
رفيع الله زيار
يوه قاتل او انسان خوړونکې کس د يوه غم پر ځاى څو غمونه وښېندل. اول د يوې کورنۍ غم و او اوس يې کلي او قومونه د غم په ټغر کېنول او په سلګونو کورنۍ يې وژړولې. د زياتو انسانانو لاسونه، پښې او د بدن نور غړي په وينو کې لت پت هره خوا په هديره کې پراته وو. په هديره کې ټوله فضا کريږو او نارو نيولي وه. دوى نارې وهلې چې چا زموږ د بې ګناه انسانانو وينې توى کړې. په دې کې ماشومان هم په وينو کې رنګ پراته وو او کوم چې ژوندي پاتې وو، نو هغوئ په ژړا باندې خپلې سترګې سرې اچولي وې، خو دومره څوک نه و پاتې، تر څو د دوى اوښکې وچې کړي.
تېره ورځ د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې يوه ډېره دردونکې او له بې رحمۍ ډکه پېښه رامنځته شوه، چې په لسګونو ملکي وګړي ددې پېښې قربانيان شول. دا پېښه د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې وه، چې د يوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې وشوه. راپورونه وايي، چې د قومي مشر جسد په کټ کې ايښى و، تر څو يې کليوال او دوستان وګوري. د مشر پر مړي ډېرى خلک راټول وو، چې يو دم په کې ځانمرګى بريد وشو. ددې بريد اکثره قربانيان په جنازه کې ګډون کوونکې وو. په دې خونړي بريد کې د لومړيو شمېرنو له مخې له ( ٢٥ ) زيات ملکي وګړي ووژل شول او ( ٣٠ ) زيات يې ټپيان شوې دي.
يوه عينې شاهد رسنيو ته ويلې دي، چې: ''بريد کوونکی د خلکو په منځ کې روان و، چې ناڅاپه يې ځان وچووه. بريد کوونکی د دور بابا د ولسوال له لوري وپېژندل شو، خو مخکې له دې چې ونيول شي، په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يې وچول. هرې خوا ته مړي او د انسانانو غړي پراته وو.''
په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژل کېدو کچه مخ پورته تللي ده. له کوچني اختر څو ورځې وړاندې په نيمروز او کندوز ولايتونو کې د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځانمرګي او بمي بريدونه وشول.
د روان (٢٠١٢) کال د اګست مياشتې ( ١٤) مه نېټه کيږي، د کندز ولايت په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د موټر سايکل په واسطه چاودنه وه، چې له امله يې ( ٢٢ ) تنه ملکي وګړي ووژل شول او له ( ٣٣) نه زيات يې ټپيان کړل او دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې روژه ماتې ته يوازې څو دقيقې پاتې وې او دا روژه ماتى يې په غم ولړلى شو او راروان کوچنى اختر يې هم د کورنيو په وير کې شو، ځکه د کورنيو غړي يې په وينو لمبېدلي وو او نه يې شول کولاى، چې د کوچني اختر خوشالۍ ولمانځي او هغه جامې او لباسونه يې هم پاتې شول، چې د اختر لپاره يې نوې اخيستي وو.
که چېرې يو افغان هم ژوندى وي، نو دا ډول کرغړنې او ناوړه پېښې به ورته د منلو او زغملو نه وي. همداشان د روژې مبارکې مياشتې په ( ٢٦ ) د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې، چې د ايران سره پر پوله نژدې پروت ولايت دى، درې ځانمرګي بريدونه د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په ځاى کې وشول، چې په دې بريدونو کې تر ( ١٣٤ ) زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او په دې بريدونو کې يې يو د ولايت مقام مخې ته او نور د بازار په منځ کې وو، چې ټول په کې هغه کسان قربانيان شول، چې د اختر په رارسېدو سره يې د خپلو کورنيو لپاره لباسونه او همدارنګه وچه مېوه، کلچې، مټيانې او نور خوراکي توکي اخيستل.
له روژې مبارکې مياشتې نه څو ورځې وړاندې په خوست ښار کې د ننه د ګڼو خلکو په منځ کې يوه ځانمرګي بريدګر ايساف سر تېرو ته ځان وروالوزاوه او په دې کې يې (٥٨) تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ورواړوله، چې په دې کې د يوې غريبې او بې وزلې کورنۍ شپږ کسان موجود وو او دې کورنۍ په داسې حال کې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل، چې دوى په کور کې د کفن او دفن پيسې هم نه لرلې او د خوست خلکو په همکارۍ او مرسته د دوى وژل شوې غړي خاورو ته وسپارل شول.
همدارنګه په خوست کې د يوه بل ځانمرګي بريدګر حمله وه، چې د صرپ موټر په واسطه يې تر سره کړه او په دې چاودنه کې هم زموږ د خويندو او ميندو لاسونه او پښې يوې او بلې خواته پراته وو او دومره څوک نه وو، چې پر هغې يو حجاب وغوړوي، تر څو يې پرده وشي. ددې تر څنګ څو کاله وړاندې په مندزيو ولسواليو کې د صرپ موټر په واسطه چاودنه رامنځته شوه، چې په هغې کې زيات د ښوونځي تنکي ځوانان ووژل شول. يو چا خبره کوله، چې کله چاودنه رامنځته شوه، نو په دې وخت کې د هغو کورنيو غړي، چې ماشومان يې په ښوونځي کې وو، د پېښې ځاى ته ځانونه رسول، تر څو د خپلو اولادونو درک ولګوي. دې سړي ويل، چې کله سيمه ته خلک راغلل، نو يوه سړي ناڅاپه نارې کړې، چې د خپل زوى يو لاس او خولۍ مې پيدا کړل او دا زما د زوى نښه ده. هغه سړي، چې د خپل زوى لاس او خولۍ يې پيدا کړې وو، نو همداسې يې د کور پر خوا منډې کړې او نارې يې وهلې، چې ما د خپل زوى نښه پيدا کړه.
د ناټو ځواکونو او وسله والو طالبانو لخوا په تېرو لسو کلونو کې په زرګونو داسې پېښې رامنځته شوې، چې سړى يې په يادولو ستړى کيږي او په دې پېښو کې سلګونو زره ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. موږ وايو، چې نړيوال بايد هڅه وکړي، تر څو په افغانستان کې نور د جنګ اور مړ کړي او پر ايرو يې هم د سولې يخې اوبه توى کړي، چې د بيا ځل لپاره په کې سپرغۍ پاتې نه وي او بيا د اور په لمبو بدلې نه شي.
موږ له افغان حکومت او وسله والو طالبانو نه غواړو، چې هر يو دې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې دا ډول اشخاص له منځه يوسي، چې ملکي افغانان وژني او دا نه ګوري، چې دا ښځه ده، بوډا دى او که ماشوم دى، خو يوازې او يوازې يې په بې رحمانه ډول وژني.