د ملي امنيت عمومي رييس د سياسي جوړجاړي او غاښ چيچي ښکار

ارين احمدزی
ځينې وختونه د افغان دولت کړنې هم ډيرې عجیبې غریبې وي. موږ به چې ماشومان و يو به پکې قومندان شو نور به پکې سرتيري او لاندې خلک به شو اويو خيالي حکومت به مو جوړ کړ، دې حکومت به مو هم څو ورځې دوام کاوو او هرڅوک به په خپل ځای و. خو د کرزي صيب حکومت داسې عجيب غريب دی، له نن څخه څو مياشت وړاندې يې فرمان صادر کړ، پکې له فساد سره په مبارزه، جديت، اهليت، قانوني کړو وړو ټينګار شوی و، خو دا هر څه تر ويلو وروسته په يخ ليکل او لمر ته کيښودلو ته ورته کار و.نه پوهيږم چې زموږ ولسمشر په څه ډول ناروغي اخته دی چې يوازې ۲۴ ساعته هم په خپل تصميم نه شي دريدای.که هرڅه وي الله دې ورته شفا کامله ورکړي، ځکه د ده دا ناروغي د هيواد لپاره ډيره خطرناکه ده، تل يو څه وايي او کوي بل څه.....
ولسمشر چې کله هم د کابینې دوه وزيران د ولسي جرګې د تصميم په ترڅ کې بې واکه شول، وويل چې دی ددې جرګې پريکړې ته درناوی لري، او ډير ژر به نوي وزيران ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو په موخه ور وپيژني، تيره ورځ بلکه ان دا څو ورځې آوازې وې چې محمدي به د دفاع وزير د نوماند په توګه، مجتبی پتنګ به د کورنیو چارو د نوماند وزير په توګه  ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي همداسې وشول، بې واکه شوی محمدي هم بيرته ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو په موخه ور پيژندل کيږي او دا ځلې به که خدای کول د هیواد د دفاع وزير وي.( وزير صيب مبارک)
خو په دې نوملړ کې تر ټولو عجيبه خبره خو یې داوه چې یوازنی اهل سړی ښاغلی رحمت الله نبيل هم قرباني شو او اوس ويل کيږي چې دی هم د ملي امنيت له عمومي رياست څخه لرې شوی  او په ځای یې د سرحدونو او قبايلو چارو اوسنی وزير اسدالله خالد ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو په موخه ور پيژندل کيږي. هرڅه چې وي او ولسمشر چې هرڅه کوي، کولای شي ځکه دا يوه لسیزه چې ده له ملت سره څه کړي چا يې...........لنډ کړ چې اوس به د نيبل په لرې کولو سره  ده ته څوک ټنده تريوه کړي.
نبيل هغه څوک دی چې د ده تر راتګ وروسته ملي امنیت له ټلوالې خلاص شو، له قومي، ژبني، سمتي، حزبي کړو وړو او ضديتونو خلاصو شو او ريښتيا ملي شو، فعاليتونه یې دومره پراخ شول چې په کابل او ولايتونو کې یې د ډيرو بريدونو مخنيوی وکړ او ډير ګواښونه یې له منځه يو وړل، نوموړی د ولسمشر د ځانګړي ګارد د مسول په توګه ډير کلونه کار کړی او يو پياوړی امنيتي کس و، د دې ترڅنګ بل ښه توب یې دا وو چې په تيره دريو لسيزو کې ېې په هيواد کې په چورچپاول، پاټکونو او ټلوالو کې ژوند نه و کړی، ډير ښه وځليد او تل به یې نوم ژوندی وي. خو موږ حيران خپل ولسمشر ته يو چې تر کله به دی يوازې څو کليشه ايي څيرې، اسدالله خالد، بسم الله محمدي، رحيم وردګ، اسماعيل خان او................ نور له يو ځایه بل ځای ته ولي او له بل ځایه بل ځای ته، ولې د يو کس د کاري قدر کولو په ځای هغه له دندې لرې کيږي، تيره شپه يو ځای کې روان ووم د ولسي جرګې د نيږد ډيرو استازو موټران د پارلماني چارو کوم ځای و په څلورمه کارته سره را ټول و او زه ډاډه ووم چې هلته به خامخا معاملې روانې وې او کيدای شي ډالرې هم پکې ويشل شوي وي، ما داسې خيال وکړ که زموږ ولسي جرګه د شپي هم کوم کاري شپټ لري او ځينې استازي پکې کار کوي ځکه هيواد مو ډير وران شوی دی بايد ډير کار ورته وشي او کيدای شي دوی هم له چين څخه الهام اخيستی وي، وايي په چين کې په لومړيو کلونو کې پنځوس کاله بيخ چا رخصتي نه وه کړې او هر چا کار کاوو، خو وروسته پوه شوم چې نه داسې نه ده بلکه ډالرې دي، معاملې دي، محمدي او خالد ته کمپاين روان دی.
