
څورلسم څپرکى
ادارک (Perecption)
ادراک يوه عربي کلمه ده چې دپيداکولو ،
رسېدلو ، مخه کولو او پوهېدلو په ماناګانو تعبير او مانا شوې ده ، دارواپوهنې په اصطلاح کې ادراک له هغه نړۍ نه خبرتيا او معلوماتو ته ويل کېږي کومې چې
موږ رانغاړلي يا احاطه کړي يو، په بل عبارت په ذهن کې دواقعيت غبرګون ته
دهغه په ټولو صفاتو سره ادراک ويل کېږي .
ډېر بيا
له بهرنيو پېښو او شيانو څخه زموږ مستقيمه پېژندنه ادراک ګڼي ، د ادراک بنسټ عصبي
او حسي جريانات تشکيلوي ، ادراک
معمولا له پاملرنې ( توجه ) څخه وروسته صورت نيسي ، دا ضرور نه ده چې تل دې له پاملرنې وروسته
ادراک واقع شي ، دبېلګې په توګه : ممکن ديوې الوتکې غږ زموږ پاملرنه ځانته
ور واړوي او موږ يې د ليدلو لپاره
شايد ځير شو ليکن دالوتکې په ليدلو به ونه توانېږو .
کولى شو ادراک
درفتار او تجربې او هم دهغو
مکانېزمونو له نظره چې په هغو کې کارېدلي ؛ ترمطالعې لاندې ونيسو ، خو
په دې بايد يقين ولرو چې دژوندي
ارګانېزم نيوونکې دستګاه په ادراک کې مهمه برخه لري ، اکثره و خت په ادراک ته په هغه حس نسبت ورکوي چې ادراک په هغه حس پورې تړلى
دى ، مثلا دليدلو ادراک ، د بويولو ادراک ، دڅکلو او اورېدلو ادراک
يا نور ...
علامې
او نښې زموږ د ادراک په جريان کې
زياته ونډه لري ، لکه څنګه چې وويل شول حسي تحريک داعصابو په سلسله کې زيات موثر
وي او په ذهن کې له ځانه يو اثر پرېږدي .
کله چې حسي ادراک سره
لاس ورکوي نو دتېروخت درک شوي اثار هم را بېدارېږي ، موږ دحال له وضعې څخه خبرېږو ، خو بايد دا
ومنو چې تېره تجربه په دغه خبرداري کې موثره ده ، دبېلګې په توګه که وپوښتل شي چې
دخپل غايب دوست په اړه څه ووايو نو ؛ دلته دتېر يا پخواني ادراک اثار چې دمخکينيو
تجربو په پايله کې يې دخپل غايب دوست دخصوصياتو
په اړه پر ذهن کې لرو ، يو ځل بيا
تازه بيدارېږي .
يا يو داسې غږ چې زموږ دمسافر دوست له غږ سره
ورته وي
دهغه ياد دويم ځلي موږ ته را تازه کوي
، څه چې درک کوو ممکن هغه ښه او ياهم ښه نه وي چې دا موضوع غالبا د ادراک په انفعالي حالت دلالت کوي ، مثلا هغه بوى چې حس کوو يې امکان لري زموږ د
خوښۍ سبب شي يا ددې برعکس شايد زموږ حلات دناخوښۍ پر لور بوځي ، ځور او
تکليف راکړي ، چې دغه موضوع د ادراک دنښو
د انفعالي کېدو پر ځانګړتيا دلالت کوي .
له پېړيو پېړيو راهيسې څرګندېږي چې زموږ په ادراک کې حسي اخيستونکې رمزي
نښې او انفعالي عوامل دټاکونکو په توګه شمېرل کېږي اما دلومړينو تجربو سازمان بندي او هغه
زمينې چې د ادراک موضوع په هغو کې ځاى لري هم دپاملرنې وړ دي .
د ادراک
اثبات : - هر څومره چې دچارپېريال ، دشيانو اړوند
محرکات دهغو دوړاندې کېدو شرايطو ته په
پام سره تغير مومي اما شيان داندازې ، بڼې
او رنګ له نظره تقريبا يو ډول درک کېږي ، دغه موضوع په حقيقت کې د ادراک دثبات
تر قانون لاندې مطالعه کېږي ، د ادراک له ثبات
نه موخه د انسان طبيعي تمايل دى چې ځينې شيان همېشه ثابت او په يوه ډول درک کړي ، په داسې حال کې چې دهغو تاثير بيا زموږ په حواسو باندې يو ډول نه وي .
