دمعاملو سفيران څه کوي؟



افغانستان په دې وروستۍ لسيزه کې دسيمې اونړۍ له ډيرو هېوادونو سره سياسي اودېپلوماتيکې اړيکې ټينګې اوپيدا کړې چې په تير تاريخ کې په ورته توګه دسياسي اودېپلوماتيکو اړيکو دټينګښت اوپراختيا بېلګې نه ليدل کيږي،داچې داځل دسيمې اونړۍ هېوادونو تربل هروخت زيات له افغانستان سره په بېلابېلو سياسي ،ټولنيزو،پوهنيزو،اقتصادي،فرهنګي ،نظامي او نورو برخو کې داړيکو دټينګښت او پراختيا ليوالتيا پيدا کړه کيداى شي څو لاملونه ولري ،يوخو داچې دنړۍ دستر اقتصادي اوسياسي قدرت يعنې امريکا تررهبرۍ لاندې يې دلومړي بن له پريکړې وروسته  دغه هېواد ته په دې خاطر توجه زياته شوه چې له امريکا سره به دملګرۍ له لارې له ترهګرۍ سره جګړه وکړي هم به افغانستان وژغوري اوهم به دنړۍ نورو هېوادونه له يادې خطرناکې پديدې څخه خوندي وساتي ،بل داچې افغانستان په سيمه کې ډيرحساس داهميت وړ جيوستراتيژيک ،جيوپوليټيک اوجيو اکانوميک موقعيت لري چې په دغې موقعيت کې له هرحکومت سره اړيکې دنړۍ دډيرو هېوادونو ،ملي ،سيمه ييزې او نړيوالې ګټې خوندى کولى شي،دريم علت کيداى شي دا وي چې اوس ټوله نړۍ دنړيوالتوب دمفکورې په اساس سره ډيره نږدې شوې ده  هرهېواد اړ دى چې دخپلو ملي اونړيوالو ګټو دخونديتوب لپاره دهرې وچې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخوکې اړيکې ولري همدا اوس افغانستان په خپله سينه کې داسې پټې پرتې زيرمې او شتمنۍ لري چې څو کاله وروسته  به دنړۍ ډيرپرمختللي هېوادونه ورته محتاج وي   نو دغه ډول هېوادونه مجبوريت لري چې له افغانستان سره اړيکې سياسي او دېپلوماتيکې اړيکې ولري.
افغانستان هم دملګرو ملتونو ديوپخواني غړي اوخپلواک هېوادپه توګه  دنړيوالو اړيکو داصولو او نړيوالو عمومي حقوقو دقواعدو ،نورمونو او دساتيرو سره سم داحق لري اوکولى شي چې دخپلو ملي ،سيمه ييزو اونړيوالو ګټو دپاللو اوخوندې ساتلو په خاطر دنړۍ دهرهېواد سره سياسي اودېپلوماتيکې اړيکې تامين کړي دافغانستان داساسي قانون په اتمه ماده کې دا صراحت موجود دى چې دولت دهېواد خارجي سياست دخپلواکۍ ،ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتلو،نه مداخلې ،ښه ګاونډيتوب،متقابل احترام او دحقوقو دبرابرۍ پربنسټ تنظيموي نود خارجي سياست تطبيق  هغه وخت په ښه توګه تحقق پيداکوي چې له هېوادونو سره زياتې اړيکې موجودې وي.
