
پوليس چارواکي وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا
صوبې په سترښار پيښور کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه۱۴
کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل دي.
دسرچينو ترمخه دپيښور دمتنو يو مارکيټ
کې ولاړ گاډي کې چاؤدنه شوې ده، دچاؤدنې له امله دغه گاډى په مکمله
توگه تباه شوى دی. په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور بيلا بيلو روغتونونو ته رسول شوي چې
دغلته هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي او له دې امله دمړو شمير کې داضافې
انديښنه ده