مثلا زموږ يو ملګرى له خپل اوسني جسامت ( وجود ) سره زموږ نه رخصت اخلي که چېرته له زياتې فاصلې وهلو نه وروسته هغه ته وګورو ، هغه مونږ
ته کوچنى ښکاري ولې مونږ هغه کوچنى نه ګڼو او وايو چې شخص همغه شخص دى خو زموږ له نظره يو څه لرې شوى ، هغه
تصوير چې دده له جسامت نه زموږ سترګو ته
منعکس کېږي کوچنى ليدل کېږي .
يوه بله بېلګه : که چېرته د ډبرو سکارو په يوه ټوټه دومره رڼا واچوو چې دانعکاس پر
مهال له رڼا سره برابره شي او زموږ په وړاندې
په سپينه بڼه منعکسېږي ، په دې صورت کې که
دادراک په اړه بهرني تاثيرات
دقضاوت معيار وګرځوو د ډبرو دسکارو دغه ټوټه بايد په نظر سپينه راشي
، په داسې حال کې چې سپينه نه ده بلکې بياهم توره ليدل کېږي .
پر ادارک موثر عوامل
١- په
ادراک کې دمتن تاثير : - هغه کلي وضعيت چې
ددرک وړ
يو څېر يا ادراک شوى په هغو
کې قرار نيسي
دمتن په نامه يادېږي ، دګشتالت په
ارواپوهنه کې ددې واقعيت په مصداق کې له
بڼې او زمينې څخه نوم اخيستل کېږي ، په دې مفهوم چې زمينه هغه صحنه ده
چې په هغو کې بڼه ښکاره کېږي ، يا په بل عبارت د ادراکي حوزې هغه برخه چې په ښه ډول سازمان شوې او د شخص پاملرنه هم ځانته جلب کړي د بڼې
( شکل ) په نامه يادېږي او د ادراکي
حوزې مبهمه او نا متمايزه برخه چې بڼه
په هغو کې قرار لري زمينه بلل
کېږي ، دشکل او زمينې دزده کړې ارزښت په دې کې دى چې ديادولو موضوع ( ددرک وړ ) له زمينې څخه چې په هغو
کې قرار په غښتلي او قوي ډول وځلېږي او په ښه توګه زده شي .
( ٥ ) شکل
په دې چوکاټ کې دوه مخونه مخامخ راځي چې پزې يې سره لګي |
دشکل او زمينې ښودنه
٢- پر ادراک دتېرو تجربې تاثير : - لکه څرنګه چې تېرې تجربې په ژوند کې له خورا اهميت څخه برخمنې دي ، همداسې زموږ په ادراکاتو کې هم دچارپېريال له نړۍ څخه پوره او خوار لوړ اهميت ورکول کېږي ، هغه وخت چې يو څه درک کوو او هغه مانا چې ورڅخه موږ ته پيدا کېږي په دې پورې تړلې چې پخوايې څه ډول اثر زموږ په ذهن کې په ځاى پرېښى دى ؟ څه ډول ادراک شوى ؟ او زموږ غبرګون دهغو په نسبت څه دى ؟ دبېلګې په توګه هغه فعلي درک چې مونږ يې له مڼې څخه لرو ممکن دجسمي او ذهني ودې په مختلفو مرحلو کې زموږ لپاره ميسر شوى وي ، مخکې له دې چې مڼه مو دخوړو ديوې مېوې په توګه درک کړې وي ، ممکن دلوبو ديوې وسيلې په توګه راکړل شوې وي ، همدا رانګه دماشومتوب په لومړيو کې ممکن اصلي او مصنوعي مڼه هم زموږ لپاره يو شان ښکاره شي ولې دژوند په تېرېدو او دعمر په اوج سره موږ مڼه ديوې ګتورې او باکيفيته ميوې په توګه پېژنو ، دهغې ټولې ښېګڼې درک کوو او دنورو مېوو د ډولونو په اړه تر جېح ورکوو چې دغه موضوع دشيانو او حقايقو په ادراک کې زمونم دپخوانيو تجرپو موثريت څرګندوي .
