غزل


یوه ښکلې ورځ به پیل شي ، یو لمر بېرته راستون شو د ډېرې مـــــــــــــودې تللـــــی مرور بېرته راستون شو
پاچا مو ســــوبه راوړه خو په ښار کــــــــې لا ماتم دی
دده له جنازې سره لښکـــــــــــر بېرته راســـــتون شو

راوړی مو ایمان و په کتاب دهــــــــــــــــــغو ســـــترګو
خو ماتې مو وعدې کړې ، پیغمــــبر بېرته راستون شو
ټول عمـر مې دې دښـــــــت کې دیو چا لارې څارلې
اخر مې خپلــــــو ســـــترګو ته نظر بېرته راستون شو
هغه سحـــــــر مې یاد دی چـــــــــــې له ما روانېدلې
ستا زړه کې رحم نه و ، خو سحـــر بېرته راستون شو
شـــــنوپاڼو دچنار ستا دتصـــــــــــویر جامې اغوستې
ته نه وې خو په کلـــــــــي مازدیګر بېرته راستون شو

۲۰۱۲ اګست ۲۷

\"\"