دهمدې مادې په اساس په تيرو لسو کالونو کې افغانستان دسيمې اونړۍ په ډيرو هېوادونوکې خپلې سياسي نمايندګۍ رامنځته او فعالې کړې اوپه ورته توګه ډيرو هېوادونو بيا په دې هېوادکې دمتقابل دېپلوماتيک چلند له مخې خپلې نمايندګۍ جوړې اوفعالې کړې اوخپل سفيران اونمايندګانې يې دسياسي اودېپلوماتيکو چارو دتنظيم او اړيکو دټينګښت په موخه افغانستان ته را وليږل دغه هېوادونو دخپلو سفيرانو په ټاکنه اوګمارنه کې له ډيردقت کار واخيستلو  چې اوس هم په همدې اصولو کار کوي ځکه چې دلته ټول سياسي حالات ،بدلونونه ،روانه مبارزه او راتلونکي هدفونه ددوى لپاره مهم دي، کله چې نور هېوادونه دلته خپل سفيران راليږي نو تجربې،مديريت ،سياسي درايت ،علميت اودافغانستان په تړاو يې هراخيزه پوهې ته جدي توجه کوي ترڅو يې ماموريت بريالى وي.
خوله بدمرغه زمونږ سفيران بيا دداسې شرايطو او ځانګړتياوو په اساس نه ټاکل کيږي بلکې دا واقعيت ټولو ته څرګند اوپه ډاګه دى چې دافغانستان په بهرنيو سياسي نمايندګيو کې مسوولين او مامورين دژورو ګوندي معاملو،قومي سياستونو،بهرنيو فشارونو،رشوت، بې ځايه مصحلتونو او ورته نورو غيرې قانوني لاملونو او لارو په اساس په دندوګمارل کيږي او شوي دي،مسلک،پوهې ،تجربې ،درايت ،وفادارۍ ،شايستګۍ  اواهليت ته يې توجه نه کيږي.
 ولې ددې خبرې يادونه هم ضروري ده چې په بهرنيو سياسي نمايندګيو کې به ځينې دګوتوپه شميره داسې دېپلومان هم وي چې دمسلک او پخوانۍ تجربې له مخې به ورته دکار کولو چانس ورکړل شوى وي مګر په دې څو تنو نه شي کيداى چې دولت په بهرنيو هېوادونو کې خپلې ګټې خوندي اوخپلو وګړو له حقوقو ساتنه اودفاع وکړي اويا نورې اړيکې تنظيمي کړي  ځکه چې دوى هم ديوې سترې مافيايي کړۍ ترسيوري لاندې راغلي دي  اوددوى ټولې هڅې ،تلاشونه او کار يې له صفر سره ضرب کړى دى.
که دهېوادپه ټولو بهرنيو سياسي نمايندګيوکې دسفيرانو اويانورو مامورينو استخدام ته دملي ترکيب له مخې کتنه وشي ،ټولو ته به داثبوت په ډاګه شي چې په  سياسي نمايندګيو کې دملي ترکيب څرک نه ليدل کيږي بلکې ټولې سياسي نمايندګۍ ديوکړۍ مګر خطرناکې کړۍ په ولکه کې دي، دغه کړۍ چې دافغانستان دخلکو هرډول انځور وړاندې کړي دمقيم هېواد دولت اوملت فکر کوي چې دافغانستان دخلکو اصلي تصوير اوحالت به همدا وي،دبېلګې په توګه همدا اوس دافغانستان د ډيرو بهرنيو سياسي نمايندګيو له لارې داسې تبليغات ترسره کيږي چې پښتانه ترهګر دي ،دهشتګردي ،دالقادې سره قوي اړيکې لري ،دبشر دحقوقو خلاف دي  اودنړۍ له ټولو ملتونوسره دښمني کوي اوډيرې داسې نور بې بنسټه تبليغات ترسره کوي  چې دټولې نړۍ په کچه يې دپښتون قوم انځور داسې وړاندې کړى که چاته وويل شي چې پښتون يم  دمجرم ،ترهګر،قاتل او دهشتګر اشاره  او خطاب کوي.
