فساد پر وړاندې د مبارزې په اداره کې فساد( رازونه، غلاوې...ګام په ګام)

 
esmatullahspesalay@gmail.com
له درې ګونو قواوو سره د ولسمشر تر ناستې وروسته  نوموړي يو فرمان صادر کړ چې لويه برخه پکې له اداري فساد يا فساد سره مبارزې ته ځانګړې شوې وه، اوس اوس لیدل کيږي چې په هيواد کې هره اداره چې وي له خپلې وسې سره کوښښ کوي چې يو ډول نه يو ډول د رسنيو، عامو افغانانو او لوړپوړو چارواکو پام ځان ته راوړاوي. په دې پام را اړونه کې د فساد پر وړاندې عالي اداره تر نورو لږ وړاندې ده.
د دې  ادارې  رييس ښاغلي عزيزالله لودين څه موده وړاندې وويل چې د ولسمشر کرزي د کابينې پنځه وزيران په فساد کې لاس لري، ټول ملت متوجې شو او له ځان سره يې ويل که خدای کول په هيواد کې سپين چرګ پيدا شو او ژر به دا تور چرګان له دې کړو لاس په سر کړي، ده په لومړي سر کې په د اوبو او بريښنا په وزير حمله وکړه خو ده ځان ليدلی و او اسماعيل خان يې نه داسې يې کړ چې جرمن ته په تيښته بريالی شو( هههههههههههههه تيښته نيمه بريا وي د نر يا ترپ وي يا خرپ او بيا د لودين صيب خرپ او ترپ سم د سړي بيخ وباسي که نه وي ورشی له زاخيلوال صيب څخه يې پوښتنه وکړۍ)، دوهم ځل يې د ماليې په وزير حضرت عمرزاخيلوال بريد وکړ له دې کس سره د ده شخصي عقده هم اوج ته رسيدلې خو دی ورسره اصولي ولاړه او تر ننه يې نر ښځه مالوم نه شو خو يو شی مالوم شول چې لودين + فساد اداره  مساوي کيږي له شخصۍ عقدې سره.
دوه ورځې به کيږي چې اوس د فساد عالي اداره په فساد کې ښکيله شوې او کره اسناد شته دي چې دوی هم غوښتل د ملي دفاع وزارت په يو قرارداد کې اتلس ميلیونه ډالر نر غوندې نوش جان کړي( اشتها خوب لودين صيب در اين کشور غريب ميليادر شدي.........)، مګر د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون پرې خبريږي او په دې ډالر خوړولو کې مداخله کوي. په لومړي سر کې خو په فيس بوک کې داسې انځورونه خپاره شول چې د دفاعي چارو کميسون هم پکې ور ګډ شوی و او د دې کميسون د رييس ښاغلي همايون په مخ هم د چليپا يا ضرب علامه را کش کړای شوې وه، خو وروسته ما داسې کره اسناد پيدا کړل چې نه دا سړی او د دفاعي چارو کميسون پکې نه دی بلکه دوی نوره هم دولت او ملت ته ګټه کړې او اتلس ميليونه ډالره يو او ديرش شااوخوا يې نور دې ځوريدلي ملت او په ځانګړي ډول زموږ دفاع وزارت او ملي اردو ته شپي شپي وږي تږي پراته وي په روغتون کې له لوږي مري او ټپونه يې سم نه جوړيږي ګټلي دي په دې اړه مو کيدای شي تر دې وړاندې په رسنيو کې د امريکايي څيړونکو رپوټ لوستی وي چې د سردارمحمدداودخان په روغتون کې ځوريدلي او کړيدلي خلک په کومو ستونزو سر و البته انځوريز رپوټ يې اوس هم په ډيرو پاڼو کې شته چې د هر انسان وجدان به ودردوي.
د دې لپاره چې د ليکنې لمن اوږده نه شي د شته اسنادو پر بنسټ به د  لودين او د فساد د ادارې چې نور ورته زه له فساد سره د مبارزې اداره نه وايم د دې اتلس ميليوني ډالرو غلا کيسه کټ مټ وکړم کيدای شي قضاوت په نورو ليکنو پرې وکړو ځکه اوس راسره پوره دوسيه پرته ده او په هرچا يې چې تور پورې کړی دی د ماليې د وزير په ګډون کيدای شي ټول په شخصي عقده وي خو لوستونکي بايد په تمه وي.
