د عمومي ارواپوهنې آرونه(اتلسم څپرکى)



 
اتلسم څپرکى
غدې ( Glands )
 
      غدې هم دعضلاتو غوندې دحرکتي سلولونه برخه ده او دهغو په واسطه ژوندى موجود دخپلې بهرنۍ نړۍ په  مقابل کې عکس العمل ( غبرګون ) څرګندوي .
هغه هرمونونه چې  د ژوندي موجود په وجود کې دغدې په وسيله ترشح  کېږي ، خپله دژوندي موجود لپاره حياتي ارزښت لري ،  لکه څرنګه چې  دژوندي موجود عضلات له بهرني چارپېريال سره په جوړښت کې مرسته کوي  ؛ همداسې غدې هم په خپل نوبت سره دژوندي موجود په  دا ډول  داخلي جوړښت کې موثرې دي ، غدې دخپلو طبيعي دندو له نظره چې په ارګانېزم کې يې سر ته رسوي ، کولى شو په  داخلي مترشحو ( ترشح کوونکو ) او بهرني مترشحو غدو باندې وويشو ، همدا رنګه  درون رېز او بهر رېز هم ورته ووايو .
الف : بهرنۍ مترشحې غدې : -دا له هغه غدو څخه عبارت دي چې خپل ترشحالت دبدن له سطحي سوريو څخه تر سره کوي ، دغه بهر رېز  ترشحات اکثره غير ارادي وي ولې هرکله چې ژوندى موجود خپل هغه فعاليتونه چې دد عمل د رامينځ ته کېدو سبب ګرځي  ؛ تر سره کړي ياني په عادي ډول وي نو کېدلى شي په يوه ارادي عمل تبديل شي ، دبزاقيه ، لوزلمعده ( داخل ريزه او بهر رېزه  ترشح هم لري ) داوښکو  غدې دخولو او نورو غدې لکه حسي غدې  چې داخلي ترشحات هم لري په ټوله کې بهرني مترشح غدوات دي.
ب : داخلي مترشحې غدې ( Thrductl essglands)  يا داخل ريز : - دا غدې عبارت له هغه غدو څخه دي چې ترشحات يې مستقيما وينې ته داخلېږي او په عمومي توګه په بدن او عصبي فعاليتونو اثر لري ، دغه غدې چې دانسان دشخصيت په رفتار او نورو ځانګړتياوو هم ډېر اثر لري  ؛ عبارت دي له اپي فيز(:صنوبري)  غدې ، هيپو فېنر (نخاعي غده )  تروئيد غده ، پاراتيروئيد غده ، تيموس غدې ، ادرنال او تناسلي غدې څخه .
١-اپي فيز غده (Epiphysisgland) :- دغه غده چې د صنوبري غدې په نامه هم يادېږي هغه غده ده چې تکوين يې په جنين کې دپنځو مياشتو په موده کې له زېږون وړاندې کېږي  ، اوږدوالى  ( طول ) يې ديوه سانتي متر (1 cm) او عرض يې (1,2 cm)  سانتي متره په اندازه  دى ، ددې  غدې دهرمونو اصلي دنده حفظ ، تعادل او دژوند په بېلا بېلو حالاتو  او پړاوونو کې دفرد وده او نمو ده .
دبلوغ  په مهال ( په اولس کلنۍ کې ) ددې غدې جسم کمېږي ځکه  چې  خپله  حياتي دنده يې پاى ته رسولې وي  او دخپل ځوړ حالت په لور مزل کوي ، ددې  غدې په ترشحاتو کې دګډوډۍ رامينځ ته کېدل دفرد په شخصيت کې دلاندې حالاتو در اتلو سبب ګرځي :
- دماشوم وده په چټکۍ  سره ډېرېږي  په دې  مانا چې دعمر په پرتله ماشوم دحجم له اړخه څو چنده زيات په سرعت سره  لوېږي  .
-  د اپى فينر غدې  زيات  ترشحات په تناسيلي غذو اثر کوي او په شخص کې دبلوغ نښې له وخته  وړاندې  ښکاروي .
- همدغه ګډوډۍ له ذهني او جسمي  نقصانونو پرته  په ځينو پېښو يا حالاتو کې دمرګ سبب  هم ګرځي.
٢-هيپو فيز ( Hypopysisgland): دغه غدې د نخاعي غدو په نامه يادېږي ، دواړه حجم لرونکې دي او د مخ (دم په پېښ سره )  په برخه کې قرار لري ، له دوو پرخو نه تشکيل شوې چې عبارت دي له وړانديني هيپو فيز او شاتني هيپو فيز څخه
وړاندينى  هيپو فيز (Anterior) : ددې غدې دترشحاتو څخه يو هم دبدن وده کنترولول دي ، دغه برخه دټولې  غدې ٤\٣برخه جوړوي .
شاتنى هيپوفيز(Posterior) : دا هغه ترشحات دي چې عضلات نرم ساتي ، ددې ترڅنګ  د سږو دفعاليت چټکتيا، مثانې او ځينو نورو ... لپاره موثر دي .