٣- په ادراک دمخکينۍ اماده کۍ تاثير : - لکه څرنګه چې پوهېږو دمخکينۍ اماده کۍ يا تيارۍ موضوع په هر فعاليت کې هغه که ذهني وي يا جسمي دموخې دتر لاسه کولو او دخپلې خوښې مقصد د لاسته راوړلو لپاره له موثريت نه خالي نه وي [1]دشيانو او حقايقو د ادراک دموضوع په اړه هم بايد ووايو چې دشخص اماده ګي دلته هم موثريت لري ، دبېلګې په توګه هغه شخص چې له پوره اماده ګۍ سره دموضوع ديادولو لپاره موضوع ته ځيرشي نو دغه موضوع دهغه کس په نسبت چې دموضوع ديادولو لپاره ماده ګي نه لري په ښه ډول درک کولى شي .
دستورو پژندونکي ( ستور مزلي ) هغه عالم چې له پوره او ځانګړې اماده ګۍ سره اسمان ته ګوري ، کولى شي ګڼ شمېر ستوري يا سياري مشاهده کړي په داسې حال کې چې نور بيا له دغه مشاهدې څخه عاجز وي .
د ادراک ډولونه
دمغزي سلولونو دفعل او انفعالاتو هغه برخه چې د اړونده اعصابو تاثيرات زموږ حواسو ته ورکوي ددراکه ( درک کېدونکو ) اعمالو په نامه يادېږي ، دبېلګې په توګه کيفيات ، غږونه ، کلمات ، مفاهيم ، مطالب او نور ... [2]
زموږ حسي اخسيتونکي په حقيقت کې هغه دروازې دي چې له لارې يې مونږ بهرنى عالم پېژنو او غالبا چې ددغه دروازو له مهمو څخه يې دباصري ( ليدلو ) حس په ګوته کولى شو ، ويل کېږي چې نابينايان په خپل ورځني ژوند کې يوازې د اورېدلو له لارې د بويولو ، لمس کولو ، څکلو او همدا راز د چارپېريال دنړۍ ديخنۍ او ګرمۍ احساس کولى شي .
په ټوله کې انسان دخپلې حسي او ذهني مدرکه قوې له لارې دمطالبو په پېژندنه او درک کې مرتبا استفاده کوي ، حسي او ذهني مرکه قوه دادراک په تقسيم بندۍ کې خورا مهم رول لوبوي .
مونږ به د ادراک دکلاسيکې تقسيم بندۍ دتوضېح لپاره يادونه وکړو چې عبارت ده له :
دليدلو ادراک ، داورېدلو ادراک ، دڅکلو ادراک ، دبويولو ادراک او دلمس کولو ادراک ، درواني تکوين يا جوړښت او دشخصيت دانفرادي خصوصياتو له نظره ادراک په هيجاني ادراک ، دشخصيت مرام (موخه ) دتفکر ډول او دې ته ورته نورو ډولونو وېشل شوى .
په دې وروستيو کې د ادراک دموضوع په نظر کې نيولو سره ادراک په لاندې ډول تقسيم بندي کوي :
دمکان ادراک ، دزمان ادراک ، درنګ ادراک ، دکميت ادراک ، دبڼو ( شکلونو ) ادراک او داسې نور ... با يد يادونه وکړو چې زموږ په ادراکي سيستم کې حسي او ذهني عناصر خوار مهم رول لري چې دشيانو او حقايقو په ادراک کې له موږ سره ياري کوي ، که څه هم د ادراک دټولو ډولونو تحليل او تجزيه يو ستونزمن کار دى ، دموضوع دعلاقه مندانو او ګرانو لوستونکو لپاره به د ادراک ځينې عمده ډولونه په لنډون سره تر مطالعې لاندې ونيسو .
1- دليدلو ادارک : کولى شو ليدل له څو بېلا بېلو اړخونو څخه تر مطالعې او څېړنې لاندې ونيسو ، مثلا دفريک يو عالم ددې سره مينه او علاقه لري چې دنور محرک څه ډول تجزيه کړي ، يو نقاش غواړي چې دخپل ليد دوړتيا او داندازې له مخې دهنر او رسامۍ له نظره انځور ګري ، څو رنګونه او دشيانو اړيکې په ښه ډول او ښکلې بڼه تر نظر راشي .
