جګړه چا پيل کړې؟


اېمل افغان


څه باندې څلور لسيزې را په ديخوا په افغانستان کې يوه خونړۍ او نه ختميدونکې جګړه روانه ده،چې زموږ مظلوم هيوادوال په دغه ناوړه جګړه کې د اور د لمبو ښکار او څوک په يو نامه او بل نامه وژل کيږي چې د وژنې، جګړې او هيواد ورانولو په نتيجه کې بيا دغه وران کارې ډلې د همدې خاورې اصلي مالکان او قهرمانان هم شول په دې مانا چې دوی له هرچا په دغه خاوره کې ډېر جنایت وکړو.
که خپل تاریخ او مشرانو ته يو ځغلنده نظر وکړو نو څرګنده به شي،چې موږ د تل لپاره د نورو په لمسون خپل هيواد وران کړی او په جګړه کې ښکيل خلک پاتې شوي يو خو د جګړې او ميدان له ګټلو وروسته بیا هر ليډر دغه ناچاره ملت ته په ښه سترګه نه دي کتلي او نه هم خپل هيواد ته وفادار پاتې شوي. يوازې او يوازې يې خپلې ګټې په پام کې نيولي نو همدا علت دی چې نړيوال نن په افغانستان کې سرې سترګې ګرځي او خلکو ته د دروغو ژمنې ورکوي او وايي چې موږ به تاسي ته سوله او امنیت راولو حال دا چې دوی خپله د افغان ولس په وژلو کې لوی لاس لري.
څومره چې ما په دا دولسو کلونو کې څيړنه وکړه او خپل مشران او ترڅنګ يې نړيوال ما وڅيړل نو زه فکر نه کوم او نه مې دا هيله شته چې دا خلک به افغانستان ته وفادار وي. ځکه دلته عدالت نشته، فساد خپل اخيري پړاونه وهي، وزيرمې هم غل ثابت شو، بانک مې ما په خپله لوټ کړو، ښوونځي دا لس کاله کيږي چې د پښتنو په سيمه کې په بمونو ورانوم، انجينران وژنم، ژورناليستان حلالوم ، سوداګرو مې د توکونرخونه پورته يوړل، د سر سړي مې هره ورځ وژل کيږي نو نظام به راته څوک جوړوي، بهرني دوستان مې هغه کړنې را سره ترسره کوي چې له افغانيت نه يوه لرې خبره ده.
خوکه افغان مشران او ترڅنګ يې د دوی په اصطلاح بهرني دوستان وغواړي چې په دغه خاوره کې يوه سالمه او په کار پوه اداره رامنځ ته کړي نو زه دا تاسو ته ویلی شم چې طالب جان به هم خپله وسله په ځمکه ايښې وي او رهبر به مې هم د افغان ولس قوانینو ته نور غاړه ايښې وي او يوه داسې تګلاره به يې رامنځ ته کړې وي چې هغه په هيواد کې هرې ډلې او هر مذهب ته به د منلو وړ وي.
خو زه وايم او ويلي مې هم دي دلته نه افغان مشران او نه بهرنیان غواړي چې سوله رامنځ ته شي ځکه د سولې په راتلو سره د بهرنیانو لاسونه هم له دې خاورې د خپلو جنايتونو په وړاندې غوڅيږي او افغان مشران خپلې ګټې هم په خطر کې ويني هغه ګټې چې دوی له رواه او نارواه لارې نن لاس ته راوړي نو د سولې او امنيت په راوستو سره به بيا دا ګټې يوازې د دوی شخصي جیبونو ته نه ځي بلکې په هغو کې به ورسره بيا نور هيوادوال هم شريک وي.
دواک خاوندانو او په هيواد کې رښتينو افغانانو راځی چې نور دې ناچاره ملت ته په پوره اخلاص کار وکړو،ځوانانو ته د زده کړې چانس په لاس ورکړو همدغه ځوانان دي چې د هيواد له دښمنانو سره يې نن د نورو په لمسون لاس يو کړی او اوږه په اوږه ورسره ولاړ خلک دي چې کله مې ښوونځی سوزوي او کله مې ځوانان له ښوونځي څخه منع کوي او هم د دوي پرسپينو مخونو تيزاب شيندي که موږ په خپلو کې سره جوړ شو نو زه فکر نه کوم چې د دښمنانو لپاره به د دې چانس په لاس ورشي چې هغوی په داسې ناوړه کړنو لاس پورې کړي خو موږ افغانان يې په خپلو کې سره بې اتفاقه کړي يو دوي خپلې ميلې او چړچې کوي.