له دې خو به ټول هيوادوال خبر وي چې په تيرو لسو کلونو کې د ملي اردو د البسې پيسې د امريکې نيغ په نيغه مرستې وې او له شرکتونو سره به هم دوی قرارداد کاوو خو دا چې بدلون لسيزه او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو او له هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو د پښو سپکولو لړۍ ښه په درز کې روانه ده،،سږ کال دا کار په دفاع وزارت پورې وتړل شو خو دفاع وزارت ته هغمومره بودجه په پام کې نيول شوې وه لکه څومره چې بهرنيو ځواکونو خپلو قرارداديانو ته ورکوله. د دفاع وزارت په لومړي سر کې  د ۱۳۹۱ کال د څلورمې مياشتې په ۲۴ نيټه دا قرارداد داوطلبي ته وړاندې کړ چې د څارنې په برخه کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون ګډون کړی و، او پکې د کابل کرسټال شرکت د ۱۱۰ ميليونو ډالرو په بدل کې ګټونکی شو. د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون رييس همايون وليدل چې شفافيت نشته دی له دفاع وزارت سره يې اړيکې ونيوې او ورته يې وويل چې شفافيت پکې نشته دی او بايد بيا ځلې داوطلبي ته وړاندې شي. چې د دې خبرې تاييد د دفاع پخوانی وزير رحيم وردګ او د دې وزارت لوی درستيز شيرمحمد کريمي هم کولای شي !!!!!!!!!!!!  تر دې خبرې وروسته د دفاع وزارت دا قرارداد د تدارکاتو د خاص کميسون په لاسليک بيا ځلې داودطلبي ته وړاندې کړ. د همدې لپاره وروسته تر دې چې د دفاعي چارو کميسون پکې مداخله وکړه دا قراداد د دوهم ځل لپاره تر پخوا د څه ناڅه شفافيت په لرلو سره داوطلبي ته وړاندې شو چې په دې داوطلبي کې پخواني ګټونکي شرکت يانې کابل کرسټال له څو نورو شرکتونو سره يو ځای پکې ګډون وکړ او په پایله کې د ۶۷ ميليونو ډالرو په ارزښت د کابل کرسټال شرکت  يو ځل بيا په دې بريالی شو چې دا قرارداد  بيا ځلې وګټي، کابل کرسټال دا قرارداد په لومړي سر کې په ۱۱۰ ميليونو ډالرو ګټلی و خو دوهم ځل يې بيا په ۶۷ ميليونه ډالره ګټونکی شو چې د دې پوره اسناد او کاپيانې موجودې دي او د اړتيا په ترڅ کې به په بله ليکنه کې دا ټول صادره وارده مکتوبونه به قلم خود جناب لودين صيب خپاره شي. دلته په دې ترڅ کې د فايف سټار يا پنځه ستوريز شرکت ماليکنو وړاندې تر دې چې آفرونه پرانيستل شي غوښتنه وکړه چې دوی نه غواړي په داوطلبي کې ګډون وکړي دا هرڅه د دفاع وزارت له لوري په ويډيويي بڼه اخيستل شوي دي او ددې شرکت له لوري هغه ليک چې دوی ترې تير شوي دي هم له دفاع وزارت سره اسناد په ليکلې او انځوريز ډول سره موجود دي، او په دوهم ځل کې د پارلمان، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي،د دفاع وزارت مختلط پلاوی او د ماليې وزارت پلاوي هم ګډون درلود. کله چې دا کس له دې داوطلبي تيريږي د ولسي جرګې د دفاعي کميسون رييس ښاغلي همايون بيا هم ترې پوښتنه کوي چې ګوره ته پښتون يې دلته ټول پنجشيريان دي چا خو به درسره زور زياتی نه وي کړی ځکه په افغانستان کې ريښتيا هم ځينې چارواکي قومي، حزبي، سياسي او د لوري سوداګرۍ کوي، خو د شرکت استازی ورته وايي هيڅ ستونزه نشته يوازې د دې له امله چې قرارداد غټ دی نه شم کولای. د دفاعي چارو کميسون رييس ترې غوښتنه وکړه چې دوی بايد په ليکلې بڼه دا و وايي،  چې همداسې کيږي او دا سند دفاع وزارت ته ورکول کيږي، دا شرکت ځکه دلته کوښښ کوي ترڅو د دوی پنځه ميليونه ډالره اخيستل شوی تضمين ونه سوځي. خو خير دا کيسه همدلته پای ته رسيږي کابل کرسټال يې ګټي او فايف سټار ترې تيريږي خو څو ورځې به نه وې تيرې شوې چې د دفاع وزارت مادي او تخنيکي مرستيال جنرال محب الله بيا ځلې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون سره اړيکې نيسي او  د دې کميسون رييس ښاغلي همايون خان وايي چې د فايف سټار استازي د قرارداد په اړه د «فساد» ادارې ته شکايت کړی دی. نو دلته د ډيرو په زړه کې دا تيريږي چې کيدای شي ګټونکي شرکت د دې له امله چې بيه ډيره ټيټه وه کيدای شي دسيسه جوړه کړي وي څو قرارداد هم فسخه کړي او پنځه ميليونه ډالره ضمانت يې هم ونه سوځيږي د دفاعي چارو کميسون ټينګار کوي چې بايد قرارداد فسخه نه شي چې د دفاع وزارت هم ورته ډاډ ورکوي چې نه به فسخه کيږی.