دهيپو فيز غده په ځانګړې توګه وړاندينۍ برخه يې دټولو غدو کنترول او نږدې لاښوونه په غاړه لري ، دترشحاتو  په اندازه ( ميزان ) کې يا په هغه اندازه  هر مونونو کې چې ددې غدې په واسطه وينې ته داخلېزي ؛ هر نقصان  رامينځ ته کېدل دماشوم وده او تکامل ټکنى او ټپي کوي .
ديپو فيز غدې دترشحاتو کموالى په ځانګړي ډول له پلوغ نه وړاندې دماشوم په بدن او جنسي وده منفي اثر لري .
دهډوکو وده   ودرېږي ، قد لنډ پاتې کېږي ، تناسلي الې په نارمل بڼه وده نه کوي او تر ټولو مهمه داچې دماشوم ذهني وده او پرمختګ هم له دغه تاثيراتو په امان نه پاتې کېږي ؛ نو ددې غدې له اندازې  زيات ترشحات هم له ځان سره يو لوړ ستونزې او نقصانونه لري .
مثلا دلوړ قد ناروغي ، له مناسبې اندازې  نه دبدن دغړو لکه پښو، غاښونو او لاسونو  زيات غټوالى ، همداسې رواني  عوراض  لکه دحافظې  له لاسه ورکول ، بې ميلي ، غوسه ، دجنسي پارېدنې کمښت ؛ چې ټول دهمدې غدې دهرمونونو د ډېر  والي په سبب  په شخص کې  رامينځ ته  کېږي .
٤-تېرو ئيد غده ( Thytoid-gland) : دغه غده چې د   درقي غدې په نامه هم يادېږي ؛ دولو او غاړې به برخه کې دقصبت الريې  څنګ ته قرار لري ، وزن يې په نارمل بڼه د ( ٢٨) ګرام په شاوخواکې اټکل شوى  دى .
ددې غدې اساسي دنده  د تيرو کسين (Thyroxin) په نامه ديوې مادې ترشح ده چې داعصابو په فعاليت  کې دلويو تاثيراتو لرونکې ده .
په وينه کې دموجود تيروکسين داندازې کموالى په وده او تکامل کې موثر وي ، لکه څرنګه چې له پلوغ نه وړاندې ددې نقص پيدا کېدل ، دهډوکو  د اوږدوالي وده په ټپه دروي او په مقابل  کې يې دهډوکو عرضي ودې ته چټکتيا وربښي  چې په پايله کې دماشوم د يو ډول غير عادي چاغوالي سبب  ګرځي ، دغه کمښت له ځان سره عقلي کمزوري ، په لاره  دتللو کمزوري ، خبرو کولو اودبدن د حرکاتو کمزورۍ هم لري  او له بلوغ   نه وروسته  دتيروکسين په ماده کې دنقص رامينځ ته کېدل دجسامت  شا وخوا دپنډوالي  او ويښتانو توېدو سبب ګرځي .
     دتروئيد غدو درشحاتو ډېرښت هم له نقصانونو څخه خالي نه وي  ، له بلوغ  نه  وړاندې دغه  زياتېدنه  په بدن کې د نامناسبې ودې سبب ګرځي او له بلوغ نه وروسته  يې  بيا ډېر والى  يو لړ تکليفونه لکه دبدن دحرارت درجې ډېروالي ، دزړه کمزوري ، دسترګو راوتل مهمه داچې  که چېرته دحامله مورګانو په خواړو کې په پوره  اندازه  ايودين ( مالګه )  موجوده نه وي  يايي تروئيد غده  له غذا نه جذب نه کړي نو په جنين کې دتروئيد غده  ماده ضخامت پيدا کوي ، ځکه خو بايد ددوى خواړه دايودين لرونکي وي .
٤-پاراتيروئيد غده (Parathyroid gland) :دغه غده له څلور نورو  کوچنيو او سوررنګه غدو څخه جوړه شوې ده او ددوو جفتو په بڼه  دتيروئيد غدې په شاتنۍ برخه کې قرار لري ، ددې غدې ترشحات دبدن دکليسم فاسفورس اړتيا پوره کوي .
لکه څرنګه چې تجربو څرګنده کړې ؛ هر کله چې دکليسم ټاکلې اندازه کمه شي نو انسان دبدن په ځينو برخو کې  ددرد احساس کوي ، او په ټوله کې له سستۍ  او کم وزنۍ سره مخ کېږي چې په پايله کې  له عمومي ټنبلۍ ، کند ذهنۍ ،  او بېلابېلو هيجانونو سره مخ کېږي .
    دتروئيد غدې په ستونزه اخته کسان د ډېر کم بهرني فشار په وړاندې هم په ناوړه اعمالو لاس پورې کوي  ؛ لکه ځان وژنه ، دجامو څيرل او بې ځايه فريادونه کول .
