د عمومي ارواپوهنې آرونه(شپاړسم څپرکی)



شپاړسم څپرکى
عاطفه ( Emotion) او هيجان
 
        دعاطفې او هيجان دتعريف او پېژندلو سره بايد دحس ، حساسيت ، او احساس مفاهيم هم واضح شي ، حس يوه عربي کلمه ده چې په لغت کې دپنځو حسواسو  ديوې تنبهي يا تحريکي موضوع پيدا کولو په واسطه  يا تر لاسه کولو او  يا دارواپوهنې په اصطلاح  کې حس د شيانو او پديدو هغه مستقيم انعکاس ( غبرګون ) ته ويل کېږي کوم چې  په حاضره شېبه کې يې ديوه ژوندي موجود پر حسي غړو لري ، لکه د ګرمۍ ، يخنۍ ، روښنايۍ ، خوږوالي ، تريخوالي او داسې نور حسونه ، بېلابېلې او مختلفې محيطي انګيزې  چې په يوه حسي غړي مختلف اثرات  او غبرګونونه رامينځ  ته کوي .
 احساس هم زموږ په ورځينو  ادبياتو کې  ډېر تکرارېږي ، احساس په حقيقت کې دحسي دستګاه يوغبرګون دى چې  ديوه بهرني محرک په نسبت ديوه  سلسله اعصابو له لارې مغز  ته لېږدول کېږي ، ياپه بل عبارت : غبرګون او يا دانسان ذهني اړيکې چې دخپل طبعيت يا دبهرني چارپېريال په اړه يې لري داحساس په نامه يادېږي ، په دې مفهوم  چې داحساس له علمي اصطلاح  نه هغه وخت بحث  کولى شو چې له شيانو سره دفرد دمناسباتو  غورچان چې دهغه اړتياوي پوره کوي او يايې  داړتياوو  دپوره کېدو مخه نيسي ، دهغه په  مافي ضمير  کې وي  او دهغې په قبول يا  رد کې وده وکړي .
مثلا ددوستۍ  احساس ، په کار کې دمسوليت احساس ، ددرد ، خوښۍ ، خفګان           او نورو .. . چې په ټوله کې ددې  جمعې ته احساسات وايي .
حساسيت بيا له حساس کېدو نه اخيستل شوى او فاعل  ته يې حساس ويل کېږي  او د ارواپوهنې په اصطلاح کې ناوړه ، سختو او هيبت ناکو حالاتو او  او ضاع په  وړاندې ديوه شخص  شديد غبرګون دحساسيت په نامه يادېږي ، يا په بل عبارت : ديوه شخص دعاطفي غبرګون او عمل درجې ته حساسيت وايو ، دبدن ارګانېزم  په غير ارادې بڼه هم دځينو پېښو او پديدو په وړاندې خپل حساسيت  ښکاروي  ؛ مثلا د ډارونکي لوړ او هيبت ناک غږ په وړاندې حساسيت ، دشديدې  رڼا يا تيارې په وړاندې حساسيت  ، دځينو دواګانو په وړاندې دبدن حساسيت  او داسې نور ...
انګېزه هم په خپل نوبت يو تحريکونکى  ( پارونکى ) عامل دى چې لغتا دټکان ورکولو په مانا راغلى او  اصطلاحا  له هغه تحريکي قوې نه عبارت  ده  چې انسان دخپلې موخې دترلاسه کولو په لور سوق  کوي ، طبعا چې داړتيا پوره کول له انګيزې سره  لازم وي او تل انسان ته ړاړتياوو دپوره کولو په لور  لارښوونه کوي .
دادي اوس نو دعاطفې ( Emotion) يا هيجاني حالاتو دموضوع وضاحت ته نوبت رسېږي .
    په انګليسي او فرانسوي ژبو کې دعاطفې  ( Emotion)  او انګيزې (Motiv)  کلمې  سره هم رېښه دي او ددواړو لاتيني اصل (Emovere)  دى چې مانا يې تحريک او خو ځول دي .
په فارسي ادبياتو کې هم د ( Emotion )  انګليسي کلمې ته پر عاطفه  اطلاق ورکول کېږي ، عاطفه له عطف  نه اخيستل شوې  او مانا يې ميل او له طبيعي حالت  نه راتګ دى لکه غوسه ، خفګان ، مينه ، محبت  ... غرور  ، لوړ ذات  او همداسې  نورې ورته بېلګې ...
انسان يو معدل القوه موجود دى او هرکله چې دمختلفو دروني او بيروني  عواملو  تر اثر لاندې راشي نو خپل عادي حالت له لاسه ورکوي  ، په دې حالت کې دتعادل  لاسه ورکول  عاطفه  بلل کېږي ، يا په بل عبارت : دخپل ارام حالت له لاسه ورکولو او له طبيعي حالت نه  وتلو ته دارواپوهنې په اصطلاح کې عاطفه  ويل کېږي لکه وېره ، کينه ، لطف او مهرباني   ورسره همداسې نور ...
