
حافظه
حافظه
په ټوله کې په هغو فعاليتونو کې شامله ده
چې دياد ته سپارلو ، ساتلو ، په ياد راوړلو .... هېرېدنه او نور رانغاړي ، که څه هم دارواپوهنې په علم کې د پوهانو او متخصصينو په مينځ کې دحافظې په اړه کوم واحد تعريف نشته ، مثلا يو
زيات شمېر حافظه ديادولو له بڼو څخه يوه
ګڼي ، ځينې بيا حافظه ديادولو لاسته راوړنه او پايله ګڼي خو دموضوع
دوضاحت او لنډون لپاره کولى شو
دحافظې مفهوم په دې ډول تعريف کړو
:- حافظه له ياد ته سپارلو ، ساتلو ، او
دفرد په واسطه دتجربې دنوي تکرار څخه عبارت ده .
سپرلينګ (Sperling)
دحافظې
کار او دنده دکلماتو ،علامو ، او تجربو تر لاسه کول او حفظ
ګڼي کوم چې له هغو څخه دخبرتيا له مخې د افرادو له خوا حاصلېږي ، امريکايي ارواپوه ګارت (Garrett.Hanny Ednadr)
(١٨٩٤-١٩١٠) م د حافظې لپاره دڅلورو
ځانګړو اړخونو وړاندوينه کړې ده چې عبارت
دي له :
١ -پاملرنه چې د ترلاسه کولو او تحصيل
په نامه تعبير شوې .٢-حفظ .٣-يادول .٤- تشخيص .
ځينې بيا دحافظې لپاره پنځه اړخونه
يادوي چې عبارت دي له :-
١-ترلاسه کول (حاصلول)
٢-تشخيص
٣-يادونه
٤-نوى توليد
٥- اجرا
حافظه دشخصيت دواقعي او رواني
ژوند دډېرې عمده او ټاکونکې مشخصې ( نښې )
په توګه شمېرل کېږي
دحافظې ډولونه :
دا چې حافظه دژوند په مختلفو اړخونو کې دانسانانو په مختلفو فعاليتونه کې
دخيله ده ؛ نو په مختلفو بڼو سره هم را څرګندېږي .
دحافظې تصنيف ( ډلبندي ) په بېلا بېلو ډولونو
چې تر ټولو وړاندې دهغو فعاليتونو
په خصوصياتو کې چې په اوږدو کې يې عمليې ، ياد ته سپارل او تازه تکرار
صورت نيسي ، مطابقت لري .
ګارت (Garrett) په خپلو تاليفاتو کې دوه ډوله
حافظه تر بحث لاندې نيولې چې عبارت ده له
:-
١-ژبنۍ يا شفاهي حافظه ( Verbal) :- دهغه حافظې نه
عبارت ده چې داسمونو يادول ، حفظ ، دتکرار وړ بياني
تاريخونه او مفاهيم را نغاړي .
٢-عضلاتي حافظه :- عضلاتي
يا عملي حافظه له هغه حافظې نه
عبارت ده چې په ټوله کې دفرد له خوا
ديوه مخکيني زده شوي کار
طرز ، کار او روش ( طريقه ) په بر
کې نيسي .
مثلا موټرواني ، لمبا ، خياطي ، خطاطي ، ټايپسټي او نور
چې فرد وړاندې زده کړي او له څه
مودې تېرېدو وروسته کولى شي بيا هغه سر ته ورسوي .
په ځينو اثارو او تاليفاتو کې
بيا حافظه دځانګړو او بېلو ميعارونو
پر بنسټ په لاندې ډول ، ډول بندي کړې ده .
١- دشخصيت دفعال کېدو
له نظره :-
الف : ارادي
ب : هيجاني
ج : تصويري
د : لفظي او منطقي
٢-دفعاليت دموخې له نظره
:-
الف : ارادي حافظه
ب : غير ارادي حافظه
٣-په حافظه کې دياد او محکم ساتلو دمودې له نظره :-
الف : لنډمهاله حافظه
ب : اوږد مهاله حافظه
١- دشخصيت
دفعال کېدو له نظره :-
الف : حرکي حافظه : - دا حافظه دمختلفو حرکاتو او دهغو له
سيستمونو د ياد ته سپارلو ، حفظ او
نوي تکرار څخه عبارت ده .
ددې ډول حافظې اهميت په دې کې دى چې دمختلفو علمي مهارتونو دتشکيل بنسټ ږدي او ددې ترڅنګ په لاره دې تلو ، ليکلو او
دې ورته نور مهارتونه رانغاړي ، که چېرته دا حافظه نه وى نو موږ
مجبور وو څو هر عمل دهغو د تر سره کولو له مخې يو ځل بيا له سره زده کړو .
