
-
ودې ژړل او یو ځل بیا دې داوښکو او درد لارې په دغه اسماني څاڅکو
او پاشي کړي ، په دغه مرمرنیو لارو څوک را روان دي چې ته ورته دومره
تیاري نیسي ؟ نن دې بیا ولې په دغه لاره قدم په قدم ددرد او څړیکو ګل
غوټۍ او تنکۍ ګلپاڼې غوړلې دي ؟ ته فکر نه کوي چې اوس هغه ماښامونه تللي
دي چې ټوله شپه به دې په کوم ګوټ او کونج کې سلګۍ وهلې او شپې به دې هم له
درده په ویښو سترګو له خوبه ویستلې وې .
نن دې بیا وژړل او هغه مادي نړۍ ته دې خپلې اوښکې دیوې داسې ډالۍ په توګه وړاندې کړې چې ورته ارزښت نه لري ، نن دې بیا په هغه ژبه طبعیت ته دخپل زړه دردونه بیان کړل چې دلته یې څوک په ژبه نه پوهېږي او هغه ژباړن چې پرې پوهېږي نو دژباړې په ځای خپله له درده چیغې وهي .
زه چې هره شپه دخپل انګړ تنکي ګلان مړاوي ګورم او بورا ګان یې په پاڼو کې دماشومانو غوندې اوده ؛ نو زر پوه شم چې نن شپه بیا اوښکې تویې شوي او یو چا شپه ترسهاره له دردونو سره ویښې سترګې سهار ته سپارلي دي او چې کله ماښام مړاوی وي او په چینارونو کې مرغانو چوڼ چوڼ نه اورم ؛ بیاهم پوهېږم چې دنن ورځې دمهربانه لمر له تګ سره یو څوک له خپله ځایه نه دي پاڅېدلي او دکړکۍ تر څنګ یې ټوله ورځ په سرو سترګو تېره کړې .
ته به په یوازېتوب کې وژاړې ،بنګړي به مات کړې ، هار به له خپلې سپینې غاړې ډېر لرې په خاورو کې ګوزار کړې په هنداره کې په خپلې نازنیني زلفې وشکوي ، په خپلو لاسونو به تندی ووهي او تر ټولو مهمه دا چې ماته به هم منکره شې او بیا به دې په ژبه دماشومانه بهانو فصل وغوړېږي ؛ خو ته پوهېږې چې زه ددغه فصل له زړو خبر یم او په دې هم پوهېږم چې فطرت په کومه ځمکه ، دچا په لاسونو او دڅه لپاره شیندلي دي ؟ ستا دا بهانې به ستا له دومره بهانو او اوښکو ډکې موسکا سره سره ما وخندوي خو ته به یې تر شا زما په سترګو کې دګیلو او لنډ مهالې غوسې ولاړ غر نه وینې .
۲۰۱۲ سپټمبر ۱۰