د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رياست عالي مقام ته!


د هغه خدای په نوم چې يو نوم يې حق (ج) دی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رياست عالي مقام ته!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زموږ عالي او لوړو مقاماتو او د ولسواکۍ داعيانو! تاسو به شايد خبر واست چې له کابو لسو ورځو راهيسې د پکتيا سلګونه خلک د ځايي ولايتي ادارې د يو نه؛ بلکې زيات شمېر ناقانونه اعمالو له وجې سره جرګې کوي او د دې جرګو پايله دا شوه چې دوی به په سوله اييز ډول لاريونونه کوي، تر څو په ځايي حکومتي اداره کې قانوني بدلونونه رامنځته شي.
خلک ولې د همدرد له ۵ کلنې تورې دورې ناراضه دي؟؟
هغه عمده ناقانونه کړنې او ضعيف مديريت چې خلک يې تر پوزې رسولي دا دي چې د پکتيا زيات شمېر لويې او حياتي پروژې د ناسم مديريت او فساد له امله يا چورلټې ځنډېدلې او يا يې کارونه په نيمايي کې پرېښودل شوي دي.
د دغو سترو پروژو له ډلې څخه يې لومړۍ د مچلغو د برېښنا بند پروژه ده چې د ناسم مديريت او بډو له امله يې کارونه په وار – وار ځنډېدلي او ان تر دې وخته پورې يې کارونه ندي پيل شوي. د مچلغو بند د پروژه چې د (( ګلف انرګو منولوسترای )) په نوم روسي شرکت ته ورکړل شوی؛ د والي همدرد د هغې ناروا غوښتنې له امله يې کارونه نه پيلېږي، چې بايد دغه شرکت والي جمعه خان همدرد ته د کار له پيل څخه وړاندې دوه لکه ډالر ( د جيب خرڅ ) ورکړي.
په همدې ډول امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل هم د يو لک ( سل زره ) امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه او په دې اړه کورنيو چارو وزارت پورته معلومات لري او هم يې نوموړی تېره اوونۍ د دې موضوع په اړه استجواب کړی و.
بلخوا بيا د ګردېز – زرمت لويه لاره ده چې که جوړه شي، نو د تجارتي لارې هيڅیت به خپل کړي او هم به د دې طالب او امريکا ځپلې ولسوالۍ ( زرمت ) خلک اسوده شي. دې پروژې ته ۷۵ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي و، خو دا چې قرارداد يې د جمعه خان همدرد زوی انجينر ګل رحمن همدرد ته ورکړل شوی و، نو د ضعيف کار او مالي فسادونو له امله يې بوديجه مسترده شوه او يوازينی لامل يې جمعه خان ؤ. د دې سړک په اوږدو کې ګڼو خلکو خپل کورنه، باغونه او شنه فصلونه قربان کړل، خو سړک ته يې په خوشالي لاره ورکړه، ولې د نورو ټولو پروژو په څېر دا پروژه هم جمعه خان خپله ځانته ووهله او يوازې لس فیصده کارونه يې وشول. دا چې د دې پروژې د فساد په اړه ټول زرمت مېشتي خلک خبر شول، نو له هغې وروسته په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او ستاسو د مخالفانو مقاومت هم زيات شو. لامل يې يوازې جمعه خان همدرد او د ده فساده اداره ده، چې د قومي مشرانو په نوم يوازې محدوده کړئ ترې تاو ده.
د انتقالي برق پروژه، د ګردېز – خوست لويه لاره هم دوه نورې لويې پروژې دي چې د ده ناسم مديريت او فساد له امله ځنډېدلې دي. همدا ډول نورې ډېرې نيمګړتياوې دي چې والي همدرد يې مرتکب شوی.
يوه بله لويه ګناه چې همدرد يې اصلي عامل دی، د ګردېز ميشته دري ژبيو او نورو پاتې پښتني قبيلو تر منځ د ژبنيو او قومي توپيرونو رامنځته کول او دغه اختلافات خپل اعظمي حد ته رسول دي.
وروستی خبره چې د پکتيا خلک يې راوپارول دا وه چې د ګردېز ښار په تېرې ښارګوټي کې د پارک، مسجد، ښوونځي او کلينک لپاره ځانګړې شوې ځمکه د جمعه خان همدرد، ښآروال اغامحمد سيدي، ښايسته جان احدي ( د ولايتي شورا رييس؟؟؟ ) لخوا خط اندازي شوه او په ناقانونه ډول يې خپلو نږدې کسانو ته؛ هغه هم د پيسو په بدل کې ويشي. چون دغه پروژه د ښاغلي اسدالله وفا او وروسته بيا د استاد حکيم تڼيوال د ولايت په وخت کې نقشه او ډيزاين شوې وه او اوس پوره ښارګټي پرې ودان دی، نو دغه سيمه په يوه قيمتي سيمه او ښارګوټي بدله شوه. اوس والي او ډله يې غواړي چې د پروژې د سکېج او نقشې خلاف دغه (( شنه سيمه )) په رهايشي نومرو او مارکېټونو بدله کړي، نو ځکه خلک د دې ناقانونه عمل په مقابل کې راپورته شول. که څه هم د ښارجوړونې وزارت د دې کار د بندېدو په اړه ولايتي ادارې ته د وزير په لاسليک رسمي مکتوب استولی و، خو جمعه خان همدرد ونه مانه او حتی د ولسمشر د هغه فرمان څخه سرغړونه کوي، چې (( هيڅوک دا حق نلري چې عام المنفعه ځايونه او شنې سيمې ووېشي )).
همدرد پاک او لوستی اداري پرسونل نه غواړي!!!
بلخوا والي همدرد ډېر ځوان کارکوونکي چې د ليسانس او ماسټرۍ تر کچې سندونه لري او هم د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون لخوا ورمعرفي شوي، په بېلابېلو بهانو خڼډوي او د مقررۍ مخه يې نيسي. په دې برخه کې لږ او ډېر د ګوندي اړيکو، شخصي او سليقوي نږديوالي خبره هم مطرح ده.
ګرانو ښاغليو! په خدای ( ج) باور وکړئ، چې که د همدرد نورې وړې او لويې نادودې او ناقانونه کړنې راواخلم، نو يو کتاب به تېرې جوړ شي، خو دا پورته موضوعات مې د يو څو مثالونو په بڼه راوړل.

