
وراثت ( Heredity)
وراثت او محيط ( چارپېريال ) دشخصيت په
تشکيل او همدرانګه دانسانانو حتى دټولو
ژونديو موجوداتو په ټولو چارو کې جوړونکى رول لري ، له همدې امله په علمي څانګو کې
دخپلو اړتياوو او موضوعاتو مطابق کم او زيات له دغه دوو عاملونو څخه بحث شوى دى .
له وراثت څخه موخه او منظور ټول هغه رواني او
بدني مشخصات دي چې دنسل دتوليد له لارې له
مور او پلار ( والدينو ) څخه بچيانو ته لېږدول کېږي او بيا دوراثت په نامه يادېږي ، انسان دژوند په
پيل کې ډېره وړوکې جثه لري چې باريکي او وړوکوالى يې ديو سنجاق له سره لوى نه
وي ، بار شوى اووم او نور سلولونه چې مينځ ته راځي ؛ هسته لري چې
شاوخوا يې سايتو پلازم ( Cytoplasm)
نيولې ،
دوراثت لېږدونکي شيميايي پېچلي
مواد دي چې دهستې دننه ځاى لري او د جينونو ( Genes)
په نامه يادېږي .
جينونه بياپه خپل نوبت په کروموزومونو کې پټ
دي ، کروموزومونه چې په علمي اصطلاح کې ورته رنګه اجسام يا غالبا رنګ خپلوونکي هم
ويل کېږي ،دظاهري ورته والي ( شباهت ) په
توګه واقعي اختلافات لري چې دغه اختلافات
په حقيقت کې په مختلفو ارثي صفاتو کې دګډوډيو سبب ګرځي ، مثلا له دې څخه
يوه برخه دنوي زېږېدلي ماشوم دسترګو ،
ځينې دپوست همداسې دنورو ..
برخو رنګونه ټاکي .
جينونه په
حقيقت کې دشيميايي موادو واحدونه دي چې کټ مټ په تار کې دتسبو پيل شوو دانو ته
ورته وي او کرموزومونه يې جوړ کړي دي ،
کروموزومونه د جينونو ناقلين دي چې له والدينو څخه ماشومانو ته ارثي صفتونه لېږدوي
، کروموزومونه دتسپو دتار او جينونه په کې دتسپو ددانو غوندې پېيل
شوي او يو له بل سره په اړيکه کې دي .
دځينو
عالمانو په نظره ماشوم د ١٤٦ او دځينو په نظر د ٤٨ جوړه کروموزومونو محصول دى او هر جين دانسان دبدن دعضوي تشکيل
دنده په غاړه لري ، که چېرته دمختلفو عاملو په سبب له جينونو څخه يوه ته هم
صدمه ورسېږي ؛ نو منفي اثرات به يې دماشوم
په بدن ښکاره کېږي .
يو انسان د
( ٤٦) عدده کروموزومونو محصول دى چې له دې
جملې څخه يې ٢٣ له مور او ٢٣ يې له پلار څخه اخيستل کېږي ، کروموزومونه يو له بل
سره جوړه ( جفت ) وي ، دښځې دوه جنسي کروموزومونه ( يو جفت ) يو له بل سره ورته
او يو دبل په ډول دي چې په ( X X)
سره نومول شوي ، ولې دنارينه دوه
جنسي کروموزومونه يو له بل سره متفاوت (طاق ) دي او د ( X, Y ) په نامه نومول شوي
دي ، په دې مفهوم چې دښځې ځينې کروموزومونه په ( XX) او دنارينه په ( X .Y )
نامه سره دبېلوالي او پېژندلو
وړ دي .
دنر جنسي
سلولونه ډېر وړوکى ، ذره بيني ولې په
واقعيت کې ډېر خوځنده ، فعال ، ډېر چټک او
تېز دي ، ددې برعکس دماده جنسي سلولو نه نسبتا غټ حجمه ( حجيم ) ، درانه ، سست حرکته
او ساکن وي .
