دهغه تور سپي په نوم چې ؟؟؟؟؟؟؟؟

 
د ابن منشا صیب کتاب زما په لاس کې دی منشای صیب په ادبي حلقو کې د څه پیژندګلو محتاج نه دی هر هغه چې   کس چې اردو  ادب سره لږ څه ډیر شوق لري هغه به پیژني  دا دهغه د اټو بیو ګرافي یا خود نوشت ژوند حالات دي ولې زه چې کوم څیز ډیر زیات حیران کړم هغه د کتاب د تړون شخصیت او د منشا صیب الفاظ دي زه سوچ واخیستم ډیره موده وشوه   ما د منټو دکتاب یو تړون لیدلی وو ولې منټو خو به لکه چې څنګه مالومه ده عجیبه عجیبه لیکونه کول خو منشاصیب د تکبر تر حده سنجیده یادیږي دهغه د کتاب تړون چې مې ولیده نو تجسس په مخه واخیستم په کتاب مې سر سري نظر وغورځاوو نه پوهیدم  چې د کوم ځای نه یې شروع کړم پاڼې مې اړولې را اړولې د مینځ نه مې یو ځای لوستلپيل کړل.
منشا صیب هر څه په ډیر زړه راښکونکي ډول لیکلي دي ولې زه یې په لنډو او ساده لفظونو کې تاسو ته اوروم هغه وايي چې دویم نړیوال جنګ نه وړاندې د څلورو شپږو کالو خبره ده چې ما ابتدايي تعلیم خلاص کړ د مزدورۍ په تکل ووتم زه د یو روایتي سفید پوشه کورنۍ نه یم ژوند مو لنډ تنګ وو ولې سپینې جامې د څه مامولي خوارئ مزدورئ  اجازت نه راکاو دغه زمانه کې ملک سخت کساد بازاري کې ګیر وو بې روزګاري ډیره وه معمولي نوکري پیدا کول هم ګران وو غنم پاو کم دوه روپۍ من دوه روپۍ هم دمرغۍ پۍ وو
په داسې حالاتو کې زما د مور او پلار دا تمه په ځای وه چې زه د هغوی د سفید پوشئ د پټکي شمله هسکه وساتم د هیاړي اردلي توب چپړاسي توب خو په دغه سپینه لمنه تور وو تیاره خوړل به هم اخر تر کومې وو د پلار د ډوډۍ ګټلو وسیلې هم دغه قدرې وې چې ایله قوت لایموت کیده ددوه کالو راهیسې ما مسلسل کوشش کاو چې چیرته څه داسې کار پیدا کړم چې د سفید پوشۍ د ملا تیر مات کړي ولې د کوشش ونې څه میوه ونه نیوه
دغسې چې یوه ورځ د   NO VACANCYنو ویکنسي د بورډونو د لوستو نه پس ستړی ستومانه کور ته راغلم نو مور رانه د نور کله دا پوښتنه ونکړه چې کار دې اوشوخو په شکور کې پرته د سوکړک یوه ټکړه یې راته راټیلواله ما ترې پوښتنه وکړه مورې څه پیاز مرچکی نشته  ؟ پلار مې چې یو بل کټ کې ډډه وهلې وه په سوچونو کې ډوب وو ناڅاپه د ځان سره وګوریده اوګټه نو سنډا حلال کړه ما چې ددې جملې ترخه له ستوني تیر کړه نو بیا مې له ویرې د مور نه مالګه هم اونه غوښته                                                                                                                                                                                             
اوبه مې وڅښلې دکوره ړړتم نیغ د چهاونړۍ په خوا په سوچونو کې غرقاب روان وم چې په یو میدان کې مې څه کسان په یو لاین کې ولاړ ولیدل کمیسونه یېئ ایستي او بډې یې وهلې وې د یو نه مې پوښتنه وکړه دا څه چل دی د پوخ عمر یو نتدرست سړي راته وویل فوځ کې شاملیږې ته هم یو زلمی یې راځه کنه . اصل کې داسړی  دلال وواو د هر یو نوي عسکر یا رنګروټ په سر به یې دوه دوه نیمې  روپۍ اخستې ما هم کمیس وویستو بډې مې ووهلې او په لاین کې ودریدم هغه سړي یو افسر ته  وویل صوبیدار صیب دا سړی هم فوځ کې شاملیدل غواړي  ښه درنګ شیبې ته به رنګروټ افسر راشي هغه  ووې او دغسې زه په فوځ کې شامل شوم د نورو عسکرو سره یې زه هم کیمپ ته ولیږلم زه په دې خوشاله وم چې اوس به دوه وخته ډوډۍ خورم د احساس هغه ازغی به مې زړه کې نه چوکه کیږي چې زه په بل بوج یم