موږ څه غواړو؟!
په هر حال زموږ نظر دا دی چې: موږ نور هغه څوک د والي په توګه نه غواړو چې يوازې په (( ټوپک ويشتلو + بانډونو ) کې کاري تجربه لري. موږ بې سواده والي نه غواړو! موږ يو په کار پوه نورستانی، پشه يي، ګوجر او ترکمن هم منلی شو، خو د خدای لپاره دغه نا اهله والي له موږ څخه در وغواړئ.
موږ لوستی، له حقوقو، اقتصاد، ادارې او منجمنټ څخه فارغ د ماسټر يا د ډاکټرۍ په کچه، ځوان يا مشر او هم له فساده پاک او قاطع والي غواړو.
تاسې او خپل خدای (ج) ولسمشره! په کوم منطق دې هغه قوم ته داسې نا اهله والي راولېږه؛ کوم قوم او سيمې چې په وروستيو لسو کلونو کې يې د سر په بيه له ډيموکراسي څخه په ملاتړ ستا د ملا محمد عمر او زما د حقاني دښمني په غاړه واخيسته او ستاسو لپاره يې انتخابات وکړل. نور له خدای څخه حيا وکړئ، په پکتيا ورحمېږئ، دلته حکومت نوم بدنام شو، مکمله انارشي ده او ډيموکراتيکو هڅو ته څوک نه پرېښودل کېږي.

له موږ څخه د مظاهرې حق ولې اخيستل کېږي؟؟؟؟؟
له هر مخکې بايد دا روښانه کړم چې موږ ولسونو چې ډېره برخه يې باشعوره او لوستي کسان دي، د سه شنبې په ورځ وپتېیله چې په ګردېز ښار کې يوه سوله اييزه مظاهره وکړو. مظاهرې ته مو ترتيبات هم ونيول او امنيه قوماندانۍ د مظاهرې امر هم راکړه او نورې امنيتي ادارې او حتا ولايت مقام مو هم خبر کړ، خو د همدې ادارې لخوا د (( لومړۍ درجه احضاراتو )) په پلمه زموږ د مظاهرې مخه ونيول شوه او له موږ سره يې ژمنه وکړه چې خپله مظاهره د جمعې په ورځ تر سره کړو.
خو اوس مو چې د بيا ځل لپاره ۳۰ ساعته وړاندې امنيه قوماندانۍ ته ليکلی خبر ورکړ او د اجازې غوښتنه مو ترې وکړه، نو نه يوازې يې زموږ غوښتنليک لاسليک نه کړ؛ بلکې دا اخطار يې هم راکړه چې که مظاهره وکړئ؛ نو امنيت به مو نه ساتو او شايد له فزيکي برخورد سره هم مخ شئ.
دوی موږ ته دا هم وويل چې که له خپل تصميم وانه وړئ، نو له پېژندنې وروسته به هر يو څارنوالۍ ته معرفي کړو او هم به مو د عامه نظم د اخلالوونکو په ډله کې راولو.
نو په پای کې ستاسو له درانه مقامه هيله کوو او هم د ډيموکراسۍ د داعيانو په نوم پېغور درکوو، چې ولې موږ خپل سوله اييز او ډيموکراټيک حق ته نه پرېښودل کېږو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ولې تاسو ( ستاسو ځايي امنيتي ارګانونه) خپل اساسي قانون له پښو لاندې کوئ؟؟ (( زموږ د مظاهره چيانو له امنيت ساتلو څخه تېښته کوئ))
او بل دا چې ولې يو خاموش اکثريت پورته کېدونکي غږونه وژنئ؟؟؟

په پای کې تاسو ته په پوره اطمنان خبر درکوو، چې موږ له خپل تصميم څخه نه تېرېږو، سبا د جمعې په ورځ به ګردېز ښار زموږ د ولسوالکه او سوله اييز لاريون شاهد وي. انشاءالله

په ډېر درنښت
د لاريون کوونکو د تنظيم د مطبوعاتي ټيم لخوا