
(نيوکه او وړانديز)
هغه مسلمان چې پيسې ولري په دې بايد فکر وکړي، چې په
کومه طريقه يې مصرف او يا کوم داسې کار پرې پيل کړي چې هم يې د اخرت ګټه وي اوهم د
دنيا.
خو بد بختانه بايد ووايو چې زموږ هيوادوال مخکې له دې چې
دا درک کړي، نو دوى خپلې پيسې په داسې لارو او طريقو مصرفوي چې دين، کلتور، ژبې ته په کې زيان وي.
زموږ ځينې هېوادوال ډيره سرمايه لري خو له هېواده يې بهر
ليږي اوهلته پرې خپل کار و بار کوي. ځينې نور هغه هېوادوال چې خپله شتمني په خپل
هېواد کې په کار اچوي داسې کار پرې نه کوي، چې په هغه کې زموږ د هېوادولو، دين، او
کلتور ته ګټه وي. نو بايد ښکاره ووايم چې عامو خلکو ته يې له ګټې تاوان ډېر وي.
که د دين، کلتور او زموږ دهېوادوالو په زيان هم وي دوى
بس پدې کې دي چې پسي لاس ته راوړي.
زموږ ګران هېواد درېيو لسيزو جګرو څنډلى راڅنډلى او هر
افغان دغو ناخوالو او تاوتريخوالو دردولى دى. خو له ملي سوداګرو سره بيا دا فکر او
درک نشته، چې هيواد رغونې ته اړيتا لري، او عام هيوادوال يوې مړۍ ډوډۍ ته.
ځينو هېوادوالو خپل هېواد او خلکو ته د مرستې په نامه
خپلې سرمايې رسنيو (تلوزيونونو، راډيو ګانو، ورځپاڼې...) په جوړولو بندې کړي.
خو له دې سره سره ډيرى انځوريزې او غږيزې رسنۍ شته، چې د
خپرونو ليدل او اوريدل يې هسې د وخت ځايې کول دي. مانا دا چې زما له ليده يې
خپرونې له اسلامي او افغاني کلتور پر ضد دي.
ډيرى ټيلويزيونونه ګورم چې خپرونې يې د اسلامي او افغاني
کلتور خلاف وي او دغه راز د ژبو انډول ته په کې هم پام نه وي شوى.
همدارنګه بايد ووايم چې ځينې چاپي رسنۍ لکه (ورځپانې،
مجلې ...) واقعآ داسې مسايل خپروي چې لوستل يې دنويو ځوانانو او ماشومانو لپاره
ډېره ګټه لري.
خو اوس مهال په کابل کې تر دېرشو ډېر ټيلويزيوني چينلونه
فعاليت کوي، خو بدبختانه سليقوي خپرونې
کوي.
هغه په پښتو کې يو متل دى، چې وايي: (پلار په کور نشته له
مور نه ډار نشته)
دا يې اډو هېر کړې، چې رسنيز مسؤليت يې څه دى...؟
دوي د رسنيو دنده شېبه په شېبه سندرې، د هيندي، ترکي او
همدارنګه امريکايې سريالونو خپرول بولي.
هيڅ څوک يې له دغه ډول خپرونه مخالف نه دي، خو د يو شمېر
هغو سندرغاړيو سندرې، چې په کليپونو کې يې له تاجيک، عربي يا غربي نجونو سره رقص
او بازۍ کړې، خپرول يې ناسم دى. دغه راز د داسې سريالونو خپرول، چې بوتانو او حيواناتو
ته په کې سجده او عبادت کيږي، او يا هم په کې د نامشروع مينې او عشق خبري کيږي
يواځې يې زما وجدان بده نه مني، بلکې ګرد افغانستان يې خلاف دى.
د دا ډول سندرو او سريالونو خپرول په يوه اسلامې ټولنه
کې په ځوانانو، او ماشومانو څه اثر پرېباسې...؟؟؟
دا خو معلومه خبره ده، چې کوم کار چې د اسلام سره په ټکر
کې وي نو هغه کار د اسلامې جامعي په زيان دى.
د دې پر ځاى چې ځوان نسل زده کړې وکړي او له خپلو زدکړو،
د قلم په واسطه دين او هېواد ته خدمت وکړي د دا ډول نا مشروع خپرونو له برکته جنګ،
د جنګي وسايلواستمال، نفرت، نامشروع عشق
اومينه زده کوي. پدې دليل ويلى شم، چې دا ډول خپرونې زموږ ځوان نسل ته د ديني،
افغاني او اسلامې کلتور خلاف روحيه ورکوي.
دا چې زموږ هېواد يو اسلامي هيواد دغو ټکو ته پکې پام ندى
شوى، خو يو واقعي مسلمان بايد دا درک کړي، چې زه د کوم هدف لپاره په کومه لاره
روان يم.
دا چې چاته څښتن تعلى دومره توان ورکړې چې ټيلويزيون او
يا راديو جوړه کړي، لږ تر لږه د دې فکر دې ورسره وي، چې له دې لار څنګه خپلې
اسلامې ټولنې او اسلام ته کار وکړي.
دا چې رسنۍ د خلکو او دولت ترمنځ د پله حيثت لري. د
درسنيو اصلې وظيفه خلکو ته تازه په زړه پورې خبرونه او مطالب وړاندي کول
اوهمدارنګه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د تازه پېښو خپرول دي. د دې ترڅنګ بايد په هره
رسنۍ کې اسلامې، ادبې، او کلتوري خپرونو ته ځاى ورکړل شي. همدارنګه ځوانانو او ماشومانو
ته تفريحي خپرونې په پام کې ونيول شي، تر څو په راتلونکي کې د نوي نسل د ښه تربيت
سبب شي.
لکه څرنګه چې رسنۍ د سولې په راوستلو او دهيواد په پرمختګ
کې ډېر مهم رول لري، نو په کار ده چې تر خپله وسه هڅه وشي، څو دغه درديدلې او
کړېدلې ولس ته هم سوله او هم پرمختللى ژوند برابر شي.
حسيب الرحمن
نورمل