پیل

 

څو تنو هندوانو یو پیل ایران ته د نمایش د پاره بیولي وو په یوه تیاره کوټه کې یې بند کړی وو څلو ر تنه شوقیان د شپې په تیاره کې د پیل لیدو ته ولاړل د پیل خاوندانو ورته وویل اوس شپه ده سبا به یې په رڼا کې ووینئ دا د لیدو وخت نه دی دغو کسانو نه منله موږ ته د رڼا ضرورت نشته هر څه چې غواړئ موږ یې درکوو خو پیل اوس ګورو .
لومړی کس د پیل لیدو ته دننه ورغی د پیل په خرطوم یې لاس ولګیده بیرته راووت ویل یې دا پیل خو د نل په شان دی. دوهم دننه ورغی د هغه لاس د پیل په پښو ولګیده هغه چې راووت ویل یې پیل خو د کوټې د ستنې په شان دی درېیم کس ورغی د پیل په غوږونو یې لاس ولګید ویل یې دا خو د لاسي پکي(ببوزي) په شان دی څلورم کس یې لیدو ته ورغی دهغه لاس د پیل په ملا(شا) ولګید د باندې چې راووت ویل یې پیل خو د تخت په شان دی .
که دوی په رڼا کې پیل لیدلای وای ددوی تر مینځ به اختلاف نه وو
د مالدارو په مینځ کې چې اختلاف ده وجه یې همدا جهالت او ناپوهي ده که دوی سره د علم رڼا یي وي نه به یې په خپلو کې جنګ کړی وو او نه به یې سره وژلي وو
بهیر ستانکزی