فزيولو ژيستان او داعصابو متخصصين غواړي په دې پوه شي چې دنور فزيولوژيک تاثيرات څه دي او څه ډول له سترګو نه تر مغز پورې رسېږي ، همداسې ارواپوهان له دې سره علاقه لري پوه شي چې خپله ليدل څه دي ؟
زموږ سترګې دهغو څپو ( نوري څپو ) په وړاندې حساسې وي چې د ( ٤٠٠-٧٠٠) ملي مکرون پورې طول ولري ، په دې مفهوم چې که چېرته دنور دڅپو اوږد والى له دې ساحې نه ووځي ؛ دليدلو وړتيا يا په بل عبارت موږ دهغو دبصري ادراک قدرت نه لرو .
کله چې له منشور څخه دلمر وړانګې تېرې شي نو ماتېږي ، اوږدې څپې کمې او لنډې څېې په زياته اندازه ماتېږي ، بايد ووايو چې مکرون دمتر يو ميليونمه برخه برخه ده .
٢- داورېدلو ادراک : - زموږ په وجود کې هغه دستګاه چې موږ ته له غږونو څخه خبر راکوي داورېدلو دحس يا غوږ ( دغږ دادراک وسيله ) په نامه يادېږي ، دغږ سرچينه په هوا کې څپې توليدوي ، دغه څپې دغوږ په پرده لګېږي او يو شمېر ميکانيکي فعاليتونه په لاره اچوي ، دغه خوځښتونه زموږ دحسي اخيستونکو په مټ مغز ته لېږدول کېږي او په نتيجه کې اورېدل صورت نيسي .
دتجربو له مخې ثابته شوې ده چې زموږ غوږونه داسې جوړ شوي چې يوازې هغه غږونه چې د ٢٠ نه نيولې تر (٢٠،٠٠٠) سيکل پور په ثانيه کې لړزه لري ، درک کړي ، په دې مفهوم چې که چېرته د لړزې سرعت ( چټکتيا) په يوه ثانيه کې له (٢٠) سيکل نه کمه او يا هم له (٢٠،٠٠٠) سيکل نه زياته وي نو موږ ته ديوه غږ په حيث ددرک قابليت نه لري خو ددې دوو اندازو تر مينځ په حداکثر او حد اقل ( کمه او زياته اندازه ) په مختلفو بڼو ياني په لوړ او کمزورې بڼه د اورېدو وړ وي .
مونږ دخپلې غږيزې دستګا له لارې مختلف غږونه اورو، درک کوو يې او يوله بله يې تشخيص کړلى شو، حيوانات دغږ له غږ له يو بل بېلولى شو، همدا شان انسانان هم دغږ له لارې پېژنو او بېلوو .
هر کله چې دغږ سرعت له (٢٠) سيکل نه په ثانيه کې کم وي نوانسان يې د اورېدو قابليت نه لري ، کله چې دغږ دغه سرعت په ثانيه کې ( ٢٠) ته ورسېږي نو په ډېر خف ډول اورېدل کېږي ، کله چې (٢٠) زرو ته ورسېږي نو ډېر په شديد ډول ادارک کېږي ، په دې ساحه کې د اورېدلو ادراک ( ٢٠-٢٠٠٠٠) لړزه لري چې دونې دپاڼې له نرم خوځښت نيولې د تندر او برېښنا ( الماسک ) تر اوچت غږ پورې وي .
٣- دبساوايي ادراک ( دلامسې يو ډول ) : دا ادراک دهغه ادراک يو ډول دى کوم چې دلامسې ( څکلو ) حس له لارې صورت نيسي ، دا حس هغه حس دى چې غالبا په ټولو جانداره ( ژونديو ) موجوداتو کې موجود وي ، او له بلې خوا دژوندي موجود په ټولو حسي او لمسي برخو کې دغه حس د ادارک وړ وي ، ياني د ګرمۍ ، يخنۍ ، لوندوالي ، وچوالي ، سختۍ ، نرمۍ او نورو .... لکه دروند والى ، سپک والى پېژني او هم يې سره بېلوي .
