پر سلما بند  د ايران- پاکستان تخريبي بريدونه

 
له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا د سلما بند توربينونه په کراچۍ کې بند دي. د سلما بند د مشينرۍ په بندولو کې پاکستان له ايران سره لاس يو کړى اود يو پټ تړون له مخې يې پرېکړه کړې، چې پاکستان به په افغانستان کې د ټولو هغو پروژو مخنيوى کوي، چې تر دې وړاندې يې ګټه ايران ته رسېده او ايران به هم د ټولو هغو پروژو جدي مخالفت کوي، چې تر ننه يې ګټه پاکستان ترلاسه کړې.
د هرات يو امنيتي چارواکي محور ته ويلي، ايران په دوه ګروپونو کې لسګونه وسله وال ياغيان ګومارلي چې ددغه بند پروژه تخريب کړي.
((د هريرود سيند يوه برخه اوبه ترکمنستان ته اوړي، نو پدې وروستيو کې ترکمنستان هم د سلما بند پروژې مخنيوي لپاره پټې هڅې پيل کړي.))
ايران او پاکستان د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې او تر دې وړاندې هم د ټولو هغو پروژو تخريب لپاره پټ فعاليتونه ترسره کړي دي، چې د افغانستان اوبه دوراني کوي. پدې کې د برېښنا لويې تاسيس کېدونکې پروژې او د اوبو هغه بندونه شامل دي، چې د ذخيرو بڼه لري. تر ډېره حده د افغانستان کرنيز او اوبه خور سيستم له دې کبله کاواکه دى، چې د افغانستان اوبه ايران او پاکستان ته ځي.
ايران او پاکستان له دې اړخه سخت اندېښمن دي چې که افغانستان يو پياوړى مرکزي دولت ولري ددغو اوبو د مهار کولو او په افغانستان کې دننه د دوراني کولو لپاره به نوې لارې چارې غوره شي.
يادو اهدافو ته د رسېدو لپاره د ګاونډيو وروستۍ هڅه داده چې پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهيسې له ايران سره د يو تړون له مخې د سلما بند توربينونه په کراچۍ بندر کې بند کړي دي.
وابکاس هندي کمپنۍ  دغه مشينري له هند څخه د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته راوړل، خو پاکستان يې نه پرېږدي.
هند وړاندې هڅه کړې وه، چې ياده مشينري د ايران د چاه بهار يا بندرآباد له لارې افغانستان ته راوړي او د همدې کار لپاره يې له ايران سره د چاه بهار بندر په جوړېدو کې هم له سلو ميليونو ډالرو ډېره مرسته وکړه، خو ايران سلما بند ته ستراتيژيک ارزښت ورکوي او نه پرېږدي چې کارونه يې پرمخ ولاړ شي.
په هرات کې سيمه ييز خبريالان وايي، له هماغې ورځې چې هندي کمپنۍ  د سلما پروژې قراداد ګټلى، ګاونډي ايران د هرات په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو په نوم دوه ګروپونه راپورته کړي.
وخت ناوخت د يادو دوه ګروپونو له لسګونو وسله والو سره د پوليسو په نښتو کې له وسله والو نيول شوې وسلې ثابتې شوې، چې د ايران ساخت دي.
په هرات کې ازاد خبريال عبدالستار الکوزى وايي:(( د سلما بند په اړه زموږ وروستي معلومات ښيي چې ګاونډي د يادې پروژې د مخنيوي جدي هڅې کوي، خو د امنيتي ځواکونود مداخلې له امله اوس تر ډېره د سلما بند شاوخوا امنيتي حالت ښه شوى دى، خو د بودجې کموالى د سلما بند پروژه نوره هم ځنډولى شي.))
وروستي راپورونه وايي، د سلما بند شاوخوا سيمو په نا امنۍ کې له ګاونډيو سربېره ترکمنستان هم دخيل دى، د هريرود يوه برخه اوبه ترکمنستان ته هم اوړي، ځکه خو د سلما بند ابادېدل ترکمنستان هم د ځان لپاره اقتصادي خطر بولي.  
د هرات د امنيتي چارواکو په وينا هندي کمپنۍ ته تر قراداد ورکولو وروسته تر اوسه د سلما بند په شاوخوا سيمو کې تر دېرشو ډېر وسله وال د امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. همدا تېره اونۍ سلما بند ته نږدې يو وسله وال ووژل شو او يو بل يې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.
سلما بند پروژې کارونه اوس په ټکه ولاړ دي او وابکاس کمپنۍ هم وروسته له هغې کارونه وځنډول چې کارکوونکي يې د وسله والو تر مستقيمو بريدونو لاندې راغلل.
د شنونکو په وينا له هرات سره د ايران دوه نږدې پراته ښاورنه له همدې اوبو خړوبېږي او له زراعتي برخې يې نيولې تر برېښنايي کوټونو پورې يې ټول پرې ودان دي، نو نه غواړي چې دا لويه ګټه له لاسه ورکړي او مخالفت ته دوام ورکوي.
سلما بند کولاى شي 500 ميليون متر مکعب اوبه ذخيره کړي او د کرنې د برخې کارپوهانو په وينا سلما بند کولاى شي 70000 هکټاره ځمکه خړوبه کړي، ٤٢ ميګا واټه برېښنا توليد کړي او د جوړېدو په چارو کې به يې سلګونو کسانو ته د کار زمينه مساعده شي.