هيجان (Excitement) هم په خپل نوبت سره يو عاطفي حالت دى چې په احساسي غبرګونونو  او بدني بدلونونو کې ښکاره کېږي لکه  دڅېرې تغير ، دزړه دضربان  چټکتيا ، دفشار لوړتيا ، په غږ او کلامي اشارو کې   تغيرات او نور ..
      دانسان انسانيت  دهغه له عواطفو  سره ژور تړون لري ، هر عادي فرد دعواطفو درلودونکى وي ، له عواطفو پرته ژوند به ډېر پيکه ، ميخانيکي ، په ټپه ولاړ ، خمود  جمود ، وچ او بې رنګه وي ، دخپل ځان ، معاشرې  او نورو په اړه دهر فرد قضاوت او ارزونه دهغه دعواطفو له کيفيت  سره  نږدې اړيکه لري  ، هغه  شخصيت  چې دسالمې هيجاني ودې  او عواطفو  څخه بې برخې وي  ؛ نودغه کس  ډېر واقع  بين ، نېک فکره ، سم کاره  او په نهايت کې دټولنې  د پرمختګ لپاره  يو ګټور  او موثر شخصيت  نه وي .
ډريور ( Drever ) چې دارواپوهنې دعلم په اړه يې زيات شمېر اثار  ليکلي   دهيجاني او عاطفي حالاتو نښې او علامې دروان پېژندنې دسختو او پېچلو  حالاتو له جملې څخه ګڼي چې عضوي نښې يې د نفس په ګډوډۍ ، دزړه دټکانونو ډېرښت ، دهرمونوو دترشحاتو ګډوډۍ او همد راز  د ذهني روان پېژندنې نښې يې رواني ګډوډيو ( اختلال ) ډولونه ، اضطراب  ، خفګان او مړاويتوب  کې خلاصه  کړي دي .
     ددې لپاره چې ماشوم يا خپل زده کونکي  مو په ښه ډول  درک کړي وي نو مجبو ريو چې دڅلور ګونو اړخونو ( ظاهري اعمال ، دشخص افکار ، احساسات او انګيزې  چې دهغه په فعالولو کې کارنده رول لري )  په اړه معلومات او خبرتيا ولرو .
لکه څرنګه چې کله ماشوم پوهېږي او هغه څه چې  فکر  کوي وايي ، احساس کوي ، غواړي   او دهغې مطابق بيا همغه عمل اجراکوي .
دغه څلور اړخونه  وروسته سره نږدې کېږي  يو ترې جوړېږي ولې په ځينو وختونو کې بيا ماشوم دخپلو  اندونو او احساساتو له ښکاره کولو څخه عاجز پاتې  کېږي  او کله بيا دماشوم ظاهري اعمال دهغه د اندونو  او احساساتو په مخالفت کې راځي .
په ماشوم کې دغه حالت هغه وخت راځي چې کله هغه غواړي دخپلو کړو  او چلند لپاره  دليل راوړي  ولې يو معقول دليل نه شي پيدا کولى  ؛ نو همغه دي چې خپله ناهيلي په يوه موسکا  کې را نغاړ ي  ، يا چې کله کوم وخت بل څوک پرهغه له غوښې او فشار نه کار  واخلي نو ماشوم وحشت وهلى او تروره وي   او داسې عمل کوي چې قهرجن  او مړاوى  وي  .
وايي : ((لکه څرنګه چې  يادول يوه ذهني او هوشي چاره ده نو يو عاطفي  عمل هم دى )) نو ځکه دزړه کوونکي او ښوونکي  تر مينځ په اړيکو کې او د ښوونځي دچارپېريال انساني عواطف خوار موثر دي .
دروزنې په برخه کې  ددې اړيکو څرنګوالى چې په حقيقت کې دزده کونکي او ښوونکي همدا رنګه دزده کوونکي  او چارپېريال  ترمينځ يو ډول تعادل دى مستقيم تاثير لري ، هغه زده کونکى چې دخپل ښوونکي  په ليدو خوشحالېږي  ؛ هغه خپل غمشريک ، غوره دوست  او يو لارښود ګڼي نو دلته ده چې دښوونځي  او ټولګي له چارپېريال نه خوند اخلي او ښوونکي هم ښوونځي ته په راتلو ، ښوونې  ، دخپلو زده کوونکو  په ليدو، ترمينځ په موجودې همکارۍ دخوښۍ  احساس کوي ، د ښوونې  او پوهې دلېږد په برخه کې موفق وي  ، ددې  برعکس په يوه وچه  دلطف او مهربانۍ نه په تشه فضا کې دښوونکي  او زده کوونکي دواړو کار بې ثمره  وي .
 
