داسې  وکيلان  موليدلي ؟



دلومړي بن له تاريخي پريکړې وروسته په افغانستان کې دبدلون په څپوکې  نوى سياسي ژوند پيل شو تر زياتو ګډوډيو،جګړو اوننګونو وروسته دنړيوالې ټولنې په ملاتړ دديموکراسۍ ترچترلاندې داسې يو نوى نظام رامنځته شو چې ترډيره بريده يې په افغانانو کې نوې هيلې ،ارمانونه او اميدونه راپيدا کړل  ځکه چې ترلسيزو جګړو  وروسته په يوه جګړه ځپلي هېوادکې دنسبي امن ،سولې  اوثبات منځته راتګ دولسونو دخوښۍ سبب ګرځي ،که دلومړي بن له پريکړې راپدې خوا په هېوادکې رامنځته شويو ټولو پرمختګونوته لنډه کتنه وشي په واقعيت کې په ډيرو برخو کې تيرو حالاتو او بدمرغيوته په کتو اوپرتلې  سره زيات مثبت پرمختګونه اوبدلونونه رامنځته شوي خوپه هغه اندازه ندي کوم چې بايدرامنځته شوى واى اوس ضرورت دادى چې د رامنځته شويو پرمختګونو بهير روان ،چټک اوپه ثبات کې وساتل شي.
دهمدې رامنځته شويو پرمختګونو اوبدلونونوپه لړکې دلومړي ځل لپاره ددولت درى ګونې قواوې داساسي قانون اوديموکراتيکو اصولو په اساس په حقوقي جوړښتونو کې سره منسجمې شوې چې داجرائيه او قضايه قوې ترڅنګ مقننه قوه هم داساسي قانون پربنسټ تشکيل شوه ددغه قوې په منځته راتګ سره دځوريدلو افغانانو په زړونو کې نور هم  ددې ارمان اوهيله پيدا شوه چې دوى به دټاکنو له لارې داسې وکيلان وټاکي چې بشپړ مسووليت ،ايماندارۍ ،صداقت او رېښتنولۍ سره وکولى شي  دخپلو موءکلينو ستونزې ،غوښتنې او وړانديزونه ترمسوولو چارواکو پورې ورسوي اوپه همدې شان ددوى له حقوقو څخه  په ښه توګه دفاع اوله حکومت سره دولسونو دستونزو په هواري کې  مرسته وکړي  په دې خاطر چې  دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ملي شورا دسترتقنني ارګان په توګه دافغانستان دخلکو دارادې ښکارندويه ده اودټول ملت نمايندګي کوي .
همدا راز دملي شورا غړي دهمدې سترتقنني ارګان په چوکاټ کې دقانون جوړونې ،نمايندګۍ اوڅارنې دندې هم لري چې بايد د اړونده قوانينو اوطرزالعملونوپه اساس يې ترسره کړي داچې په افغانستان کې دملي شورا دولسي جرګې لپاره   دلومړي او دوهم ځل لپاره څرنګه اوڅه ډول ټاکنې ترسره شوې او کومو کسانوملي شورا ته لاره پيدا کړه دا هغه پوښتنې دي چې ځوابونه يې دوروستۍ لسيزې په سياسي تاريخ کې ثبت دي ،په لومړي او دوهم ځل ټاکنو کې دهرې مفکورې ،فکر،ليد اوسرچېنې کسانو سيالۍ وکړي،ځينو له خپل هېواد،ولس اوتاريخ سره دمينې پربنسټ اودديموکراتيکو اصولو دتحقق په خاطر خپل ځانونه کانديد کړل ،ځينو  بيا  دپرديو استخباراتي کړيو په اشاره دخپلو بادارانو دګټو دخوندي ساتلوپه موخه راپورته شول ،ولس ته يې دجعل ،فريب ،دوکې اوشيطانت په هنر ولاړ شعارونه وړاندې کړل  اودريمه ډلې بيا دمافيايي کړيو،زور واکانو،قاچاق کوونکو په ملاتړ،اشاره اوقوت سره دوکالت دچوکيو دترلاسه کيدو لپاره خپلې ژورې لوبې پيل کړې.
