
له تېرو دوو مياشتو څخه د ملي شورا دواړو جرګو (مشرانو او ولسي) غړو په هېواد کې پر روان امنيتي وضعې تشويش ښکاره کړی او دا يې يو نه مننونکې بللی، په همدې موخه يې د هېواد کورنيو او دفاع چارو وزيران استیضاح او له هغه وروسته يې ورڅخه د اعتماد رايې واخيستې، د اعتماد رايو اخيستو يواځینې موخه که څه هم په هېواد کې د روان امنيتی وضعې د کنټرول څخه وتل بلل کېده، خو داسې هم ګونګوسۍ موجودې وې، چې د ملي شورا او په ځانګړي ډول د ولسي جرګې يو شمېر غړي د وزیرانو سره په معاملې لګيا دي، خو د ملي شورا د غړو تشویشونه له تېرو دوو هفتو څخه زور اخيستی او په هر مطبوعاتي ناستو کې پرې خپل تشويش څرګند کړی، د دوی څرګندونې که څه هم پرځای دی، خو سوال دلته پيدا کېږي، چې آیا دوی تر اوسه په هېواد د امنيتې وضعې د جوړېدو په موخه کومه طرحه وړاندې کړې؟ او يا مو هم په خپله شوراء کې لاندېنيو ټکو په شتون غور کړی؟
ولسي او مشرانو جرګې د کاري دورې په پيل کې د ټولو رسنيو په مخ د پاک قران په سر لاسونه کېښول او لوړه يې وکړه، چې په خپل کاري دوره کې به د هېواد له ټولو ګټو، اسلام، دين او خاورې ته به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. خو د وخت په تېرو مو څه وليدل، وکيلانو څه وکړل او څه غواړي؟
(۱): د ملي شورا غړو د قسم په کولو سره د ټولو هېوادولو سره ژمنه وکړه، چې دوی به همېشه د خپلو ګټو څخه د ملي ګټو په خاطر تېرېږي، اسلام، دين، خاورې او ولس ته به خدمت کوي، خو داسې معلومېږی، چې دوی تر اوسه په خپلو ګټو بوخت د ي، دوی دې د رسنيو له لارې هېوادوالو ته وښايي چې دوی اسلام، دين، وطن او خاورې ته څومره خدمت کړی.
(۲): د ولسي جرګې او مشرانو جرګو غړو د کاري دورې په پيل کې له ټولو هېوادوالو سره ژمنه وکړه، چې دوی به د اداري فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کوي او پدې لار کې به کوښښ وکړي چې په هېواد کې د اداري فساد مخه ونيسي، خو دوی تر اوسه څومره د اداري فساد په مخنيوي کې ګړندي ګامونه اخيستي؟دوی تر اوسه د اداري فساد د مخنيوي لپاره د اداري فساد سره د مبارزې له ادارې مرسته او کومک کړی؟ خو په ولسي جرګه کې داسې اشخاص شته، چې پخوا به يې اداري فساد کې لاس هم نه درلود، مګر نن د نورو وکيلانو په ليدو کې اداري فساد کښيل شوي.
(۳): د ملي شورا غړو د کاري دورې په پيل کې ژمنه وکړه، چې د ټولو هغه پروژو څخه به وخت پر وخت ليدنې کوي، چې بنسټيزې وي او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې بنسټيزې پروژې په خراب کيفيت جوړې کړي، خو د وخت په تېرو يې وکیلانو دوه درې شرکتونه جوړل کړل، او ټولې هغه پروژې چې په ولاياتو او مرکز کې دي په انحصار کې ونيولې او په وزیرانو، معينانو، واليانو او رئيسانو يې فشارونه راوستل ترڅو پروژې د دوی شرکتونه ته ورکړي، چې نن ټولې پلې شوې پروژې بې کيفيته دي.
(۴): د تحصلي بورسونه په بېوزلو او مستحقيو کورنيو ويشلو ژمنې وشوې، خو وروسته داسې ثبوتونه پيدا شول، چې دوی ټول تحيصلي بورسونه که هغه د بهرنيو هېوادونو، سفارتونو او د هېواد له لوړو زده کړو وزارت څخه ترلاسه کوي په پيسو خرڅوي او پرځای د دی چې يو بې وزله او مستحقه کورنۍ يې ترلاسه کړي په پيسو خرڅېږي.
(۵): د ملي شورا غړو ژمنه کړې وه، چې دوی به په هېواد کې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمېسيون سره لاسنيوی کوی، هغه څوک چې لياقت لري مقررېږي به او هغه څوک لياقت نه لري له دندو به ګوښه شي