
په امريکا کې د حضرت محمد (ص)
په اړه وينيزه ټوټه يا فلم چې جوړ شوی دی، پرته له غربي په ځانګړې توګه له
امريکايي فاسېدو اخلاقو څخه د بل هېڅ شي ښکارندويي نه شي کولای . که څه هم چې د
امريکا دولت په ډاګه له دغه شرموونکي کړن څخه واټن ونيو، خو د دې ښه تصور کېدای شي
چې که د امريکا د استخباراتو خوښه نه وای، هېڅ وخت به د دغه شرم تابيا هم نه وای
شوې .
دا چې غربي استخباراتو اسلامي
نړۍ ولې يو ځل بيا شور او غوغا ته وهڅوله، او ولې يې اسلامي امت پر هر سړک د اور په
لمبو او د ټوپک په ډزو کې راګير کړ، کېدای شي چې يو څو اوونۍ وروسته په بشپړه توګه
څرګند شي . خو واکمن اند واند سړی په دې فکر کوي چې امريکا د اسلامي نړۍ کراري او
سوله نه شي زغملای او په يو ډول يې ټولنيز ټيکاو له منځه وړي . دا هم ښه کېدون لري
چې امريکا او ملګري يې اسلامي نړۍ په يوه کوشني شرمناکه فلم مشغوله وساتي تر
څو له غټو زيانونو او دامونو يې پام په
بله واړوي .
هر څومره چې دغه فلم او د دوی جوړوونکي او لوبغاړي وغندل شي، بيا هم
لږ ده . خو دا چې اسلام نړۍ دومره په قهر
او زوږ په خپلو کوڅو کې تاو تريخوالی جوړ کړي او خپل ټولنيز ټيکاو
له منځه يوسي، کېدای شي، چې زموږ په ګټه نه وي . ځکه چې موږ تل هغه وخت د غليم په
مکر او چل پوه شو چې وخت تېر وي . که لږ په سړو مغزو فکر وکړو، له ورانۍ او وژن
څخه ډک لاريونونه يوازې او يوازې د فلم جوړوونکي خپلې موخې ته رسوي . زيان يې هر
ګوره اسلامي نړۍ ته رسېږي .
دا په دې مانا نه چې اسلامي امت
بايد خوله پټه ونيسي، بلکې بايد د فلم جوړوونکو، خپروونکو او د دوی اړوند حکومتونو
ته ښه درنه جزا ورکړي . د بېلګې په توګه
يو لنډ خبر راوړم .
کله چې په دنمارک کې د حضرت
محمد (ص) انځورونه خپاره شول، له لاريونونو وروسته په عربي نړۍ کې خلکو له دنمارکي
موادو څخه ډډه کوله . د ورځې په سلګونو ميليونه ډالره تاوان ډنمارکي سوداګرو ته
رسېده . په پای کې خبره دېته را ورسېده چې په خپله دنمارکي سوداګرو له لومري وزير
(په هغه وخت کې رسموسن) سره پټې خبرې وکړې او ده ته يې په ټينګه وويل چې له
مسمانانو څخه به بښنه غواړي او يا به په زرګونو کسان بېکاره وويني .
رسول الله ص کم شخصيت نه وو، نه
يې دين او نه يې امت کم دی چې په دې کوشني
فلم سره سپک شي او نه دغه فلم د اسلام
انځور کښلای شي، خو دا چې د انسانيت، عقل او سولې غليمان ولې اسلامي نړۍ ته دومره سپکاوی کوي، يوازې د دوی
خپل تش مغزونه به پرې پوهېږي او د دوی نشته ضميرونه به يې منلای شي . خو اسلامي
نړۍ ته ښايي چې د قهر او زوږ پر ځای داسې غبرګون وښيي چې هم يې خپل ټيکاو ساتلای
وي او هم يې غربي ځناورو ته درنه څپړه ورکړې وي
. په اوسنۍ سېکيولريستي نړۍ کې تر ټولو ستره ضربه اوس اقتصادي ضربه ده . په
ټوله اسلامي نړۍ کې بايد تر دريو مياشتو پورې غربي مواد ونه پېرل شي . او تر وسه
پورې بايد امريکا ته د انرژۍ د لېږد مخنيوی وشي .