ب : هيجاني حافظه : - دا حافظه له هغه حافظې څخه عبارت ده چې
په احساس پورې اړه لري ، هيجاني حافظه د
هر فرد په ژوند او فعاليتونو کې خورا اهميت لري ځکه چې دا ډول حافظه موږ ته
له بهرنۍ نړۍ سره دمناسباتو دټينګولو د ډول ، اړيکو ، علايقو
او اړتياوو پوره کولو په برخه کې
معلومات يا خبرتيا راکوي ، له نورو سره دهمدردۍ
احساس ، دپېښو په وړاندې داتلانو او شخصيتونو داحساس درک ، له تېردو خاطرو
څخه د ډاډ او خونداخيستلو احساس ټول هغه څه دي چې دهيجاني حافظې په نښو کې راځي ، کو م چې فرد
يا دعمل اجرا او يا راګرځولو ته تحريکوي .
ج – تصويري حافظه :- لکه څرنګه چې يې له نوم نه معلومېږي دا حافظه دتصويرونو او طبيعي منظرو حافظه ده ،
دا ډول حافظه دانسانانو په ژوند کې مهم رول لوبوي ، چې دليدلو ، اورېدلو ، بويولو
، ذايقې ، او لمس د حافظې په بڼه ښکاره کېږي .
د – لفظي – منطقي
حافظه : - دغه حافظه د حرکي ، هيجاني او
تصويري حافظې په پرتله دانسان دځانګړې حافظې څخه شمېرل کېږي ځکه چې دارواپوهانو له
نظره ژبه او لفظي بيان دانساني افکارو په ترجمانۍ ( ژباړه ) کې ټاکونکى رول لوبوي ، نو بنا دانسان افکار
او دتفکر طرز ددې ډول حافظې مينځپاڼګه
جوړوي ، نو ويلى شو چې : دلفظي نښو دسيستم ياد ته سپارل او دهغو نوى ( تازه ) تکرار دلفظي – منطقي
حافظې په نامه يادېږي .
٢- دفعاليت دموخې له نظره دحافظې ډولونه : - لکه څرنګه مو چې
وړاندې يادونه وکړه له دې اړخه حافظه په
ارادي او غير ارادي حافظه باندې ويشل شوې ده .
الف : ارادي حافظه : دا حافظه
له هغه حافظې څخه عبارت ده چې
دانسان دهدفمنده فعاليتونو تابع وي ، مثلا ديوه ځانګړي درس دموخو ياد ته سپارل او تازه تکرار چې ديوه پلان شوي
پروګرام له مخې وي .
ب : غير ارادي حافظه : - ديوه مفهوم يا يو بل څه ياد ته سپارل او يا نوى تکرار بې له دې چې پلان شوې موخې په نظر کې
ونيول شي ؛ دغير ارادي حافظې په نامه
يادېږي ، مثلا دتصادفي واقعياتو او پېښو ياد ته سپارل او بيا تازه تکرار چې دانسانانو په ورځني ژوند کې مينځ ته راځي .
په حافظه کې دموادو دياد او محکم ساتلو دمودې له نظره دحافظې
ډولونه : -
له دې اړخه هم حافظه په دوو برخو وېشل شوې ده چې دلنډ مهالې او اوږد مهالې حافظې په نامه يادېږي
.
١- لڼدمهاله حافظه :
د ارواپوهنې په بېلا بېلو ، اکثره
کتابونو او اثارو کې دې حافظې ته له لنډمهالې سره د آني ، لحظه يي ، لومړۍ
، چټکې او بېړنۍ حافظې مترادف نومونه هم ذکر شوي دي ، له څرنګه چې پوهېږو حسي
حافظې دخبر رسولو لومړۍ مرحله ده ، ددې حافظې ځاى نا محدود دى ، په دې حافظه کې د حسي اطلاعاتو دقيقه نخسه
ذخيره کېږي خو ددې ذخيرې موده او وخت ډېر لنډ وي او له يوې ثانيې نه هم نه اوږدېږي .
وروسته له دې چې محرک حسي حافظې ته ورسېږي ، که چېرته
دپاملرنې دقت وړ وګرځي ، هغه خبر يا
اطلاع چې محرک راوړې
لنډ مهاله حافظې ته لېږدول کېږي .
په لنډمهاله حافظه کې
له يوې مرتبې نه وروسته مواد ديوه لڼد درک ، بېړني او نوي تکرار
سره دلنډې مودې لپاره چې اکثرا ٣٠
ثانيې وي ساتل کېږي ، دغه حافظه دفعالې حافظې په نامه هم يادېږي .