پوهان په دې عيقده دي چې ژوند هر ژوندي موجود لپاره دبارورۍ له
وخته له دووسلولونو ( نر ا و ماده ) څخه پيلېږي
ولې
دا وخت هم نه شي کېدلى چې په
واقعيت کې دژوند پيل وي ؛ ځکه چې ژوند يوه
پرلپسې موضوع ده چې له يو ه نسل نه بل نسل ته ادامه پيدا کوي ، دماده سلول چې دنر په سلول سره بارېږي يو کوچنى ژوندى
موجود دى چې دځانګړو قوا نينو په حساب وده
کوي او نر سلول چې دهغو دبارېدو سبب ګرځي
؛ هم يو ژوندى موجود دى چې په هغو
مېليونونو سلولونو کې چې په ټوله کې يې
دهغه شخص بدن تشکيل کړى ؛ شمېرل کېږي .
ځينې سلولونه دنر او ماده په شمول له نورو سلولونو سره چې دژوندي
موجود بدن تشکيل کړى له مختلفو اړخونو سره توپير لري ، يوعمده توپير يا
تفاوت يې دادى چې ځينې سلولونه يا په بل عبارت : نطفه يي سلولونه دبدن له
ترکيبي بافت څخه
دجدا کېدو وړتيا او قابليت لري او کولى شي دلنډ مهال لپاره په خپلواک ډول
ژوندي پاتې شي ، دنطفه يي سلولونو دغه مستقل ژوند
ډېر زر تلونکى او دوخت په تېرېدو له ورکېدو او زوال سره مخ دى ، اما د يو
ځاى کېدلو (القاع ) دشرايطو داماده کېدلو په
صورت کې دواړه سلولونه ديوه نوي ژوندي موجود زېرى ورکوي ، چې په خپل نوبت
دژوند او ژوندونونو موجب ګرځي .
څرنګه چې
دنر او ماده له جنسي سلولونو څخه هر يو له
ځان سره ( ٢٣) کروموزومونه لېږدوي ياني دپلار دجنسي سلول (٢٣) کروموزومونه او هم دمور له سلول څخه ٢٣ کروموزومونه دبچي
جوړېدو ته ورکوي چې په دې توګه ماشوم نيم خصوصيات له خپل پلار او نيم يې
له مور څخه اخلي .
له هغه
شېبې نه چې يو اسپرماتو زوئيد ( Spermathozoid) يا دنر جنسي سلول له يوه اووم ( Ovum)
ياني د
ماده له جنسي سلول سره دالقاع دعمل په جريان
کې ترکيب شي نو په حقيقت کې دانساني فرد دشخصيت دبنسټ لومړۍ ډېره اېښودل کېږي .
(١١) شکل
دجنين په تشکل او له يوه فرد نه دبل فرد دتمايز ( فرق ) په
برخه کې د کروموزومونو ترکيب او اړيکه ځانګړى اهميت لري چې په حقيقت کې له والدينو څخه د ارثي صفاتو اخيستل همدغه کوي .
(١٢) شکل
( والله اعلم )
يوه بله موضوع چې دوراثت ( دنسل توليد ) په
اړه زموږ پاملرنه ور اړوي دسلولونو تکثير دى ، ويل کېږي چې هر کله اووم باردار شي نو په وېشل کېدو ( کرموزومونه او
جينونه دوه برابره کېږي ) باندې پيل کوي ، هرکله چې ددغه پورتني عمل جريان په
نارمل بڼه صورت ونيسي نو له ټاکلي مودې وروسته ( مثلا ٢٨٠ ورځو کې ) انشاالله نوى
مېلمه نړۍ ته راځي .
کله بيا
ددې په ځاى چې سلولونه خپله په عادي بڼه انقسام ( تکثير) وکړي او يوه حياتي دستګاه
( نوى زېږېدلى ) رامينځ ته کړي له يو بل
نه جدا کېږي نو دوه حياتي دستګاوې او ياله
دې نه هم زياتې مينځ ته راځي ، په دې ترتيب سره دوه اکثره ( غبرګوني ) او له هغې
نه دزياتو تشکيل هم صورت نيولى شي .
