
دسمندرپه
غاړه دپسرلي دراتلو لومړنۍ ورځې ، په ځنګلونو دباران دورېدو شېبې او
دمارغانو چوڼهار، شپې ورځې ، دکلي دبڼونو دپاڼو غوړېدو رنګین ماښامونه او
همداسې دښکلا او فطرت درنګین کتاب ډېر بابونه واوښتل ، مخ په وړاندې لاړل ،
همداسې دې ورته ډېر انځورونه راته وړوکي او زه لوی شوی ، دزمانې دغه
رنګینه سوداګري لاهم روانه ده او داخیستو لپاره یې هر ناچله سیکه هم په دې
بازار کې وچلیده ؛ خو یوازې ته یې چې بیاهم
زما لپاره همغه دباران دشېبې په څېر خوږه او دشاعر دخوب په څېر ښکلې او
دشنه اسمان دپراخه او ناپایه فضا په څېر مې مخې ته له یو عالم ښکلا او
ښاغلی غرور سره ولاړه او په سترګو کې ویده یې ، همداسې ویده اوسه ، زه
هېڅکله سترګې نه غړوم چې ته راویښه شې او زما له سترګو بهر غزونې وکړې .
۲۰۱۲ سپټمبر ۴ – شپه