د طالب پر ضد پاڅون انتخاب نه دی، بلکې اړتيا ده

دوه کاله پخوا په شينوارو کې، يو څو مياشتې وړاندې په غزني کې، وروسته له هغې په لغمان، جلريز، پکتيا، بادغيس، نورستان او تېره اوونۍ د هلمند په ژېړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو په ضد پاڅونونه وشول او دا دي د افغانستان په نورو برخو کې ورو- ورو د طالبانو په وړاندې کرکه را برسېرنه او په ضد يې خلک راولاړېږي . که څه هم چې دغه پاڅونونه ډېر وروسته يا ناوخته  پيل شول، خو همدا پيل يې هم له ناپوهۍ، ظلم، ناراو او د ګاونډيانو له يرغل څخه د خپلواکۍ په لوري يو بنسټيز او ټاکونکی ګام ګڼل کېږي .
 
د افغان ولس دغه پاڅونونه ان د طالبانو په لمړۍ واکمنۍ کې نه يوازې دا چې د ټولنې د سمې لارښوونې، سياسي، نظامي، اقتصادي او علمي پرمختګ او ټيکاو لپاره يوه اړتيا وه، بلکې ورسره د ولس طبعي رښته (حق) هم وه . دغه پاڅونونو د هغه متل مانا په زباد ورسوله چې د نن کار بايد سبا ته پاتې نه شي . که دا پاڅونونه (12) کاله پخوا شوي وای، نن به امريکا په افغانستان تاړاک نه وای جوړ کړی، که 5 کاله پخوا شوي وای، يو ريښتينی مقاومت به په پښو درېدلی وای او نن به امريکا دومره ځپل شوې وای چې د خپل وتون لپاره  به يې د افغان مقاومت هر آړ (شرط) ته غاړه اېښووه . نن هم ناوخته نه ده چې د طالبانو تر نامه لاندې د پنجاب، ايران، انګلستان او امريکا تاړاک ته پایټکی کېښوول شي . 
 
دا چې ولس ولې د طالبانو په وړاندې دومره له صبر او حوصلې څخه کار واخېست او دوی يې پرېښوول چې په کور، کلي او خندک کې يې پاتې شي، ښايي چې لامل يې د \"پاڼ او پړانګ تر منځ کېدل\" وي، کېدای شي چې د طالبانو ژمنو او ديني شعارونو يې په زړنو داسې اغېزه کړې وي چې له دوی څخه يې خپل مال او بچيان هم قربانول او يا هم د \"مات لاس غاړې ته ځي\"، پر بنسټ يې له طالبانو سره همکاري کوله چې امريکا وشړي . خو طالبانو هر وګړی، لوی او کوشنی، وړه او سپين سرې ټول داسې نهيلې او سپک کړل چې اندازه يې ګرانه شوه. طالبانو د ولس په خلاص دسترخوان پښې کېښوولې، ولس يې ورټه، ظلم يې ورسره وکړ، د ولس په غاړه يې چاړه کېښووه، په مذهبي او ټولنيزو دودونو او ارزښتونو يې يرغل وکړ، ولس يې په يوې نامالومې راتلونکې تيارې وسپاره او ورو -ورو يې د جهاد، خپلواکۍ او پت په نامه د نشت کندې ته د غلامانو په څېر بې پته وروغورځوه . د پښتون په سيمه کې پرمختګ د ډبرپېر پېړيو ته شاتګ شو، ښوونځۍ سره له قرآنه وسوځول شو، طالب نه وايي چې \"اقرا\" (ولوله)، بلکې اوس يې شعار \"ووژنه\" دی .  او دا لړۍ لا پايښت لري . پښتون د طالبانو په شتون کې بدمرغه، سپک، نېستمن، ناپوه او ښه کلک وځپل شو . په مېنه يې نن هر لوی او کوشنی ځواک وردانګي، په پت يې لوبې کوي، په شتون يې اور بلوي، په کلتور يې ملنډې وهي، پر ژبه يې خاندي او اتلان يې ښکنځي . نو ځکه ولس مجبور شو چې خپل برخليک په خپله وټاکي او له دغو دروغجنو فرښتو څخه ځانونه خلاص کړي .
 
داسې انګازې هم شتون لري چې افغاني طالبان يوازې جنګيالي دي، سربولن (قومندانان) يې پنجابي، تاجکي، ايراني او نور بهرنيان دي . له دوی څخه په ټولو کې پنجابيان نه يوازې دا چې له ولس سره ډېر زور او ظلم کوي، بلکې په خپله له افغاني طالبانو سره هم، د هغوی په غرور يرغل کوي، هغوی ښکنځي او داسې رويه ورسره کوي چې د يوه نيمه غيرتي انسان د زغم وړ هم نه ده . نو ځکه افغاني طالبان نهيلي شول، ولس ته مختورن او په خپلو ټولو ژمنو کې ناکام شول . له همدې امله يې په خپله له دغه پنجابي طالبانو څخه د خلاصون لپاره له ولس سره لاس يو کړ.
 
که د طالبانو د لس کلنې جګړې اغېزه د افغان اردو د يو څو مياشتو له حملو سره پرتله شي، نو په ريښتيا چې طالبانو پرته له افغانوژنې، ورانۍ او وېرې اچونې څخه نور هېڅ شی ولس ته نه دي هديه کړي او نه يې امريکا ځپلې ده . د اردو يو سرتېری پاڅېږي، دوه، درې، څلور ناټويان په ګوليو ولي، نه يوازې دا چې ټولو ناټويانو ته يې روحي ناروغي وراچولې ده، بلکې د سپينې ماڼۍ زړه يې رېږدولی دی . دا هم په داسې حال کې چې د اردو سرتېری له همدې ناټويانو څخه خپله رزمنه (معاش) هم اخلي، د دوی ډوډۍ هم خوري او له دوی سره يو ځای هم ژوند کوي او هم سنګر شريکوي . که دې ډول سرتېرو ته د موسی ع او فرعون مثال نه کارول کېږي، نو طالبان خو ګرد سره د دې مثال د ويلو حق هم نه لري . 
 
اوس نو ولس ته ښايي چې د خپلو پاڅونونو او حقه حقوقو د غوښتنو لمن پراخه کړي . دا وېره هر ګوره شتون لري چې بهرني استخبارات به له دغه ولسي پاڅونونو څخه ناوړه ګټه واخلي . او تر وسه  به يې تر خپلې اغېزې لاندې راولي . له همدې امله ولس بايد په خپل منځ کې  جرګې وکړي، د امکان تر پولو له اسلامي حزب سره مرسته او مشوره وکړي تر څو د طالبانو په ضد له پاڅونونو څخه ننګه وکړي او د ټولنې نظم او امنيت وساتي . تر ټولو اړينه دا چې د امريکا په وړاندې بايد مقاومت روان او نور هم ګړندی شي . د همدې لپاره بايد ولس اوسمهال د اسلامي حزب له ډلګيو سره په هر ځای کې لاس يو کړي تر څو د پرديو د هر اړخيزو توطئو او لاسوهنو مخه ونيسي . په دې سره به نه يوازې سپېڅلی مقاوت وساتل شي، بلکې همداسې به ټولنه له هر ډول ګډوډۍ څخه په امن کې وساتل شي .