هغه وخت چې په اووم کې دښځې دوه هګۍ په يوه
وخت کې دنارينه له دوو سپرمونو سره القاع
شي نو په دې صورت کې عادي غبرګوني
مينځ ته راځي مثلا يو هلک او يوه نجلۍ يا دوه نجونې يا دوه هلکان
، ددې ډول غبرګونو ورته والى يا شباهت يو بل ته هغسې نه وي ورته لکه د دوو
وروڼو يا ددوو خويندو چې په
نورو وختونو کې دپيدا کېدو په حالت کې وي .
ځينې وختونه نطفه ( يو بار شوى اووم ) په دوو برخو وېشل
کېږي چې په دې صورت کې يو بل ته ورته غبرګوني مينځ ته راځي مثلا دوه هلکان
يا دوې نجونې چې يو بل ته ورته وي ، که چېرته دحجرې انقاسم په څلوېښتو
لومړيو ورځو کې صورت ونيسي نو دوه ګوني په سالمه او که چېرته دغه انقسام ( ٤٠ )
څلوېښتو ورځو وروسته رامينځ ته شي
نو دوه ګوني په معيوب او ياهم په
سر سرېښ ( بند ) وي .
( ١٣ ) شکل
هغه وخت چې دښحې اووم دنارينه له سپرم سره
القاع کېږي ؛ نو دنطفې تشکيل صورت نيسي ، تر څلوېښتو ورځو
پورې نطفه وي له څلوېښتو ورځو نه وروسته په وينه بدلېږي چې دعلقه په نامه
يادېږي اوله څلوېښتو نورو ورځو نه
وروسته ترې دغوښې يوه ټوټه جوړېږي
چې د ( مدغه ) په نامه يادېږي ، د ( ١٢٠) ورځو يا څلورو مياشتو په تېرېدو په کې روح پيدا کېږي او دخداى ( ج ) له لوري دژوند
څلور عمده موضوعات ورته ټاکل کېږي چې عبارت دي له ( رزق ، عمر ، کردار او رفتار ،
داچې نېکبخت دى که بد بخت ) لکه څرنګه چې دپيغمبر
حضرت محمد ( ص ) په مبارک حديث کې
راغلي دي .[1]،[2]،[3]
ژباړه
: دمسعود
دزوي عبدالرحمن عبدالله څخه روايت
شوى دى چې رسول اکرم ( ص ) فرمايلي دي : رسول (ص ) چې دالله (ج) ريښتينى او صادق
پيغمبر دى ؛ موږ ته يې خبر راکړ چى : په
حقيقت کې ستاسې خلقت دمور په ګېډه کې داسې کېږي چې څلوېښت ورځې دنطفې په حالت کې ، له هغې نه
روسته دوينې په يوه ټوټه بدلېږى ، بيا دهمدومره وخت په تېرېدو دغوښې په يوه ټوټه بدلېږى ، له دې نه
وروسته بيا دهمدومره مودې په تېرېدو الله تعالى دهغه له لوري فرښته استوي
څو په هغه کې روح واچوي ، دغه فرښته
دڅلورو کلمو په ليکلو ماموره ده : ١- دهغه روزي ټاکل .٢- دعمر اندازه يې .٣- عمل او رفتار .٤-داچې
نېکبخت دى که بد بخت .
-اربعين – امام
يجيى بن شرف نووى – چاپ ٢٠ ص [1]
-اصول روانشناسي –نرمان
– ل – مان – ١٣٧٠ هـ ش ص ٣٩[2]
-روانشناسي انکشافي
– رياست عالي تربيه معلم – کميسون مرکزي روانشناسي – کابل – ١٣٦٦ هـ ش، ص (٣٦-٣٧) [3]