زما نه څوک هم نه وو خبر چې چیرته لاړم  کور ولاوو خو به شکر ایستی وي  چې خس کم جهان پاک ولې په شپږمه میاشت چې ما کور ته د پنځوسو شپیتو منو غنمو قیمت پوره سل روپۍ ولیږلې نو هر چاته یاد شوم وروڼه خویندې مور او پلار ټول زما یادونو وتنزول ما د مني آرډر سره  لیک نه وو لیږلی شاید پلار مې د مني آرډر نه درک مالوم کړی وو راته یې د مینې یو ډک لیک راواستاوو دغسې به ما میاشت په میاشت څه نه څه لیږل او چې جنګ شرو کیدو نو ما ترقۍ کړې وه زما تنخوا د سلو منو غنمو قیمت ته رسیدلې وه کور ته به مې هر ه میاشت د شپیتو اویا منو قیمت لیږه  ځکه خو د کور په هر زړه کې زما د پاره ځای پیدا شو  منشا صیب لیکي چې د جنګ په ختمیدو زه یو ځل بیا اوزګار شوم کلي ته راغلم څو ورځې پس مې په تندو بیا هم هغه کرکه اوسپکاوی ولید چې په ړومبي ځل یې د کوره په وتو مجبوره کړی وم دغسې مې یو ځل بیا خپله کډه کوډه په اوګه کړه او د یو نا ټاکلي منزل په لور روان شوم  منشا صیب خپل حالات په ډیر وضاحت سره لیکلي دي چې څنګه به هغه د خیټې تنور د سړولو د پاره د ورځې مزدوري کوله او د شپې به یې تعلیم کوو څنګه هغه دغسې یو ځل په ښوونځي کې استاد او بیا وروسته په کالج کې پروفیسر شوددې سره سره هغه د خپل تعلیم سلسله جاري وساتله څنګه هغه په اقتصادي طور سوکاله شو څنګه چې ده یو ځل بیا په ټولنه کې ځای بیا موند او څنګه دهغه  تعلقداران زیاتیدل او کمیدل څنګه څنګه دهغه د ورونو عزیزانو اولاد شاګردانو او خپلو خپلوانو د مینې کرکې ورورولۍ احترام ملګرتیا او خپلولۍ کرافونه ښکته پورته  ختل کوزیدل  وای ما سره د علم او پوهې یوه درنه پنګه ده او ددنیا په لحاظ زما قاتع طبعیت څه تنده نه محسوسوي زما دا عادت وو او دی چې د خپل وسه پورې مې هر چا سره لاس کړی دی او کوم یې ولې چې زه د چا په کار راتلی شم نو راسره یې تعلق وي زه بیا ډیر ښه سړی یم ولې چې ایله دا ګمان یې راشي چې ما کې نور درک نشته نو یو خوا ته شي
منشا صیب لیکي دجنګ نه پس په کومو ورځو کې چې ما ایله قوت لایموت کاوو او زه د مزدورانو سره په یوه احاطه کې اوسیدم  یوه ورځ چې د ناتار باران وو زه چې ماښام ناوخته خپلې دیرې ته راننوتم نو یو تور سپي چې باران زپلی وو ددروازې مخکې ولاړوو ما ور لرې کړ او هغه سپی مې هم د ځان سره را دننه کړ یخني خوله لګولې وه یوه زړه بوجۍ مې ورته په ځمکه وغوړوله سپي پرې بلا تکلیفه کیناست چې ځان ته مې ډوډۍ تیاره کړه نو د خاورې په یو کنډولي کې مې هغه ته هم برخه واچوله  باران ټوله شپه ساعت په ساعت وریدو سهار وریځې ګډې وډې شوې  لمر راوخووت زه کار پسې روان شوم سپی هم راسره بهر راووت او تر بس تم ځای پورې راسره ولاړ ماښام چې راورسیدم سپي هم راته دبس په تم ځای کې ولاړوو چې زه یې ولیدم لکۍ یې سنډوهله دهغې ورځې راسې که زه به وم که به نه وم خو دی به ددیرې مخې ته پروت وو یو ځلې زه د مزدورانو په تحریک کې د پنځلسو ورځو د پاره په حوالات کې بندي  شوم زما ګاونډیانو ویل چې هره ورځ به دی دبس د تم ځای پورې تلو او خفه زهیر به راتلو د دیرې مخې ته به پروت وو زه چې د حوالات نه راوښکلی شوم مازیګر د بسونو تم ځای ته راورسیدم چې زه یې ولیدلم نو په لکۍ خوزولو په یوه منډه زما خوا ته راغی په دوه پښو شو را تر غاړې وتو او بیا راسره وړاندې وروسته روان شو ما د کتاب ړومبۍ صفحه واړوله  او د تړون الفاظ مې یو ځل بیا ولوستل
دهغه تور سپي په نوم چې د بې سر وسامانئ او تنهائ په ورځو کې یې راسره هم د ملګرتیا تار نه دی شلولی او په هغو ورځو کې هم چې ما ورله ډوډۍ هم نشوه ورکولای هغه د ملګرتیا ګراف ښکته نه وو غورځولی
بهیر ستانکزی
sbstanikzai@gmail.com