 
 
                                  (١٠) شکل    
 

خوښ
     خفه
په يوه ماشوم کې دهيجان دوه مختلفې جلوې .
 
 
 
____  دعاطفې او هيجان فزيولوژيک اړخونه _____
 
   کله  چې دژوندي موجود ( ارګانېزم ) ټول هيجاني تحريک په کلي ډول  را وپارېږي نو عضلات ، اندامونه ، اخيستونکي اعصاب  او عصبي  ميکانېزمونه ټول په دې پارېدنه کې شريک وي او په پايله کې دعصبي امواجو  او په ټوله کې دفزيولوژيکي  تغيراتو سبب ګرځي چې دهيجاني حالاتو په راتلو سره  څرګندېږي .
له ډېرې مودې راهيسې پوهان  په دې عقيده دي چې هيجان دبدني  تغيراتو سبب ګرځي  اما دجيمس _ لانګ  دتيورۍ له نظره  ددې موضع برعکس تايئدېږي  ،مطلب داچې لومړى بدني تغيرات مينځ ته راځي  او وروسته بيا هيجاني  ياني هغه څه چې حس کوو  نو ددې  تغيراتو ادراک بدني دى .
په دې برخه کې بله نظريه د بارد – کنون (  Bard – cannon ) ده ، ددې نظريې په اساس  دهيجان او بدني تغيراتو دواړو علت  تحريکاتي دى ، چې دهيپو تالاموس نه سرچينه اخلي ،  تر اوسه چې په دې برخه کې څومره څېړنې   او تجربې شوې ؛ لا  يې  هم ددغه دوو نظريو رد  او تائيد په ثبوت  نه دى  رسولى  ولې  په ټوله کې يې زموږ اطلاعاتو يامعلوماتو ته دهيجاناتو  فزيولوژيکي  سرچينې او بنسټ پر اساس پرا ختيا ورکړې ده .
خو دا بايد هېر نه کړو چې زمونږ  په ټولو عادي او غير عادي حالاتو کې عصبي سيستم او مغزي دستګاه داخله ده ، ددواړو  له خبرو  نه  دغه پايله لاس ته راځي  چې  بدني او هيجاني تعاملات يو دبل  متقابل ( Imteraclion) دي ،  ياني يو پر بل اثر لري .
زموږ اخيستونکي اعصاب په ټول بدن کې خواره  دي  ، عصبي جريان  چې له اخيستونکو پېلېږي  دمرکزي  اعصابو ( مغز او نخاع ) سلسلې ته ور داخلېږي  ، له  دغه جريانونو  څخه ځينې دنخاع  او ځينې بيا مستقيما  مغز ته  رسېږي خو مخکې له دې چې دغه جريانونه  دمغز لوړو برخو ته ورسېږي  بايد دمغز  له ښکتنيو برخو څخه چې تالاموس ( Thalamus) نومېږي ؛ تېر شي .
هيپو تالاموس ( Hypothalamus)  دعصبي سلولونو يوه بله سلسله ده چې دتالاموس  نه ښکته قرار لري ، دعصب پېژندنې پوهانو له څېړنې څخه دغه پايله اخيستل  شوې چې که دمغز دغه برخه کوم ضرر وويني نو شخص په کلي توګه  دپارېدنې او هيجان خاصيت له لاسه ورکوي او دبې دردۍ له حالت سره مخ کېږي ، په هيجاناتو دهيپو تالاموس تاثيرات له دريو لارو نه واردېږي .
١- هغه عصبي جريانونه چې له اخيستونکو پيلېږي او کارتکس  ته درسېدو لپاره له هيپو تالاموس يا هغه ته نږدې تېرېږي .
٢-ځينې جريانونه بيا بر عکس له کارتکس نه پيل او دهايپو تالاموس ته  رسېږي لکه ځينې هيجاني تېر خاطرات چې ځينې وخت دتداعي په اثر يو ځل بيا په ذهن کې دلنډ وخت لپاره فعالېږي .
٣- ځينې وختونه هيپو تالاموس جريانونه غدو او عضلاتو ته استوي او دغه جريانونه دخوځښتي  جريانونو په بڼه عضلات او غدې په حرکت راولي او د هيجاناتو سبب ګرځي ، مثلا  دغه جريانونه د ادرنال ( Adrenal) غدې  ترشحات تحريکوي ، دغه ترشحات دعصبي اخيستونکو دتحريک سبب ګرځي  اوحسي جريانونه مغز ته استوي چې په پايله کې دهيجاني حالاتو درامينځ ته کېدو سبب ګرځي .[1]
  دعصابو خودمختاره دستګاه چې دهايپو تالاموس په واک  او کنترول کې ده ؛ هم دهيجاني حالاتو په رامينځ ته کولو کې موثره ده ، دغه دستګاه يوازې خوځښتي بڼه لري او دوو مهمو برخو لرونکې ده چې عبارت دي له :
سمپاتيک ( Sympathetic)
پارا سمپاتيک ( Para sympathetic)
عجيبه خو داده چې دا دواړه برخې يو دبل په مقابل کې هم قرار لري ، دبېلګې په توګه که چېرته يو له دې عضوه تحريک کوي نو بله يې دچټکتيا ( سرعت ) مخه نيسي ، که  څه هم دغه دواړه برخې دهيجاني حالت په  رامينځ ته کېدو کې موثرې دي خو د سمپاتيک دستګاه موثريت  پارا سمپاتيک دستګاه په نسبت زيات دى .
سمپاتيک دستګاه دځينو غړو کار ته چټکتيا  او د ځينو بيا بر عکس ورو  کوي ، مثلا  دزړه فعاليت ته چټکتيا او دمعدې فعاليت بيا ورو  کوي ، ولې پارا سمپاتيک بيا ددې برعکس کار کړي ، ياني د زړه فعاليت ورو کوي او دمعدې تېزوي .
دغه مختلفو ميکانېزمونو  ته  په  پام سره  چې دهيجاناتو په مينځ ته راتګ کې مو مطالعه کړل ؛ ليدل کېږي چې هيجانات ډېر پيچلي او مغلق  موضوعات او چارې دي ، نو په همدې بنسټ به دا عجيبه  نه وي  چې ووايو : داسې مسئلې به هم وي چې تر اوسه دهيجاني اوعاطفي حالاتو د  رامينځ ته کېدو په اړه پټې او ناحل دي ؛ څو په راتلونکې کې حل او برملا شي .