خو عجيبه ده څو ورځې وروسته بيا ځلې په اخبارونو کې دا قرارداد اعلانيږي په داسې حال کې چې بل شرکت ګټلی دی او د فسخ صلاحيت هم له دفاع وزارت سره نشته دی، دلته د دفاعي چارو کميسون د دې له امله چې شفافيت وي د نورو شرکتونو له لارې ډير معلومات تر لاسه کوي ان تر دې چې له دې معاملې هم خبريږي چې ښاغلي  عزيزالله لودين ته چې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې رييس دی د ده د دفتر د رييس عبدالحفيظ بهروز له لارې اتلس ميليونه ډالره بډې ورکول کيږي او هغه دفاع وزارت ته مکتوب استوي ورته وايي که چيرې د فايف سټار بيه ټيټه وي دوی ته يې ورکړۍ او که لوړه وي بيا يې اعلان کړۍ ترڅو دوی ګټونکي شي دلته بايد يوه خبره روښانه شي چې دا فسخ او مکتوب بايد د ماليې وزارت ته استول شوی وای نه دا چې په دفاع وزارت باندې زور راوړل شي. اوس تاسو وګورۍ ته او خدای افغانيت، اسلاميت، ايمان او وجدان ته چې له لودين سره دی.
دلته دا کيسه همداسې روانه وي د دفاعي چارو کميسون رييس همايون، د کندز استازی ناصري، قيصاري ، آغاجان او حاجي اسماعيل چې ټول  په ولسي جرګه کې د خلکو استازي دي په کندز کې پر ملکي وګړو د اربکيانو د وحشيانه بريد او خوست د والي په اړه د يوې قضيې په موخه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دفتر ته ورځي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي مرستيال د رييس دفتر په دفتر کې د فايف سټار استازی ويني چې دلته دی له ده سره خبره کوي چې تا ولې عريضه کړې دی ورته وايي ما نه ده کړې دا خبره په ولسي جرګه کې کوم خو د لودين په مخکې نشم ويلای چې عريضه مانه ده کړې.
دلته چې دوی مارشال رييس دفتر ته ورځي دا ښاغلی يانې د مارشال رييس دفتر پرته له دې چې همايون خان يا بل استازی ترې پوښتنه وکړي يو ځلې را شروع کيږي چې دا کس زه نه پيژنم بل چا را پيژندلی دی( بې ډوله مست دې ته وايي)، که يې پيژني يا يې نه پيژنې دوی خو پوښتنه نه وه کړې د دې خبرې څه اړتيا وه خو دلته ښکاري چې د دفتر رييسان هم خپلو رييسانو ته لينونه وهي لکه د لودين رييس د دفتر.
سبا سهار ته د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون تصميم نيسي څو عزيزالله لودين او د دفاع وزارت سرپرست وزير عنايت الله نظري چې دی  ددې کارونو اوږده تجربه لرونکی دی د دې پيښې په اړه دې کميسون ته را وغواړي همداسې کيږي خو سهار نهه بجې لودين زنګ وهي چې زه ناروغ يم او رييس د دفتر به مې درشي، چې وروسته يې رييس دفتر هم  د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون ته نه ورځي، يوازې د دفاع سرپرست وزير چې په دې فساد کې لاس لري د دفاعي چارو کميسون ته ورځي او وايي چې دا قرارداد مو ځکه فسخ کړ چې ښاغلي لودين مکتوب را استولی و او غوښتنه يې کړې وه چې بايد دا قرارداد فسخه شي البته دلته د ښاغلي نظري په برخه کې هم هيوادوالو ته يوه خبره روښانه کول په کار دي چې د دې قرارداد په فسخه او داوطلبي کې د دفاع وزارت هم قانوني حق نه لري.( ريښتيا هم دا مکتوب ماسره شته دی لودين پکې سمه د مار ژبه کارولې د نشر په تمه اوسی).