هغه کسان چې دخپل هېواد ،ولس اوتاريخ سره دمينې په اساس راپورته شوي و، دګوتوپه شميريې دزياتوتلاشونو اوهڅوپه نتيجه کې په لومړۍ پلا ټاکنو کې کامياب شول خوپه دوهمه پلا ټاکنو کې کيداشې څوتنه وي چې درايو اولسي محبوبيت له لارې کامياب شوي وي نور ټول په دې ټولنه کې د ناپوهۍ دموجوديت له امله خپلو مقدسو هدفونوته ونه رسيدل، دا دوې نورې ډلې بيا له بېلابېلو شيطاني تکتيکونو ،لارو ،جعل ،هنر،فريب ،زور او زيور له لارې په انتخابي ډول تر ولسي جرګې اوپه انتصابي ډول ترمشرانو جرګې پورې ورسيدل .
له يوې خوا يې په درغليو اوغيرې قانوني کړنو دټاکنو ملي پروسه بدنامه کړه اودبلې خوا يې دصادقو ،وطن دوستو اوپه هېواد مينو کسانو دخدمت مخه ډب کړه چې په دې سره په  هېوادکې کې دپرديو استخباراتي کړيو دفعاليت ،مافيايي کړيو دګټو ساتنې ،زور واکانو اونورو تخريب کاره ډلو دشوموپلانونو دپلي کيدولپاره ښه زمينه مساعده شوه ځکه چې ددوى دلاس الو دولسونو دوکالت چوکۍ ترلاسه کړې اوددغه چوکيو په ترلاسه کيدوخويې په دوهم ځل ټاکنو کې داسې ژورې اوبدنامې لوبې ترسره کړې چې افغانان يې په نړيواله کچه بدنامه کړل.
داچې اوس دغه تش په نامه وکيلان څه ډول دقانون جوړونې ،نمايندګۍ او نظارت دندې مخ ته وړي په دې اړه ضرورت دى چې ولس ته معلومات وړاندې شي،دنمايندګۍ مشروعيت اومنطق خو دلته بايد هيڅ مطرح نه شي ځکه  کوم کسان چې اوس دخپل فکرپه اساس دخلکو دنمايندګانو دعوه کوي په واقعيت کې دروغ وايي ځکه چې دوى ټول دپيسو،مداخلو اوغيرې قانوني لاروڅخه ملي شورا ته لاره پيدا کړې ده ،دقانون جوړونې په اړه خو په هيڅ ډول نه پوهيږي  ځکه څوک چې جوړو شويو قوانينوته درناوى نه لري ،زده کړې  ونه لري ،دټولنې د عيني ،ذهني شرايطو،سياسي ،اقتصادي،طبعي،اقليمي ،ټولنيزو اوفرهنګي حالاتو اوشرايطوپه اړه ور سره معلومات نه وي څنګه به  وکولى شي دقانون جوړونې په اساسي بهير کې برخه واخلي؟ دحکومت له اعمالو اوکړنو څخه ځکه نظارت نه شي کولى چې دوى اصلاً ددولت اوحکومت په تفکيک نه پوهيږي .
پوښتنه داده چې دوى اوس په څه بوخت دي ؟ کومې کړنې ترسره کوي؟ دکومو اهدافو دترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي؟ اوپه نتيجه کې برخليک به څه وي؟ لومړى واقعيت خو دادى چې دوى ټول دقانوني جوړونې ،نمايندګۍ او نظارت اساسي مسووليتونه او دندې په سرچپه توګه سرته رسوي يعنې برعکس يې تلاشونه ،هڅې او کړنې روانې کړې دي.
دولسونو دنمانيدګۍ ددندې پرځاى يې خپل تلاشونه زيات کړي ترڅو دقوم ،ژبې ،سمت ،رنګ ،شمال اوجنوب په لحاظ دولسونو ترمنځ نفاق ،کرکه اوتوپيرونه رامنځته کړي چې دايو لوى تاريخي جنايت اوخيانت  بلل کيږي  چې ټول افغانان بايد دې خطرناکې لوبې ته متوجه شي خداى مه کړه چې ددغې خطرناکې لوبې او دسيسې ښکارنه شي.