٢- اوږد مهاله حافظه : که چېرته هغه معلومات چې لنډمهاله حافظې
ته راځي تکرار نه شي په چټکۍ سره هېرېږي
خو که چېرته همدغه معلومات په کافي
اندازه تکرار او رمزګردان شي نو اوږد مهاله حافظې ته لېږدول کېږي ، له رمز
ګردان ( Encode) څخه مقصد دمعلوماتو په چوکاټ کې اچول او
شکل ورکول دي څو په اوږد مهاله حافظه کې وساتل شي ، دغه رمزونه به دليدلو ،
اورېدلو او ياهم دمانا په بنه وي ، ليدنيز
رمز ديوه ذهني تصوير پر بنسټ صورت نيسي ، چې له محرک نه مجسم کېږي ، دغږيز
رمز هغه ذهني تصوير دى چې له غږ څخه سرچينه اخلي او له مانيز رمز نه مطلب
او موخه داطلاع يا محرک د دواقعي حقيقت
قبلول دي .
په اوږد مهاله حافطه
کې دلنډ مهالې حافظې خلاف اطلاعات او مطالب په وروستي تحليل سره په مانيز رمز
بدلېږي ، څو په اوږد مهاله حافظه کې پاتې شي ، بايد ووايو په اوږد مهاله حافظه کې
اطلاعات په تصادفي بڼه نه بلکې تر يوه ځانګړي نظم او ترتيب لاندې زېرمه کېږي .
له بله اړخه له لڼدمهالې حافظې نه اوږد مهالې حافظې ته دمطالبو
لېږد يوازې په تکرار سره صورت نه نيسي ،بلکې دلته يو بل عامل هم ديادونې وړ دى چې
هغه په اوږد مهاله حافظه کې دتداعي مينځ ته راتلو له يوه ډول نه عبارت دى چې نوو
او مخکينو شته اطلاعاتو ترمينځ اړيکه ټينګوي ، په بل عبارت دنوو او زړو ( پخوانيو ) مطالبو ترمينځ بايد
يوه مانا لرونکې ډول يوه اړيکه رامينځ ته شي .
هېرېدنه ( Forgetting)
دتېرو پېښو او تجربو په يادولو کې
عارضي ناتواني ( عاجزي ) دهېرېدنې په نامه يادېږي ، دغه ناتواني په حقيقت کې
زموږ له اوږد مهاله حافظې څخه دا طلاعاتو
د بيا او نوي تکرار په برخه کې موجودې
ناتوانۍ ته اشاره ده .
ډېر داسې
اطلاعات او معلومات شته چې موږ فکر
کوو هېر کړي مو دي په داسې حال کې چې دا
بيا غالبا زموږ دفکر غوندې نه وي بلکې
واقعيت دادى چې اطلاع
وړاندې له دې چې له لنډ مهالې حافظې
نه اوږد مهالې حافظې ته ولېږدول شي له لنډ مهالې حافظې نه فرار کړى وي ،
کله چېرته فرض کړو چې اطلاعات زموږ
اوږدمهالې حافظې ته رسېدلي ولې دويم ځلي هېرشوي دي ، ددې علت چې ولې دغه هېرېدنه
رامينځ ته شوې ؟ په دې برخه کې دپوهانو دنظرياتو او د استدلال
طرزونه ( لارې ) سره مختلفې دي .
ډېرى پوهان
دهېرېدنې علت د اړتيا په وخت کې حفظ شوو اطلاعاتو ته نه لاس رسۍ ګڼي او وايي : له موږ څخه دمخکينيو اطلاعاتو دهېرېدلو اصلي علت له اوږد مهاله حافظې څخه د اطلاعاتو محوه کېدل ( لرې کېدل )
نه دي بلکې ځينې وختونه يو انسان په يوه ټکالي وخت کې ديوه مخکيني ياد شوي څېز په يادولو او بيا تکرار کې عاجز پاتې کېږي ، په داسې
حال کې چې امکان لري څه وخت وروسته يې
په بيا اونوي تکرار وتوانېږي ، په دې صورت کې له اوږد مهالې حافظې څخه دمطلب پيدا کول په کوم
لوى کتابتون کې ديوه کتاب پيدا کولو ته ورته
دي ، چې دغه ياد شوى کتاب په کتابتون کې موجود وي ولې موږ يې په همغه ټاکلي
شېبه کې په پيدا کولو نه توانېږو ، ؛ خو دپيدا کولو امکان يې موجود وي .
