
جبارخیل
مهتر لام با با ادبي ټولنې خپله شپږ اويايمه اونيزه غونډه دبورډ زيارت
تمځي تر شا په ( پي ،سي ، ايس ) كالج كې د ښاغلي عماد الدين دوران په مشرۍ
تر سره كړه ښاغلى محمد نور افريدى دځانګړي مېلمه په توګه ټاكل شوى و.
دوياندويي چارې نظير الحق قريشي تر سره كولې دتېرې اوونۍ ګزارش هم قريشي وړاندې كړ غونډه د قاري محمد اياز جانباز
لخوا د كلام پاك د مباركو اياتونو په تلاوت سر پېل شوه ورپسې د ګل اغا
ګلزاز غزل كره كتنې ته وړاندې شو چې ګډونوالو پرې ګټورې خبرې وكړې .
دغونډې په دويمه برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې دغو شاعرانو پكې برخه اخستې
وه . محمد نور افريدى، عمادالدين دوران،ګل اغا شهباز، مير عالم نويد ،ګل
اغا ګلزار، سميع الحق عليخېل ، محمد اياز جانباز،فضل الحق فردېسي ، حمزه
خاكسار ، ګل ولي پټان ، قاري محمد عمران ، نور الله عبدالرحيمزي ، اسد الله
حسيني ، رحيم الله سروري ، او نظير الحق قريشي .
دغونډې په دريمه
برخه كې د افغان ادبي بهير وياند عماد الدين دوران د غونډو د پراختيا لپاره
غوښتنه وكړه چې افغان ادبي بهير او مهتر لام باباادبي ټولنه دې په يو ځاى
كې غونډې تر سره كړي او يا دې د مهتر لام بابا ادبي ټولنه له منځه لاړه
شي چې د مهتر لام بابا ادبي ټولنې مسولينو يې غوښتنه په كلكه رد كړه .او
پاتې خبرې به د راروانې يكشنبې په ورځ په افغان ادبي بهير كې تر سره كېږي