٤-دڅکلو ادراک : - دمزې او له خوراکي توکو نه دخوند اخيستلو ادراک اکثرا دذايقې دحس اړوندېږي چې غالبا دڅکلو دحس په نامه يادېږي ، بايد يادونه وشي چې له خوارکي توکو دمزې او خوند اخيستلو په برخه کې نه يوازې د ذايقې بلکې نور حسونه په ځانګړي ډول دبويولو حس هم خورا مهم رول لوبوي خو داچې له خوراکي توکو څخه دمزې او خونداخيستلو دتشخيص په اړه د ذايقې حس د کوم فزيولوژيکي ميخانيکيت درلودونکى دى ، دلته ورڅخه تېرېږو ولې بايد ووايو اصلي مزه چې د ذايقې حس په مختلفو برخو کې تشخيص کېږي څلور برخې دي چې عبارت دي له :
١-شورى .٢-ترشي .٣- شريني ، ٤-تريخ ، نور خوندونه بيا ددې اصلي خوندونو له ترکيب څخه مينځ ته راځي ، ددې لپاره چې دخوارکي توکو مزه مو په ښه ډول درک کړل شي ؛ بايددژوولو وسيله او مړۍ په خوله کې دخولې داوبو ( لاړو ) په واسطه پوره حل شي ، ځکه چې زموږ حسي اخيستونکي دژبې په ښکتنۍ برخه کې قرار لري ، بايد ورسره يوازې حل شوي مواد اړيکه پيدا کړي او د خوراکي موادو دخوند دادراک سبب شي .
٥-دبويولودرک : - دبويولو ادراک هم په ورځني ژوند کې په انسانانو او حيواناتو کې ديادولو وړ حس دى ، دمختلفو بويونو ادراک دژوند په هره شېبه کې دنتفس له نظره زمونږ لپاره دځانګړي اهميت څخه برخمن دى ، ښه بويونه تل زموږ دروحي او رواني خوښۍ او ارامۍ سبب ګرځي خو له بدو بويو نو څخه تل زموږ نفرت او کرکه راپارېږي .
په ارواپوهنه کې غالبا له غذايي موادو څخه خوند اخيستنه دبويولو په حس پورې اړه لري ، په دې مفهوم چې که چېرته د خوړو بوى دفرد لپاره خوږ او ښه وي نو دهغو په اړه مثبت رول لوبوي او برعکس که چېرته يې بوى ښه ورباندې ونه لګېږي ؛ نو ورڅخه کرکه لري .
په افرادو کې دبوى زر او وروسته حس کولو په اړه هم تفاوتونه موجود دي ، اکثره يې دځينو بويونو په وړاندې زيات حساس وي ، خو ځينې يې بيا په اړه بې تفاوته وي ، ددې ترڅنګ دفرد لپاره يو ډول بوى په تکرار ي او يونواخت ډول دبوى او شي په اړه دفرد حساسيت دعادي بڼې په لور بيايي .
څېړونکو دلومړنيو اصلي بويونو په اړه ډېرې هڅې او کوښښونه کړي ، ولې بيا هم يوه واحد نظر او هو کړې ته نه دي رسېدلي ، پوهان په دې عقيده دي چې په اصل کې بويونه څلور دي چې عبارت دي له :
١- معطر ( مشک )
٢-ترش ( سرکه يي )
٣-سوى ( دسوې قهوې غوندې )
٤-کاپريليک ( دچربيو دبوى غوندې )
ښه بويونه دانسانانو په ورځني ژوند کې له مختلفو اړخونو مثبت تاثير لري مثلا دخوراکي موادو په اشتها کې دخوراکي توکو بوى ، همدا شان ددواګانو په اخيستلو کې ددوا ځانګړى بوى او نور مواد چې د انسانانو په ټولنيز او فردي ژوند کې خورا مهم رول لري .
په پايله کې بايد ووايو چې دحيواناتو په ځانګړي ډول دانسانانو په ادراکي فعاليتونو کې حسي اخيستونکي او ذهني مدرکه قوه په پوره يوالي سره عمل کوي ، زموږ په ادراکونو کې داعصابو سيستم ديوه مرکزي واحد په توګه په کار لوېږي .
