د عمومي ارواپوهنې آرونه ( ديارلسم څپرکی)

\"\"

 
ديارلسم څپرکى
تفکر يا فکر کول ( Thinking)
 
    ډېرى پوهانو انسان ته دمتفکر حيوان لقب ورکړى او تفکر ته دانسان او حيوان ترمينځ دبېلتون د يوې کرښې او موضوع په سترګه ګوري ، دګڼو مسئلو دحل لپاره دانسان فعاليت  ته دتفکر سره اړيکه ورکوي ، په ځينو علمي اثارو کې تفکر دمعرفت دعالي بڼې  او نغښتي يا پټ کلام  نوم هم ورکړل شوى دى  .
   دمنطق له نظره فکر کول دمعلومو چارو روزونه ده چې دمجهول  دتر لاسه کولو لپاره کېږي ، دعمل اوغبرګون تر مينځ ځنډ ته هم فکر ويل کېږي ،  تفکر له  ذهني فعاليت نه عبار ت دى  چې دمسئلې دتشخيص لپاره دمخکينيو تجربو پرمټ  دهمغه مسئلې (ستونزې ) دحل په لار کې فعالېږي ، هر کله چې ديوې داسې موضوع په اړه چې پايله يې مثبت وي او زموږ  په تجربو کې نوې  زياتونې ولري ، سوچ او تفکر کړو نو دغه تفکر مو د فعال تفکر يا (Cvaativie thinking) په نامه يادېږي ، خو که چېرته زموږ له دغه فکر نه د موضوع په اړه هېڅ کومه علمي ، عملي او منطقي پايله تر لاسه نه شي ( صرف خيالي او ذهني بڼه ولري ) نو دغه تفکر منفعل تفکر ( غير فعال ) بلل کېږي .
      فعال تفکر چې ځينې وخت دمولد  تفکر په نامه هم يادېږي دانسان دمهمو خصوصياتو او ځانګړنو څخه شمېرل کېږ ي او په حقيقت کې  دبشري  ټولنو فنون ، تمدن او ټول فرهنګي ارزښتونه بشر ته دهمدغه ډول خداى ( ج ) ورکړي تفکر محصول وي  .
 دمسئلې ( ستونزې ) حل او نوښت دفکر کولو دوه اصلي جريانونه دي  .
مسئله ( Problem)  ديوه موقعيت او تکليف نه عبارت ده چې مونږ يې دخپل شته تجربو پرمټ په حل کې پاتې راځو څو په دې معضله کې له تازه روشونو څخه کار  واخلو .
      دمسئلې حل ( Prpbem solving)  په ټوله کې دهغه تازه تجربې يو ډول دى چې ديوې ستونزې  سره دفرد دمخامخ کېدو په پايله کې دمختلفو حل لارو له مينځه نيول کېږي ، نوښت هم په خپل نوبت سره دتازه موقعيت دحل لپاره ديوه تازه موفقيت او حلا لارې له پيدا کېدو څڅه عبارت دى  .
     دمسئلې دحل او نوښت  ترمينځ عمده تفاوت په دې کې دى چې دمسئلې په حل کې موقعيت  يا پرابلم مخکې ايجاد شوى او دحل لپاره يې اقدام صورت نيسي ، ولې په نوښت کې بيا موقعيت او دهغې حل لاره دواړه  تازه  دمتفکر شخص له خوا اېجادېږي ، نوې حل لارې او تجربې ورسره لازمې وي د بېلګې په توګه :  کله چې مشهور رياضي پوه ګوس ( Gauss)  شپږکلن و  او له خپلو ټوليګوالو سره يوه ورځ په ټولګه  کې ناست و  ؛نو ښوونکي  خپلو زده کوونکو ته د 1+2+3+4+5+6+7+8+9+10 = ?اعدادو دجمع کولو يوه مسئله وړاندې کړه او ورته ويې ويل چې که  هر چا زر دغه مسئله حل کړه ډېر زيات به وستايل شي .
ګوس تر ټولو وړاندې او سمدلاسه لاس اوچت کړ  اوويې ويل چې ځوا ب  يې موندلى ، ددې اعدادو جمعه (٥٥) کېږي  ، نور زده کوونکي همدې عدادو ( ... ٤+٣+٢+١) په جمعه کولو سرګردانه  او بوخت وو .
استاد ګوښ ته پام  وکړ ، په داسې لهجه چې له تعجب  او غسې  نه ډکه وه له هغه نه يې وپوښتل :
څنګه دې دامسله دومره په تېزۍ سره داسې زر حل کړه ؟
موږ نه پوهېږو چې په دې  وخت کې به ګوس خپل  غوسه ناک ښوونکي ته څه ځواب ورکړى وي ؟ خو دومره پوهېږو چې ګوښ درياضي ددې مسئلې دحل لپاره رياضي ته دستاينې وړ خدمت کړى او په رياضي کې يې يوه نوې لاره کشف کړه چې  له ده مخکې ورڅخه چا معلومات او خبرتيا نه درلوده .
    الماني ارواپوه ( Werthemimer .max) له خپله ځانه داسې استدلال راوړي چې :
ګوس ديوه نه تر لسو پورې  داعدادو سلسله وليدله نو له  ځان  سره يې وويل : ( که چېرته دغواړو چې ټول اعداد په خپل مينځ کې جمعه کړو نو زيات وخت نيسي او که په بېړه دغه کار وکړو شايد تېروتنه مو کړې وي اما  وينو چې دلومړي او  وروستي عدد ( 1+9=11) کېږي ،  همدا راز له اول او  وروستيو نه  ددويم عدد جمعه (2+8= 11) هم  يوولس کېږي ، همداسې تر وروسيتو پورې چې په پاى کې ټول پنځه جفت عددونه کېږي  او يوولس ځکه چې (11x 0 = 55) کېږي  چې فرمول يې عبارت دى له :-
 
