د ابو جهل دعا او د نيمروز يرغل

په نيمروز او کندوز کې د طالبانو پروني يرغلونه چې 138 کسان پکې مړه او ټپي شول، نه يوازې په افغان مظلوم ولس يو ځناور تېری وو، بلکې همداسې د بشريت په سپېڅلتيا او کرامت هم . او دا چې طالبانو دغه يرغلونه د روژه ماتي وخت ته نيږدې وکړل، سړي ته د ابوجهل کيسه ور پر زړه کوي :
د مکې تر فتحې وړاندې چې لا جګړه نه وه پيل شوې، ابو جهل مکې مکرمې ته راغی، په دېواله ځوړنده رسۍ يې را ونيوه يا په دېوال يې لاس کېښووه او ويې ويل چې اي خدايه ته هغه څوک بريالي کړې چې په حق وي . طالبانو هم فکر کوه چې دوی په حق دي نو ځکه يې د روژماتي په وخت يرغل وکړ تر څو بريالي شي . خو الله ج د روژې مبارکې په مياشت کې چې د رحمت مياشت ده، هغه هم د روژه ماتي په وخت، په مظلوم ولس رحم وکړ او دغه د اسلام، انسانيت او بشريت غليمان يې د ابوجهل په څېر ذليل کړل .
 
طالبانو په خپلو قتلونو سره يو ځل بيا زباد کړه چې دوی د غربي تاړاک آره برخه جوړوي، د عيسويت لپاره تبليغاتي فلمونه جوړوي تر څو خلک له اسلام څخه زړه تورن شي . طالبان په ټوله کې د افغانستان د سرلوړي ملت (پښتنو) د غلام کولو لپاره د انګرېزانو، امريکايانو، پنجابيانو او اېرانيانو يو داسې فاسد، خوني او ځناور ځواک دی چې هېڅ انساني، اسلامي او اخلاقي حدود نه پېژني . زه ډاډه يم چې اوس به په عيسوي کليساوو کې خلکو ته ويل کېږي چې که اسلام د سولې، انسانيت او کرامت دين وای، نو طالبانو به د ليلته القدر په پيل کې چې د قرآن کريم د نزول شپه ده، د روژه ماتي په وخت کې خپل مسلمان وروڼه، په تېره ماشومان نه قتلول . 
 
طالبان داوه کوي چې :
·         قرآن ګټي، خو په کړن کې يې سېځي .
·         وطن ګټي، خو ورځ تر بلې يې د نشت کندې ته ور غورځوي.
·         ملت آزادوي، خو ورځ تر بلې يې غلام کړ .
·         د موسې (ع) په څير د آزادۍ توښه دي، خو که فرعون ژوندی وای، په ريښتيا سره چې ظلم، جبر، ناروا او جرم به يې له طالبانو زده کړی وای .
·         اسلام ګټي، خو په حقيقت کې خدمت عيسويت او يهوديت ته کوي .



طالبانو په خپلو پرونيو قتلونو نور هېڅ لاسته رانه وړل، يوازې يې د هرات او کندوز ملکي وګړي، په تېره ماشومان په خپلو وينو کې ولمبول . خود ډاډ ځای دا دی چې همدغه ولسونه به انشاالله يوه ورځ د لغمان او غزني له مېړنيو ولسونو څخه زده کوي او د دغو فرعونانو په وړاندې به وسله وال پاڅون کوي تر څو خپل انساني او اسلامي حقوق او آزادي په خپله واخلي . 
 
د طالبانو د جرم، جنايت او جهل په پام کې نيولو سره واکمن نظر دا دی چې تر څو يو افغان ژوندی وي او په سر کې يې سالم مغز وي، طالبان به بيا واک په لاس کې وانخلي . که هر څومره هلته او دلته خلک ووژني، مړي يې بې عزته کړي، هډوکي يې وخوري، بيا به هم څوک ورته تسليم نه شي . ولس به انشاالله سرلوړی وي او طالبان به يوازې په دې وتوانېږي چې د خپلو صليبي او پنجابي بادارانو په امر، مرستو او فتواوو سره جنايت ته يو بل رنګ او نوی نوم ورکړي .