دادرا ک تېروتنې :
په ارواپوهنه کې له مختلفو ادراکي تېروتنو څخه يادونه شوې چې بايد له نظره ونه ايستل شي ، لکه څرنګه چې پوهېږو انسان يو عاجز او کمزورى بنده دى ، دشيانو او حقايقو په اړه د خپلو ترلاس لاندې محدودو او فطري وسايلو څخه کار اخلي خو بيا هم په کلي توګه له تېروتنو څخه خلاص نه وي ، په حقيقت کې دپېښو او واقعيتونو په وړاندې زموږ دذهني تصور او حسي اخيستنې نه تطبيق د ادراک دتېروتنې په نامه يادېږي ، ياپه بل عبارت ددرک دقوې او دشي دفزيکې اندازې ترمينځ موجود انحراف دادراک دتېروتنې په نامه يادېږي ، بايد چې ادراک له خيال سره ګډ نه کړو ، که څه هم دادراک تېروتنه او وهم له يوه اړخه يو ګډ سبب لري ولې دا چې ددواړو سرچينه دواقعيت په درک کې دوړتيا نشتون دى خوله ځينو اړخونو يو له بل سره اختلا ف لري مثلا مونږ ټول په عادي ژوند کې دادراک له تېروتنو سره مخ کېږو په داسې حال چې وهم بيا په عادي افرادو کې په ډېره کمه اندازه ليدل کېږي په وهم کې دادراک په سيستم کې دبهرنيو محرکاتو ګډوډۍ هېڅ رول نه لري ، دادراک په تېروتنه کې يو ټاکلى وضعيت هم کولى شو په ټولو افرادو کې يو ډول تېروتنه رامينځ ته کړي په داسې حال کې چې وهمونه ممکن په مختلفو اشخاصو کې يو ډول نه وي .
لکه څرنګه چې اشاره وشوه دادراک تېروتنې مختلف ډولونه لري خو مونږ يې په ځينو په ډېر لنډون سره روښانتيا واچوو ، چې عبارت دي له :-
١- دمولر تېروتنه – لاير ( Liusion Muller-Lyer):- دمولر – لاير تېروتنه چې د نولتينګ (Noeltimg.G) په مرسته په ثبوت ورسېده په حقيقت کې يوه هندسي تېروتنه ده چې په هغو کې دوه مساوي کرښې ددوى په موقعيت او بڼه کې دتغير په پام کې نيولوسره نا برابرې ليدل کېږي ، په شکل کې [3]A له B کرښې سره مساوي ده خو زموږ په نظر د A کرښه نسبت B ته اوږده ليدل کېږي .

(٧) شکل ، دمولر – لاير له تېروتنې څخه يوه بېلګه
په همدې بڼه که چېرته نور هندسي شکلونه هم دځاى په تغير او يا دځينو برخو په تغير سره مشاهده کړو سره ددې چې مساوي وي خو ظاهرا سره نا مساوي ليدل کېږي ، دا تېروتنې دځانګړو ادراکي تېروتنو په لړ کې د مولر- لاير دتېروتنو په نامه يادېږي .
٢-دحرکت ليدلو تېروتنه :- ځينې وخت داسې هم واقع کېږي چې موږ ثابت شيان خوځنده او يا ددې برعکس ووينو دادراک دې ډول تېروتنې ته دحرکت ( خوځښت ) تېروتنه وايي .[4] ديوه روزنيز سينمايي فلم په ليدلو کې شيان دحرکت په حال کې وينو په داسې حال کې چې حقيقت داسې نه دى ، په دې مفهوم چې په دحرکت په حال کې شيان په حقيقت کې دثابتو تصويرونو يوه سلسله ده چې دچټکۍ عکاسۍ پر مهال په يوه زماني مقطع کې دعکاسۍ وړ صحنې څخه په لاس راغلي او موږ يې اوس دحرکت په حال کې وينو ، هغه څه چې دسينما په پرده واقع کېږي ، داسې دي چې يو حايل ( فاصله ) يوه شېبه رڼا پرې کوي په همدې شېبه کې بل تصوير چې له اول نه توپير لري نور اچونې په وړاندې قرار لري حايل پورته ځي او دې پردې پر مخ نوى تصوير اچول کېږي .