دجمعې حاصل =     N+1 N∕2
( 10 +1) 10∕2 =(11) . 5 = 11= 55
 
     په هغه افرادو کې چې د (  I . Q )  لوړه درجه ولري دتفکر  دا ډول طرز  زيات په کې ليدل کېږي  ولې په طبيعي  افرادو کې هم کولى شو  دروزنيزو سالمو پروګرامونو له لارې  د داډول طرز  تفکر ته وده ورکړو .
په دې اړه له مهمو موضوعاتو څخه يوه بله  چې دتفکر په اړه ديادونې  وړ ده  دژبې  او تفکر اړيکه ګڼل کېږي  ، ځينې اروا پوهان  په دې عقيده دي چې فکر کول په حقيقت  کې بې غږه خبرې کول دي  .
دتفکر په بحث  کې داستدلال موضوع ديادونې وړ ده ، حتى ځينو خود استدلال کلمه (Reasoning) دتفکر له ډولونو څخه  يو ډول ګڼلى  دى .
     په هر صورت کله چې موږ له يوې مسئلې يا يوې ستونزې سره مخ کېږو نو وايو چې مشکل ( ستونزه  ) به حل فصل کړو او نوې لارې به پيدا کړو ،  ددې  لپاره زموږ ذهن  په ځانګړو فعاليتونو په کار لوېږي چې وروستۍ ( نهايي ) موخه يې دټاکلې مسئلې حل  دى ، ددې برخې فعاليت ته تفکر ويل کېږي  او همدا چې دتفکر وړ موضوع تفسير او توجيه ته مخه کړو زموږ  دغه ذهين فعاليت ته په حقيقت کې استدلال ويل کېږي .
که موږ چېرته په خپل استدلال  کې دجزيي تجربو په تجزيې او تحليل ديوه قانون يا کلي اصل په کشف موفق شو ؛ نو وايو چې زموږ استدلال په استقرايي ( Lnduction)  بڼه سرته رسېدلى او کله چې يوه کلي تجربه تجزيه او تحليل کړو و جزيي تجربو او مفاهيمو ته ور  رسېږو ، يا په بل عبارت داسې قوانين او موارد مو کشف کړي وي په کلي تجربې  يا کلي مفهوم کې شاملېږي  نو وايو  چې زموږ استدلال په قياس ( Deduction)  بڼه صورت نيولى .
امريکايي فيلسوف  جان دېوي (J. Dewey ) داستدلال  لپاره پنځه قدمه په مسلسل ډول دوړاندوينې په توګه راوړي دي .
١- له ستونزې خبرتيا .
٢-دهغو معلوماتو راټولول  چې دستونزې دحل لپاره لازم دي .
٣- داحتمالي حل لارو په نظر کې نيولو  سره د فرضيې تشکيل .
٤- دپام وړ  وا قعياتو سره  سره دفضيې اندازه يا سنجول .
٥- د هغه حل لارې اثبات يا عمل ته را اېستل  چې له نورو څخه زياته احتمالي او حقيقت ته  تر نورو نږدې  په نظر راځي  .[1]
بېلګه : فرض کړئ  چې تاسې دننګرهار په لور سفر لرى ، موټر سايکل مو  دخامې او ناهوراې لارې  په اوږدو کې ستاسې دخوښې خلاف ودرېږي ، پياده کېږى  او فکر کوى چې علت  يې څه دى ؟
 ممکن دسوند مواد يې کم  شوي وي ، خو زر مو پام کېږي چې سهار مو ښه  پوره تېل اچولي ، ممکن دحرکتي وسايلو اړيکه چېرته سره پرې شوې وي ، ياني کوم لين خطا شوى وي  ، له  چک کولو وروسته وينى چې دغه ستونزه هم نشته او وسايل کومه ستونزه نه لري .
  بلاخره مو فکر دې ته  ور لوېږي  چې دلارې په اوږدوکې  له بندښتونو ( موانعو ) سره دمخ کېدو  په  سبب  شايد ټانکۍ چېرته سورۍ شوې وي او تېل ترې تللي  وي ، بيا چې کله وګورئ  ريښتيا هم همداسې  پېښه شوي وي ، دلته ده  چې په نتيجه کې دحل لارې په پيدا کولو توانېږى  او په کاميابۍ  سره په ستونزه  بريا تر لاسه کوى .
 
 
 

-اصول روانشناسي – نرمان  ل مان – ترجمه محمود صناعي ص (٢٧٣) چاپ (١٣٧٠) هـ ش تهران [1]