
د غوربند اوسېدونکي د جنګسالارو ملېشو، طالبانو او محلي اربکيانو په غرضي سياليو کې له ډېرې بدې سره مخ دي.
د روژې مياشتې له پيل راهيسې په غوربند کې50 تنه د وسله والو له لوري په بېلا بېلو پېښو کې ترور شوي دي.
هغه ميرمن چې دوه مياشتې وړاندې په غوربند کې ووژل شوه، هم دوه ډلو طالبانو او هم اربکيانو پرې جنسي تېري کړي و. د هغه ميرمنې د وژنې په دښمنۍ کې تراوسه لس طالبان وژل شوي او بدي لا روانه ده.
د غوربند طالبان په دولتي امنيتي دستګاه کې د ځينو حاکمانو د ناوړه سلوک او شخصي دښمنۍ پالنې محصول دي. د غوربند درېيو ولسواليو، سرخ پارسا، شينوارو او سياګرد اوسېدونکو ته د شمالي ټلوالې قوماندانانو له خوا د طالبانو د ملاتړ سزا ورکول کېږي.
د غوربند غره ييزه جغرافيه او شاوخوا امنيتي کمربندونه د وسله والو هغه چانسونه کموي، چې په غوربند کې خپل وسله والو فعاليتونه پراخه کړي.
خو په غوربند کې د وسله والو طالبانو سربېره د شمالي ټلوالې او حزب اسلامي ترمنځ شخړو او د ځينو حکومتي چارواکو ترمنځ رقابتونو د غوربند امنيتي حالت دومره ترينګلى کړی دی، چې ددې سيمې حالات اوس د ایډیالوژیکو او افراطي تمایلاتو په تناسب ډېرد سیاسی عکس العمل د بدۍ په بريد ولاړ دي.
سر لوڅى ګرځېدل، سګريټ څښل، موسيقي اورېدل، لنډې جامې او د ښځو په زده کړې بنديز په يادو ولسواليو کې د طالباني نظام د شپې د فرمانونو برخه جوړوي. د يادو ولسواليو د خلکو په وينا حکومت تر اوسه د ژغورنې غږ ندى پورته کړى.
مياشت وړاندې د پروان چارواکو په غوربند يو لښکر ور وخوځاوه چې په جګړه کې د ګڼو امنيتي کسانو په ګډون د والي نږدې خپلوانو لکه دده زوم او ورور ته هم زيان ورسېد.
په امنيتي ارګانونو او حکومت کې ځينې کرکټرونه له تېرو لسو کلونو راهيسې له غوربند سره يو اړخيز چلند کوي. ځينې له دغو چارواکو خپل اتيا سلنه وخت پدې لګوي چې په غوربند کې خپل نفوذ وساتي. د غوربند خلک وايي، له دوى څخه د سميه ييزو قوماندانانو له خوا د طالبانو دهغه وخت د جګړو غچ اخستل کيږي چې په شمالي ډنډ کې يې له نظار شورا سره کړې وې، خو غوربنديان نه طالبان دي او نه يې طالبانو ته پنا ورکړې ده.
د سياګرد يو کليوال قاري صبور محور ته ويلي:((د سياګرد امنيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دى، د شپې له لوري دلته په بشپړه توګه طالباني نظام واکمن دى، په شبپاڼو کې طالبان خلکو ته ګواښ کوي که د حکومت له ملاتړ لاس وانخلي وبه يې وژني، خو د ورځې حکومت يوازې د اربکيانو په استبداد کې نغښتى.))
د ثور مياشتې په سرکې د ملا عطاالله طالبانو غوربنديان وګواښل چې که د نجونو ښوونځي ونه تړي نودوى به ښځينه ښوونکې ووژني، خو وروسته سميه ييزو خلکو د طالبانو له مشرتابه ددغو ښوونځيو د برخليک په اړه خبرې وکړې او ښوونځي پرانستي پاتې شول.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازې ذکيه سنګين هم مني، چې په غوربند کې ملکي خدمتونه په ټپه ولاړ دي:((مخالفين د غوربند له غره ييز موقيعت څخه په ګټې اخيستو په غوربند کې تخريبي فعاليتونه کوي،حکومت هم د غوربند امنيت ته جدي پام نه کوي.))
اغلې سنګين وايي که څه هم له اختر وړاندې سيمه ييز حکومت په غوربند کې چاڼيزعمليات پيل کړل، خو حالت په بشپړ ډول ندى ښه شوى.
غوربندیان ادعا کوي، چې يو شمېر ډلو ته پخپله د کورنیو چارو وزارت امکانات ورکوي او په غوربند کې یې په مرموز ډول جنګوي.تر ډېره اربکیانو وضعیت ترینګلى کړى.
د غوربند د امنيت رښتينى داستان له هغه وروسته رسنيو رسوا کړ، چې وسله والو طالبانو پکې يوه ښځه د زنا په تورد يوې صحرايي محکمې په حکم ووژله.
وروستي راپورونه وايي، دې ميرمنې د ځايي طالبانو له يو غړي زمري سره واده کړى و، خو دا چې زمرى په بد اخلاقۍ تورن و، نو ښځې ورسره واده ته زړه نه ښه کاوه.
د پلارکور ته بېرته د ګرځېدو پرمهال دغه ميرمن د اربکيانو له خوا ونيول شوه اوپه چاريکارو کې يې يوه اونۍ له ځان سره په بند کې ساتلې وه نجلۍ په تحقيقاتو کې ويلي و، چې اربکيانو پرې جنسي تېرى کړى دى.
د اربکيانو له لوري له خوشې کولو وروسته د طالبانو يوې ډلې دغه ميرمن د پلار له کوره وتښتوله او يوه اونۍ له هغوى سره په بند کې وه چې دوى هم په نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى کړى.
وروسته په سيمه کې دويمه ډله طالبان د لومړۍ هغې په مقابل کې راپورته شول او موضوع په جګړه واوښته. له دواړو لوريو د ښځې له وژلو راهيسې تراوسه په نوموړې سيمه کې لس کسان وژل شوي او دابدي لا دوام لري.
د غوربند اوسېدونکو اندېښنه ښوولې چې که په پروان او غوربند کې د چارواکو د ګوښه کولو او تبديلۍ په اړه ژر اقدام ونه شي، او د سيمې په وضعيت کې ښکېل غرضي لاسونه لنډ نکړي دغه سيمه به د شمالي لارې، کابل او باميانو د سقوط سبب شي.