دا ځکه چې اوسني حکومت ټول سفيران په ړوندو سترګو ټاکل دي ددې پرځاى چې د افغان ملت رېښتنې نمايندګي وکړي ولې دغې بدبخته اوافغان ضد کسانو ټول افغانان بدنامه کړل اودافغانستان تاريخ  او ملي يووالي ته يې ژوره ضربه رسولې ده  ددغه ناروا ،تورو اوبې بنسټه تبليغاتو ترڅنګ بهرته دسفيرانو اوسياسي نمايندګانو په اعتبار ليږل شوي کسان نورې خبرې هم لرې هغه داچې په ډيرو هغه پروګرامونه کې چې په هوټلونو کې جوړيږي هم ګډون کوي چې دافغاني ټولنې له اسلامي اوملي ارزښتونو سره نه خوري ،ددې مظلوم ملت په نمايندګۍ استول شوي دغه تش په نامه سياسي نمايندګان بيا هلته هغه څه کوي چې زړه يې غواړي داسې کړنې ترسره کوي چې دډيرو پرمختللو هېوادونو سفيرانو به يې تراوسه پورې خوب هم نه وې ليدلى.
کوم وخت چې بيا په کوم مسئله کې ددې ضرورت پيدا شي چې افغان سفيران دخپل هېواد سياسي دريځ په ډاګه کړي په غيرې مسوولانه توګه داسې يوڅه ووايي چې نه دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت له دريځ سره سرخوري اونه هم په لويه دافغانستان ددولت درسمي موقف سره اړخ لګوي.سفيريوڅه وايي اودبهرنيو چارو وزير بيا بل څه وايي.
دا چې افغانستان اوس مهال په ډير حساس،سياسي ،امنيتي اوتاريخي حالت کې قرار لري نوپه دې وخت کې په بهرنيو هېوادونو کې دټولو سياسي نمايندګيو دمسوولينو مسووليتونه  خورا زيات دي چې بايد ترسره يې کړي اوس دې قضاوت وشي چې ايا اوسني سفيران اونمايندګان  به وکولى شي چې کوم رول اداء کړي؟
وړانديز دادى چې اوسنى حکومت بايد ژر ترژره دخپلو سفيرانو په ټاکنه کې داصولو ،ملي ګټو،ملي ترکيب،اهليت ،شياستګۍ ،سياسي درايت ،تجربې او وفادارۍ په اساس عاجل اقدامات ترسره کړي ټول هغه کسان چې دټولو اصولو اوقوانينو خلاف ورته دسياسي نمايندګيو دمديريت چارې سپارل شوې له دندو ګوښه کړي اوپرځاى په وطن مين ،ملي ،مسلکي ،کارته ژمن کسان په دنده وګمارل شي.
دوهم داچې  په نورو برخو کې دژورو سمونونو اوبدلونونو ترڅنګ بايد د بهرنيو چارو دوزارت په رهبريت کې هم ژور بدلون رامنځته شي ،ددغه کليدي وزارت درهبريت او مديريت مسووليت بايد داسې يو چاته وسپارل شي چې مسلکي وي اووکولى شي په دې حساسو او تاريخي شرايطوکې چې له يوې خوا دنړۍ ډيرې هېوادونه وځي اودبلې خوا ګاونډۍ هېواد پاکستان دټولو نړيوالو قوانينو خلاف دافغانستان دځمګنۍ بشپړتيا پرضدمخامخ بريدونه ترسره کوي او په سرحدي سيمو کې يې پرافغانستان باندې مخامخ يرغل پيل کړى دى ،  ټول نړيوال حقوقي شخصيتونه دې ته متوجه کړي چې دنړيوال مسووليت په اساس دپاکستان دبريدونو مخه ونيسي  همداشان په نړيواله کچه ددې لپاره تلاش وکړي چې افغانستان يوځل بيا داوسني عصر دښامارپه خوله کې دمعاملوپه اساس ورنه کړل شي بلکې نړۍ بايد مجبوره شي چې ترهغه وخت له افغانستان خپلې مرستې جارې وساتي ترڅو چې دلته هرڅه دسمون ،بدلون او سالمې مفکورې په اساس پياوړي شي.
بريالى روان