لویه جرګه کې د بلخ والي عطامحمد نور ته د ځانګړي امتیاز له امله د نورو واليانو نیم ساعت اعتراض وکړ.

     په دودیزه لویه جرګه کې د بلخ والي عطامحمد نور ته د ځانګړي امتیاز له امله د نورو ولایتونو والیانو نیم ساعت اعتراض وکړ. دا اعتراض د دې له امله  و چې د نورو ولایتونو والیان تر سختې تلاشي وروسته د لویې جرګې خیمې ته دننه شوي دي شوه خو د بلخ والي عطا محمد نور له کومې تلاشي پرته د هغې ځانګړې دروازې له لارې چې وزیرانو او بهرنیو میلمنو ته ځانګړې شوه وه د لویې جرګې تالار ته راوستل شو.