کله چې کميسون غواړي څو نظري د کاري غفلت،فساد او بې کفايتي له امله  څارنوالي ته ور وپيژني، نو ټوله ولسي جرګه تصمیم نيسي چې د سم کار د کولو له امله بايد د ولسي جرګې د دفاعي چارو کميسون تقدير شي، دا کار به هم وشي خو که اوس له خيره لودين او نظري څارنوالي ته لاړ شي له دوی سره به د ملت تقدير هم مل وي. ښه دا خو تر دې ځايه را ورسيدل عام خلک خو وايي چې کيدای شي دفاعي کميسون او يا هم همايون خان پکې څه شی خوړلي وي او دوی هم د لودين په څير پکې بريت غوړ کړي وي، خو زه وايم که يې خوړلای بيا نو کيدای شي چې تر دې وړاندې يې په ۱۱۰ ميليونه ډالرو کې لس اته ميليونه وهلي وای په دې۶۷ ميليونه ډالرو کې به ده څه خوړلي وي( خو خير زه يې ځکه ننګه نه کوم داسې نه وي چې لودين په ما هم پرچه کټ کړي، بز به پای خود ګوسپند به پای خود)
دلته ځينې خبرې شته دي چې بايد د ملت د پوهولو لپاره ورته نغوته وشي:
۱ـ ډيری قرادادونه په دولتي ورځپاڼو کې لکه انيس، هيواد او نورو کې اعلانيږي څو ډير شرکتونه ورته لاسرسی پيدا نکړي، خو هره اداره په مکتوب کې ليکي چې بايد په ټلويزون انټرنيټي پاڼو کې اعلان شي، په دې قرارداد کې دواړه ځلې د دوی په خوښه کار کيږي خو د ولسي جرګې د کميسون تر مداخلې وروسته دوی دا اعلان په ټلويزون کې هم کوي چې شرکتونه را ډيريږي او يو شرکت په ډير ټيټ قيمت دا قرارداد ګټي. او ګټه يې يو پنځوس ميليونه ډالره د ملت خزانې ته ورځي.
۲ـ که چيرې ملت د ولسي جرګې په کميسون تور پورې کوي چې ګواکې دوی به هم پکې لاس لرلای وي  دا خو زه درته ډاډ درکوم چې داسې هم نه دي شوي ځکه له ۱۱۰ ميلیونو ۶۷ ميليونو ډالرو ته د قرارداد را ټيټول نو فساد ته موکه نه شي پکې برابرولای. او بل دا چې هر څه اسنادو ته اړتيا لري يوازې د لودين تش غاښ چيچی خو څوک له ملي ارزښتونو نه شي تيرولای.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره که چيرې په ريښتيا سره له فساد سره مبارزه کوي ولې داسې قراردادونه په خپل امر فسخ کوي په داسې حال کې چې قانوني صلاحيت يې هم نه دی، چې هلته ويډيو موجوده وي، بهرنيان وي، لاسليکونه شوي وي، اسناد موجود وي.
تر ډيره دا اداره او په ځانګړي ډول سره عزيزالله لودين پکې خپلي شخصي ګټې لټوي ځکه د ده مرستيال داسې يو عجيب عادت لري کله چې يو څوک د قرارداد ګټلو ته نيږدې له داوطلبي څخه وزي دی دستي بخښنه غواړي وايي ضرور کار لرم له دفتر څخه ځي، وروسته تر دې چې شرکت قرارداد ګټي په ده پسې ورځي ترڅو يې لاسليک واخلي، دی نو ورته وايي که زما حق رانکړې بيا کيدای شي ستاسو قرارداد لاسليک نکړم ( البته د لودين اداره دې ته بډې نه وايي، شريني يې بولي) ، چې همداسې يوه پيښه د بغلان د دوشي په سړک کې هم روانه ده او د دې سړک قرارداديانو دوه ورځې وړاندې په ولسي جرګه چې د فساد په ادارې د دوی د چارواکو په مخ کې شاهدي ويستې چې دوی ترې دوه لکه ډالره غواړي خو دوی پنځوس زره ورکوي دوی يې نه لاسليک کوي او د دې سړک کار همداسې پاتې دی ( خو وايي که ټوله نړۍ اوبو ونيسي د مرغابۍ بيا تر بيډۍ پورې دي په لودين يې د سړک څه، ډالر ډير زيات مهم است..... بګيريش که نه ګيريت)
که په هيواد کې هر ډول ستونزې وي په چارواکو پورې اړه نه لري، وايي يوه ورځ له خليلي چا غوښتنه کړې وه چې په ښار ټرافيک زيات شوي دي دا سړکونه دې لوی شي وايي ده ورته ويلي و...... چرا دروغ ميګويي مه از راه پل باغ عمومي ميايم از کارته سه تا رياست جمهوري در ده دقيقه ميرسم........................... دا خو يې ريښتيا ويلي دي چارواکي تل په لسو دقيقو کې په ښار کې تګ راتګ کوي.
