
د تېرې مياشتې په 5 نېټه (۱۳۹۱-۵-۵) ولسمشر حامدکرزي ۴۵مه ګڼه فرمان صادر کړو، پدې فرمان کې هرې ادارې ته وظايف ورکول شوي، هره اداره مکلفه شوې، چې کوم کوم کارونه وکړي او څنګه خپل کارونه منظم کړي، چې لوی ټکي يې د اداري فساد سره مبارزه، په ادارو کې سمون، د هېوادوالو خدمت او کار اهل کار ته سپارل دي،
خو داسې معلومېږي، چې د ولسمشر فرمان یوازې په واورې ليکل شوی او لمر ته پروت دی، اوس هم د کمکي اختر په رخصتيو تللي مامورين تراوسه ۵۰ سلنه ندي پوره شوي، په مرکز او ولاياتو کې زيات شمېر مامورين دندو ته نه دي حاضر شوي، يا هم په دوبۍ او يا هم نورو ملکونو کې دي، که نن سروی وشي، څرګنده به شي، چې ۵۰ سلنه ادارې د خلکو په مخ ځکه تړل شوي وې چې هغوئ کې مسوولين نه وي موجود د ولایاتو او ولسواليو مسولين په مرکز کې د مشرانو په خدمت کې دي او د مرکز يو شمېر چارواکي بيا په دوبۍ او نورو ملکونو کې دي.
نه تر اوسه وزير، معين، رئیس او نورو خپل موقف، صلاحيت او مسوليت پيژندلی او نه هم د خپل موقف څخه په ګټه اخيستنې پوهېږي، دا چې والي په يو ولايت کې د ولسمشر نماينده وي، بايد ټول هغه صلاحيت ولري، چې اساسي قانون ولسمشر ته ورکړي وي او بيا يې ولسمشر د خپل نماينده په صفت دې ته سپارلې وي، تېره اونۍ د بغلان والي له بي بي سره په مرکه کې په خپل وظفې او صلاحيت خواشينې څرګنده کړې، دی وايي زه حتی د يو خورد ظابط د نيولو او ليرې کولو صلاحيت نه لري، والي په خپله مرکه کې چې له بي بي (دري) سره يې کړې ډېره خواشينې څرګنده کړې، چې دا د يو نماينده په صفت هېڅ صلاحيت نه لري.
که په ادارو کې داسې حالات روان وي، چې ندې مسوولين پرځای وي، نه دې مشران د کشران کارونه خلاصوي او ندې د کوم عام سړی د مشرانو سره په اونيو اونيو لیدلی شي د ۴۵ ګڼه فرمان ګټه به څه وي؟