دقانون جوړونې په پرځاى يې  جدي هڅې روانې کړي ترڅو په دې هېوادکې دقانون دحاکميت اوتطبيق  په وړاندې نور خنډونه هم راپيدا اداري فساد اونورو غيرې قانوني کړنو ته لاره هواره کړي ،همدا اوس دهرولايت ځينې مدعي وکيلان په پراخه توګه په اداري فساد ،دځمکو په غصب ،قومي شخړو،مافيايي فعاليتونو،غيرې قانوني کميشن کاريو ،جرايمو اونورو غيرې قانون کړنوکې په څرګنده ښکيل دي ،کله چې ددوى شريک يوفاسد مامورداداري فسادپه تور نيول کيږي نودوى يې دخلاصون لپاره ځنځيري بانډونه جوړکړي اوهغه فاسد مامور په زور او زيور دقانون له منګولو خلاصوي ،همداشان که دځمکو دغصب په اړه يوه دقيقه اوکره سروې ترسره شي دافغانستان په ټولو ولايتونو کې به دا په ډاګه شي چې همدغه کسان دځمکو په غصب  کې لاس او ونډه لري اوپه زرګونو جريبه دولتي ځمکې يې غصب کړې دي ،بل داچې دمامورينو داستخدام په پروسه کې مداخلې کوي ان تردې که چيرې دکوم ولايت دکوم رياست بست اوپوست اعلان ته وړاندې کيږي نو دوى په ټول قوت اوغيرې قانوني مداخلې زور او زيور په کار اچوي  غواړي چې دخپل ګټو او انګيزې شريک يوڅوک پيدا او  هلته يې په دنده وګماري ترڅو په ولايتونو کې ددوى غيرې قانوني ګټې خوندي وساتي اوددوى دشومو پلانونو په پلي کيدو کې  ورسره مرسته وکړي  چې ددغه ډول  غيرې قانوني کړنو ترسره کيدو لپاره په  مرکزي ادارو کې هم شريکان او ملګري لري ،دغه ډول غيرې قانوني کړنو په دې هېواد کې ډيرځوانان ،صادق اومسلک کسان   خواشيني کړې دي ،خفه دي ځکه  چې دوى ظرفيت لري خو ددوى پرځاى دډلو اومافيايي کړيو شريکان په ادارو کې دندې ترلاسه کوي، په واقعيت کې دايو خطرناک ملي  تهديد دى چې خلک له دولت څخه لرې کوې که مسوول ارګانونه په ايماندارۍ اومسووليت سره ددغه ډول غيرې قانوني کړنو مخنيوى ونه کړي  دموجوده حکومت شته مشروعيت به خنثي اوملي واکمني به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
دنظارت ددندې پرځاى بيا دمرکزي ادارو په مسوولينو باندې فشارونه راوړي ترڅو ددوى په ګټه او اشاره سره کړنې سرته ورسوي څه  چې دوى غواړي هغه بايد سرته ورسوي ،که داسې ونه شي بيا خو نو دوى کولى شي چې په يوه اوبله پلمه ترې په ړندو سترګو رايه سلب کړي کومه رايه؟ همدرانګه دنظارت په پلمه بيا ډير کسان ترې ويرې  هم لرې  مجبور دي چې  دوى هم ديادو ډلو مافيايي ګټو ته تسليم شي چې دغه کار په لويه کچه حکومت کمزورى کړى ددولت او ولسونو ترمنځ يې لوى واټن پيدا کړى دى.
داچې افغانستان اوس مهال په ډيرو حساسو سياسي ،امنيتي اوتاريخي شرايطوکې قرارلري  دغه ډول غيرې قانوني کړنې اودتش په نامه وکيلانو خطرناکې لوبې کولى شي دا هېواد يوځل بيا له داسې ژورو بدمرغيو اوبې عدالتيو سره مخامخ کړي چې تير حالات او غميزې به دخلکو له يادڅخه ووځي په کارده او جدي اړتيا ليدل کيږي چې دقانون دتطبيق ټول ارګانونه په مسووليت سره جدي اقدام وکړي اوپه هېواد کې په هرډول چې وي قانون تطبيق کړي هرهغه څوک چې دا مهال دقانون دتطبيق دنده ورته ورکړل شوې که چيرې په کې پاتې راشي هم به  دخداى پاک ج په وړاندې مسوول وي اوهم به ددې ځوريدلي ،کړيدلي او درديدلي ملت اوتاريخ  په وړاندې مسوول وي.
بل داچې دوخت ،پيړۍ اوتاريخ اړتياده چې ملي ،تکړه ،پوه  تجربه لرونکو،مسلکي ،پاکو اوپه هېواد مينو کسانوته دندې ورکړل شي  ترڅو دا هېواد له نورو بدمرغيو اوبې عدالتيوڅخه وژغوري ،په دې تړاو دهېوادټولو ملي څيرو اوشخصيتونو ته مسووليت راجع کيږي چې داسلامي اوملي مسووليت په اساس راپورته شي اوپه قوي ملي هوډ د روانو ستونزو ،بدمرغيو اوننګونوپه مخنيوي کې ملي ګام پورته کړي  ترڅو افغانستان  له روان هراخيزه بحران څخه وژغورل شي.
بريالى روان