ابوالمعاني، مولانا لودين ته څو خبرې:
۱ـ ښاغلی لوديڼ که ته ريښتيا افغان يې،په افغانستان، افغانيت، ملت باندې باور لرې د هيواد ملي ګټې درته مهمې وي ولې داسې قراردادونه چې يو شرکت يې په ټيټه بيه ګټي لغوه کوې. پرته له دې چې اسناد ولرې تل په شخصي ګټو او عقدو پسې ګرځې. ځکه ته په کلي کې نه يې چې تربګني کوې دلته مهم ملت دی ته  يو چارواکی يې نه مولۍ.
۲ـ که ته په ريښتوني ډول سره ځان سپين چرګ بولې بيا ولې ستا مرستيال د هر قرارداد د لاسليک په وخت کې له دفتر څخه وزي. داسې خو به نه وي وايي يو قاضي به چې بډې اخيستې نو پيسې به يې په چای جوش کې اچولې او په ده پسې سخت لټون روان ترڅو ګير شي، ده به خپل پياده ته ويل چې ورشه چای راوړه هغه به چاجوش واخيست پیسې به يې ترې لرې کړې او چای به يې پکې راوړ نو ځکه به نه شو ګيرکيدای.
۳ـښاغلی لودين تا خو په پنځو وزيرانو هم د فساد تور پورې کړی و، دوه پکې افشا شول، زاخيلوال خو دې داسې کړ چې ان کورني ژوند ته يې هم ور تير شوې، د ده له خبريدو پرته دې د ده اکونټ او ان د ميرمنې پاسپورت هم ميډيا ته را و ويست، خو څه يې کوې کاشکې زاخيلوال هم د اسماعيل خان يا نورو غوندې وسله وال کسان لرلای بيا خو ته هم پوهيږې چې تيښته هم نيمه بريا وي ( او ته خو په دې کې بيا نړيواله او اروپايي تجربه لرې).
۴ـ زموږ څو وزيران لکه چکړي، فطرت او داسې نور ستا په شتون کې له هيواد څخه وتښتيدل ته هم ورته ګورې مګر هيڅ نه شي کولای. حال دا چې نړيوال درسره شته، پراخې نړيوالې اړيکې شته، اداره شته او ته پکې خدای شته لوی سړی يې.
۵ـ تاسو له فساد سره د مبارزې په برخه کې غږيز او انځوريز سند ته اعتبار نه ورکوی هغه منۍ چې لاس په لاس څوک پيسې واخلي، خو لکه ته چې ناناګک لرې داسې ډير نور هم تر تا ډير هوښيار دي څوک لاس په لاس پيسې اخلي، دا کوم منطق دی چې تاته به يو څوک لاس په لاس شرميږي بيا به ته وايې چې فساد يې کړی دی.
۶ـ تاسو به يوازې پيسې فساد حسابوی، خو وظيفوي غفلت، نه شفافيت او دې ته ورته نور په خپل وار سره د فساد تر ټولوی شکلونه کيدای شي.
۷ـ له فساد سره د مبارزې تش په نوم پيغامونه ټولو رسنيو ته ورکوې ځکه تاته پکې کميشن درکوي خو د قراردادونو لپاره دې يوازې انيس يا کومه بله دولتي ورځپاڼه ليدلې ترڅو چاپ شي او ټوله راټوله کړې چې هيڅوک يې هم پيدا نکړي، دا اوس کوم وجدان او کوم افغانيت دی.