٥-تيموس غذه ( Thymas-gland) : دغه غده دسينې دقفس په شاتنۍ برخه کې واقع ده ، له بلوغ وړاندې په چټکۍ سره  وده کوي ، ليکن دبلوغ نه وروسته يې  دودې دغه چټکتيا ورو  ورو کمېږي ، همدارنګه ددې غدې وزن او حجم  دفرد د نضج له ډېرښت سره ښکته راځي  او کوچنى کېږي ، هغه از مايښتونه چې  دپوهانواو طبيبانو له خواپه دغه غده ترسره شوي ښکاره کوي  چې ددې غدې صحت او سلامتي  دماشوم له تکامل سره مستقيمې اړيکې لري  او ددې غدې په زيانمندو او يا کمزورۍ سره  دماشوم  دتکلم او په لاره تللو برخو کې ګډوډۍ پيدا کېږي ، حتى تردې چې دهغه دعقلي کمزورۍ سبب ګرځي .
٦- ادرنال غده (Adrenal – gland) يا پورتنۍ ګرده يي غده  :- دژوندي  موجود لپاره دوې مهمې غدې  دګردې په پورتني قطب کې قرار لري  چې دپورتنيو ګرديي غدو په نامه يادېږي ، له دغه غدو څخه هره يوه  له ددو داخلي او ددو بهرنيو برخه څخه تشکيل شوې ده ، بهرنۍ برخه يې د (Cortex)  يا پورتني ګرديي قشر په نامه يادېږي  ،او داخلي برخې ته يې ( Medulla) وايي  او ترشح يې ادرنالين بلل کېږي ، دپورتنۍ  کليوي غدو دخارجي برخې ترشحات دعقلاني مهارتونو  په غښتلتيا ، همدارنګه جنسي او ذهني اړخونو کې موثر وي په داسې حال چې ددې غدې دداخلي برخې ترشحات دسمپاتي دستګا دغښتليتا سبب ګرځي ، بدن  د ناوړه او ناڅاپي پېښو په وړاندې  دفاع ته چمتو کوي .
  هر کله چې په پورتنۍ ګرده يي غدو کې  د هرمونونو په نسبت کوالى چې وينې ته داخلېږي ؛راشي  نو دشخص  دبدن په ټولو اړخونو په ځانګړي ډول زړه ، معده ، جنسي ځواک ، او همدرانګه درواني تشويشونو ،عقلي کمزورۍ  او هيجاني  حالاتو سبب ګر ځي .
   که چېرته ددې غدې دمترشحو  هر مونونو اندازه په وينه کې له خپل طبيعي حد نه زياته شي  نو دبدن وده په ځانګړي ډول دماشوم جنسي وده ترې  متاثره کېږي .
٧- تناسلي غدې (Sex –glands) :- دغه غدې چې په نرانو کې کې د (Tests) او په ښځو کې د تخمدانونو ( Ovaries)  لرونکې دي ، هغه هرمونونه ترشح کوي چې دزېږون ، تناسل او همدرانه دښځينه او  نارينه صفاتو په تشکيل کې دعمده او مهم رول لرونکې دي .
هغه هر مومونو چې  دنر له ( Tests)  بيضو څخه ترشح کېږي د (Testestrone) په نامه يادېږي ، دغه هرمون دنارينه ثانوي جنسي صفاتو په مينځ ته راتګ ، دږيزې راتلو ، دغږ ډبلوالي او جنسي ميل کې ټاکونکى رول لري ، هغه هرمون چې له تخمدان نه ترشح کېږي د استرو ژن (Estogen) په نامه يادېږي  چې دښځينه ثانوي  صفاتو ، دسينو جوړښت ، دْغږ نريوالي او جنسي ميل په رامينح ته کېدو کې عمده رول په غاړه لري .
   ښځه او نر دواړه  داندروژن او استروژن (Androgen and Estrogen) هرمونونو لرونکي وي اما په نرانو کې بيا اندروژن هرمون پر استروژن هرمونو غالب وي  او ښځو کې بيا ددې برعکس وي چې په پايله کې په ښځه ا ونور دواړو کې د مختلفو ثانوي صفاتو  د رامينځ ته کېدو لامل  ګرځي ، که چېرته په ښځه يا نر کې دغه اړيکه ټکنۍ شي نو په هر يوه کې له خپل جنس نه پرته دنورو صفتونو سبب ګرځي مثلا نارينه به ښحې او ښځه به دنارينه اکټونه ( عملونه ) ترسره کوي .[1]
جنسي غده به ټوله کې دمختلفو ترشحاتو ( داخلي او خارجي ) لرونکي وي ، داخلي يې دشخصيت په رفتار او خصوصياتو او بهرني ترشحات يې بيا د مثل ( هم ډول ) په توليد ، همدارنګه  دنر او ماده سلولونو په وده او غښتليتا کې کارېږي .[2]،[3]
 
 
 

- روانشناسي شخصيت – تاليف ډاکتر يونس کريمي – سال ١١٣٧٤ هـ ش  ايران ص ١٠-١٢[1]
-روانشاسي رشد- مولف علي اکبر سفاري نژاد – تهران (١٣٧٢) ه ش ص (١٤٤).[2]
-روانشاسي شخصيت – تاليف – داکتر سويف کريمي  سال ١٣٧٤ ه ش ص ١٠[3]