونکی حقیقت ښځه ده