۸ـ له دې سره سره چې د ګور تر غاړې يې نن وي که سبا وي ور به شې خبر به شې، خو بيا هم هڅه کوې چې په زرګونو نه بلکه په ميليونونو ډالر وخوري، که اروپايي افغانان، غرني قومندانان، وسله وال، وزيران، واليان، ريیسان دا کار کوي ملت بايد په چا باور وکړي.
خو زه اوس ښاغلی لودين ننګوم ځکه د دې قرراداد ټول اسناد ماته په لاس راغلي دي او له ليکنې سره يو ځای ورته خپل بريښناليک پته هم ليکم که دی په دې برخه کې کومه قانوني کړنه يا سند لري بيا دې را وليږي ځکه زه يو افغان يم او اوس مې کار همدا شوی دی څو په ترخو واقعيتونو پسې ورګرځم را پيدا يې کړم ملت پرې خبر کړم، هسې مې نور د بيان په آزادي هم خپل باور له لاسه ورکړی دی ځکه په افغانستان کې د نورو ترڅنګ اوس رسنيزه مافيا هم شته. زه نه د ولسي جرګې ننګه کوم، نه هم د کرزي، نه هم د لودين يا بل يا بل خو د يو افغان په توګه ورته دا وايم چې ډير شرم دی او بايد وشرميږي، ځکه چې لودين هم غل شو نور نو دا خوار ملت له چا ګيله وکړي. د بدلون لسيزه او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به مو څه حال وي، ترڅو به ملت باج ورکوي ته به يې خرڅوې، بل به يې خرڅوي، ستا دا کړنې به دولت او ملت څومره سره لرې کړي.
د ولسي جرګې له دفاعي کميسون څخه مې غوښتنه داده ترڅو د لودين د دې قضيې به برخه کې لټي ونکړي، د ملت د استازو په توګه بايد په خپلو اجراتو کې جدي و اوسيږي، ځکه نور نو ملت ته يوازې تاسې پاتې یاست، هسې هم دولتي ادارو ته څوک نه ورځي او طالبان ورته ډاګي محکمې جوړوي، خدای مه کړه که تاسو هم داسې شی بيا نو دولت، ولسي جرګه، حکومت، قضاييه، اجراييه، مقننه قوه، والي ولسوال.................. ملت ته هيڅ ارزښت نه لري. ای د ملت استازو را پورته شی لږ څک شی، ملت درسره دی، تاسو له غلو مه ډاريږۍ ځکه غل په توره شپه هم ډاريږي او زه د داسې يوې ورځې په تمه يم چې لودين، د دفاع سرپرست وزير او نور افغان دښمنه کسان يوه ورځ په څارنوالي بله ورځ په محکمه او بله ورځ په زندان کې و وينم څو بل څوک بيا داسې ونکړي.
د دې لپاره چې ليکنه رانه اوږده نه شي بل ځلې به انشاالله د دې قرارداد په اړه ټول تلي راغلي مکتبونه، شمېرې، نيټې او که شونې  وه سکن شکل به يې درته وړاندې کوم. هغه لنډۍ ده چې وايي:
له شاه زلمو نه پوره نشوه
افغانستان جينکۍ به دې ساتينه
اوس که لودين له فساد سره مبارزه ونکړه عام اولس به له دې فساد سره مبارزه کوي او ما خپله د مبارزې دا لړۍ د لودين له دفتر څخه پيل کړې او ډير داسې څه به خپل ملت ته روښانه کړم چې ملت ترې تيره يوه لسيزه نه و خبر، خو استازي دې هم لږ په خپل غيرت، افغانيت، اسلاميت باندې ګوتې و وهي، ځکه څوک چې غلا کوي هغه سرټيتی وي، نور بايد هيواد له غاصبينو، له بهر څخه راغلو دبړه مارانو څخه خلاص کړو.
د يو سرلوړي او اباد افغانستان په هيله
سرټيټي او شرميدلي دې وي غله او د دې خاورې دښمنان
په درنښت
عصمت الله سپيڅلی
esmatullahspesalay@gmail.com
 
يادونه: دا ليکنه د کره اسنادو پر بنسټ شوې او ياد قرارداد له الف څخه تر يا پورې راسره دی رسمي مکتوبونه هرڅه پکې شته دي ټول خپريدو ته اړتيا لري خو انشاالله ژر تر ژر به يې درته خپاره کړم، خو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسنادو شتون ته نوره هم سخته اړتيا لرم بريښناليک شته دی بس را ليږۍ نور مو بنده ذمه وار دی.