لکه څرنګه چې دغه عمل په زياته چټکۍ سره سر ته رسېږي نوموږ دنور پرې کېدنه نه شو حس کولى او له بله اړخه همداسې په چټکۍ سره هم يو تصوير دبل تصوير ځاى نيسي ، دلته ده چې موږ ثابت شيان په متحرک ډول درک کوو .
٣- دمور – تېروتنه (DEMOOR illusion-kinesthesioluede) :- د دمور تېروتنه داده چې ديوې مادې څخه دوه جوړ شوي جسمونه چې مساوي وزن خو متفاوت حجم لري ؛ يو له هغو چې دحجم له نظره کوچنى ښکاري دروند احساسېږي ، مثلا هر څومره چې يو شى دجسامت له نظره لوى وي نو موږ ورڅخه دزيات درانه تمه لرو خو په عمل کې يوه تېروتنه صورت نيسي په دې مفهوم چې که دوه جسمونه له يوې ټاکلې مادې څخه په مساوي وزن جوړ شي اما اندازې يې ( حجم ) سره مختلفې وي نو ددواړو دپرتلنې يا ددواړو دبېلونې لپاره هغه چې وړوکى وي مونږ ته په نظر دروند راځي چې دادراک دې ډول تېروتنې ته د دمور – تېروتنه ويل کېږي .
٤- عمودي تېروتنه ( illusionde laveticle) : که چېرته د دوو کرښو اوږدوالى يو له بل سره مساوي وي ، او يو ورڅخه په عمودي ډول په دوو برخو وويشو په دې صورت کې هغه عمودي کرښه چې خپله ملګرې کرښه په دوو برخو ويشي زموږ تر نظره اوږده راځي ، د ادراک دغه تېروتنه عمودي تېروتنه ګڼي .[5]
په دې تېروتنه کې چې هر څومره دويش ځاى دکرښې مينځ ته نږدې وي ، په همغه اندازه دادراک تېروتنه زياته وي ، همدا راز په يوه عمودي سطحه کې ، مايله کرښه له عمودي کرښې نه تر نظر لوړه راځي .
هر کله که وپوښتل شي چې د (A , B) او (C,D) په کرښو کې به کوم يو اوږد وي ، دخپل بصري ليد پر بنسټ به زر ووايو چې د (C , D ) عمودي کرښه له (( A , B نه اوږده ده ، په داسې حال چې دا ځواب سم نه دى او ددې لپاره بايد ووايو چې دواړه سره مساوي دي ځکه چې که چېرته خط کش را واخلو او يادې شوې کرښې اندازه کړو نو هره يوه به (6,4 cm) اوږد والى ولري .[6][7][8]

(٩) شکل ، دعمودي تېروتنې بېلګه
- انسان شناسي نظري – ډاکتر شهر يار بهاري – سال ( ١٣٦٦) – ص ١٥٨ ايران [1]
-روانشناسي عمومي – پوهنتون کابل – ص (١٣٣) [2]
-روانشناسي کودک – ترجمه دکتر زينت ( توفيق ) – چاپ (١٣٦٨) – ص ( ٢٤) هـ ش تهران .[3]
- اصول روانشناسي – نرمان – مان – ترجمه محمود صناعي – ص ( ٢٩٨) – تهران (١٣٧٠) هـ ش [4]
-رهنماس عملي – روانشناسي تجربي – ترجمه – دکتر حمزه ګنجي – سال ( ١٣٦٨) ص (١٨١) تهران [5]
-اصول رونشناسي – اثر نرمان – ل _ ترجمه محمودساعتچي – ايران – چاپ (١٣٦٣) هـ ش – ص (٣٩٩) جلد [6]
-روانشناسي پرورشي – تاليف دکتر علي اکبرشعيه – سال (١٣٧٠) ه ش ص (٢٨٦ ايران [7]
-روانشناسي از ديدګاه غزالي و دانشمندان اسلامي – دفتر دوم- چاپ (١٣٦٧) هـ ش –ص (١٨٩) نګارش – دکتر سيدمحمدباقر حجتي ، ايران [8]