کاشکې دوستانو ماسره کمره وای چې انځوريز مې درښودلي وای يو بل دوست مې هم د موټر په سيټ کې لاس و واهه چې ګوندې کمره ورسره وي خو افسوس چې طالع يې بيدارې وې او کمره نه وه. خو هرڅه چې وو توره شپه وه او د ملت په سر معاملې روانې وې، د ولسي جرګې ښځينه استازې هم دومره پيسو ته ژمنې دي چې يوه ته رايه ورکوي له دریو پيسې اخلي، له دوی خو هسې هم ګيله نه ده په کار، ځينې نور بيا چې ډيری یې د کميسونونو مشران دي له خصوصي شرکتونو او نورو سره په معاملو بوخت دي او تل چې کله بې خرڅه شي يو خصوصي شرکت را ټينګ کړي او خپل جيب خرڅ ترې واخلي. چې په دې اړه هم ډيرو خبرو ته اړتیا ده او د ولسي جرګې په کميسونونو بايد ځانته خبرې وشي، تر ډيره د دې کميسونونو مشران پخواني قومندانان، کميشنکاران، مافيا او د ځمکو غاصبين دي.
خو زه چې څومره ګورم نه به په کونړ بريدونه بند شي، او نه به هم د رحمت الله نبيل په څير سپيڅلي کسان په واک کې پاتې شي، بس که نن دی که سبا دی دا وطن د بسم الله دی، که هرڅومره نبيل ريښتونولي وکړي، بيا به هم اسدالله خالد راځي او کيدای شي ده ته په کمپاين کې ولسمشرۍ ماڼۍ او يا هم د حکومت په خوښه جوړ شوي پارلماني ګروپونه لاس ولري، او دا ځای دې نښه وي چې بسم الله محمدي او اسدالله خالد به رایې ګټي له پتنګه نه يم خبر چې وبه کولای شي کنه.
مګر اوس به تر ټولو ښه چانس ولسي جرګې ته وي، ترڅو دوی د ملت د استازو په توګه داسې يو تصميم ونيسي چې له مخې یې محمدي له وزارته خلاص شي او ښاغلی نبيل هم په خپل ځای پاتې شي، هغه داسې چې کله پتنګ کورنيو چارو وزارت ته دوی ته باور رایې د تر لاسه کولو په موخه ورشي که دوی ريښتوني افغانان وي دوی بايد ورته رايه ورکړي او سرپرست صيب په ځای خوشې کړي او رايه ورنکړي ترڅو دی د دفاع وزير شي( زه چندان ډاډه نه يم چې محمدي دې ناکام نه شي ځکه خواخوږي يې ډير دي او د بې واکه کيدو په وخت کې یې هم ۹۲ رایې خپلې کړې وې يانې د ځان کړې یې وې، خو بخت ياري ونکړه او ډۍ شو، خو دا ځلې به لس اته راېې په ډالرو هم اخلي او زه له اوسه ورته مبارکي او د مور شيده شه وايم).
استازي بايد د نبيل په اړه خپل افغانيت وښيي او اجازه ورنکړي چې نبيل د سياسي او يا هم کوم بل جوړجاړي ښکار شي. نور خدای پوه شه او د ملت استازي چې څه کوي، نن خو یې غبرګون جدي و او توضيحات یې وغوښتل خو هيله من يم چې نبيل بدل نه شي او په ځای یې هم څوک را نه شي ځکه په کابل ښار کې د تورو لسکسيسو موټرو دا دريدا چې د ولسي جرګې استازي پکې سپاره وي د هيواد لپاره ښه شاګوم يا شګون نه لري،يوې خواته هيواد له ګڼو امنيتي او استخباراتي ګواښونو سره مخ دی او بلې خواته د ملي امنيت د رييس لرې کول به دا هرڅه يو په دوه کړي. د ښاغلي رحمت الله نبيل شتون ته سخته اړتیا ده او په دې برخه کې ځان تيرونه به له ملت، افغان، افغانستان سره جفا وي، که دا جفا ولسمشر کوي خو استازي دا مکلفيت لري چې دې جفاوو ته نور تسلمي نه شي، زه د نبيل صيب په اړه ډير څه د ويلو لپاره لرم خو نه یې وايم او وي دې ځکه تاريخ تر ټولو ښه قاضي دی او د ده نوم به تر ډيره ژوندی پاتې شي او تاريخ به یې په کړو وړو و وياړي.