           ( والله اعلم )
 

څلورمه برخه
دانسان دبدني چلند (رفتار) بنسټ
 
        ترکومه ځايه چې پوهېږو نو دامتل چې : (( سليم عقل په سالم بدن کې  دى )) په ځاى او ازمايل شوې خبره ده ، تجربو ثابته کړې چې په ټولنيز ژوند کې  له يو شخص سره  دمخامخ کېدو په مهال تر ټولو وړاندې زموږ سترګې دمقابل لوري په څېره ،قد او قيافه  لګېږي  ، په دې صورت کې طبعا  موزونه  قيافه ، دغړو ښکلا ، روغتيا ، دبدن جوړ والى او په ټوله کې دهغه طبيعي مناسب جوړښت  او خداى (ج ) ورکړى زړه راښکون هغه څه دي چې دشخص  په مثبتو ټکو او ښېګڼو کې راځي .
اګر چې په انساني کړنو  او د شخصيت په بشپړتيا کې بايد دهغه ټولې رواني او ذاتي  ځانګړتياوې  ارزيابي شي  ، ولې په کار کې  داسانتيا لپاره به څو مهم موضوعات چې درواني  خصوصياتو او دانسان په شخصيت کې درفتار له لحاظه  موثر دي ؛ تر مطالعې لاندې ونيسو .
 
 

- روانشناسي پرورشي – تاليف دکتر علي اکبر سيف – تهران – سال (١٣٧٠) هـ ش ص ( ٢٩٨) شانزدهم [1]