ارسطو Aristole(
٣٨٤-٣٢٢ م
ز ) په هېرېدنه کې دوخت تېرېدل تر ټولو موثر عامل بولي ، ددېه په نظر هېرېدل په
چارو کې دذهن دتدريجي نقصا تاثير دى ، ددې نظريې مطابق له بهرنۍ نړۍ سره دشخص د چلند په پايله کې له شيانو څخه
زموږ په ذهن يو تاثر پرېوځي او دوخت په
تېرېدو سره ډېرې چارې راڅخه هېرېږي ، همدغه نظريه دالماني ارواپوه ابهينکوس (Ebbiughaus-١٩٠٩-١٨٥٠م
) له خوا هم
تايد شوې ده ، دغه عالم په ( ١٨٨٥) م کال
کې دهغه ازمايښت په ضمن کې چې د حافظې په اړه يې ترسره کړ ؛ دې حقيقت ته ځير شو چې هېرېدل له يوې
ټاکلې طرحې څخه پيروي کړي ، په دې مفهوم چې دهېرېدلو چټکتيا ( سرعت ) موضوع له يادولو وروسته په لومړيو کې
تېزه خو وروسته سستېږي ، ياني په لومړيو کې زيات او وروسته يو څه کم په
تدريجي ډول صورت نيسي ، له همدې نظره په هېرېدنه کې زمان ( وخت ) يو خوار له
موثرو عواملو څخه دى .
يو شمېر
نور ارواپوهان بيا دنوو چارو دخالت ( Interfeevence) چې دپخوانيو ځاى نيسي ؛ دهېرېدلو
اصلي علت ګڼي مثلا که چېرته يو فرد د ( الف ) مطلب ياد کړي او ور پسې زر د ( ب )
مطلب په يادولو لاس پورې کړي نو پايله به
يې دومره ثمر لرونکې نه وي نظر هغه ته چې د (الف ) مطلب په يوه ټکالي وخت او ډاډمن ډول ياد کړي .
ياني په
لومړيو کې ممکن د ( ب ) مطلب له ( الف )
مطلب سره ګډ يا غلط شي او ددواړو مطالبو
ديادولو په وړتيا کې کموالى راشي .
په داسې
حال کې چې په دوهم حالت کې فرد په ازاد ډول يو ازې د (الف ) موضوع د ( ب ) موضوع
له دخالت پرته يادوي او معمولا د هېرولو
اندازه په دويم مورد کې نسبت اول ته ( حالت ) ته کمه وي .
دې نظريې
ته په کتو حافظې ته دسپارلو او مطلب
ديادولو په برخه کې اوله بله اړخه دهېرولو سره په اړيکه کې دوه ډوله
مداخلې تر مطالعې لاندې نيول کېږي چې
عبارت دي له :
١- دمخکينۍ
يادونې مخل ( Retroactiveinhibition)
:-ددې څخه دمداخلې هغه ډول مداخله مطلب ده چې دمخکينۍ يادونې يا په بل عبارت حافظې
ته دوروستيو حقايقو سپارل له مخکينۍ يادونې سره مداخله کوي او دمخکې زده شوي مطلب دهېرېدلو سبب ګرځي .
٢-دوروستۍ يادونې مخل ( Proactiveinhibition) :-په دې ډول مداخله کې بيا دلومړني
خلاف دمخکينۍ يادونې مخل ( مداخله ) دوروستۍ يادونې دممانعت سبب ګرځي ، مثلا تاسې
يوې مېلمستيا ته بلل شوي ياست دمجلس په
پيل کې دمېلمستيا دځينو ګډونو والو له نامه سره اشنا کېږى ، دمجلس په جريان کې
ځينې نور مېلمانه م مېلمستون ته را
داخلېږي اوس دلومړيو او وروستيو نومونو تداخل
ستاسې په ذهن کې دلومړيو مېلمنو
دځينو نومونو دهېرېدو سبب ګرځي ،
دا ډول مداخله دوروستۍ يادونې يا يادښت دمخل په نوم يادېږي .
دروان پلټنې
په مفهوم کې بيا شړل يا په بل عبارت د
خاطراتو سرکوبول هم دهېرېدنې يو سبب کڼل کېږي چې دې ډول هېرېدنې ته غالبا هيجاني
هېرېدنه وايي ، دا ډول هېرېدنه اکثره
دناوړه پېښو او پرهغو پورې دتړلو
چارو په سبب مينځ ته راځي .[1]،[2]،[3]
-روانشناسي تربيتي –
تاليف داکتر علي شريعتمداري ، سال (١٣٦٩) تهران – ص – ( ٣٤٧) پانزدهم [1]
-روانشناسي عمومي –
کتاب درسي موسيسات تحصلات عالي .[2]
-روانشناسي پرورشي –تاليف
داکتر علي اکبرسيف (١٣٧٠ هـ ش ) ص
(٢٨٨-٢٩٣) – ايران پانزدهم [3]