د عمومي ارواپوهنې آرونه ( دوولسم څپرکی)

\"\"

 
دوولسم څپرکى
 
ژبه او اړيکې
 
       دژونديو موجوداتو  ترمينځ اړيکې دمتقابل عمل دلازمو او مکملو اړخونو څخه شمېرل کېږي ، کله چې دژونديو موجوداتو تر مينځ  اړيکه مينځ ته راځي  ؛ نو ديوه ژوندي موجود رفتار او کړنې ديوې محرکې قوې په توګه ددې لپاره رامينځ ته کېږي چې  څو دمتقابلې قوې  يا رفتار ( ژوندي موجود ) دغبرګون په توګه عمل وکړي .
ممکن چې د انسانانو ترمينځ  دژبې لفظي او صوتي عناصرو نه پرته له مختلفو وسايو او واسطو لکه تېلفون ، تلګراف ، ليکنې او حتى له اشارو ، نښو او رمزونو  او بېلا بېلو پيغامونو له لارې ولېږدول شي ، ولې ددې سره سره په ټولو مورادو کې دپيغام دلېږد او افرادو ترمينځ داړيکې  ټينګولو پر مهال ادابو او دودونو ته په پام سره  د افهام او تفهيم (پوهېدنې او پوهونې ) دشرايطو رعايت اساسي شرط  شمېرل کېږي ، په اکثره مواردو کې دانسانانو داړيکو په متفابل عمل کې  ژبه  شامله  وي ، ژبه په مختلفو علمي څانکو کې په مختلفو بڼو او ډولونو سره تعبير او تعريف شوې ده .
 دبېلګې په توګه د الاجتماع يا ټولنې پوهنې  په علم کې ژبه ديوې ټولنيزې پديدې په توګه دحقايقو دڅرګندولو او دافکارو دتبادلې وسيله  ده چې دانسانانو دژوند له چارپېريال نه سرچينه اخلي ، يا په بل عبارت : ژبه يوه ټولنيزه پديده ده چې دهغې په واسطه  د انسانانو ترمينځ اړيکې او ټولنيز مناسبات قايمېږي .
    ژبپوهان يا ژبپېژندونکي  دژبې دمختلفو ځانګړتياوو په نظر کې نيولو سره ژبه په لنډون سره داسې تعريفوي : (( ژبه دغږونو ديوه رزمي  سيستم نه عبارت ده  چې دانسان له ځانګړي صوتي جهاز سره تعلق لري او دټولنې دافرادو ترمينځ دافهام او تفهيم لپاره کارول کېږي ))
    په ارواپوهنه کې چې دبشر له سلوک او رفتار سره سرو کار لري ، ژبه په لنډون او لنډيز سره په لاندې ډول تعريفوي : ژبه دلفظي نښو له يوه سيستم څخه عبارت ده چې دانسانانو ترمينځ دمخابراتي اړيکو دټينګښت دنده اجراکوي ، يا په بل عبارت : داړيکو هغه رفتار او کړه وړه چې کلامي وي يا غير کلامي  خو چې يو ځانګړى مفهوم په کې وي ژبه بلل کېږي ؛ نو بنا بې مفهومه او بې مانا ځانګړي  غږونه چې له حقايقو او شيانو سره اړيکه ونه لري ولو که  دانسان له حنجرې نه هم راووځي  بياهم ورته ژبه نه ويل کېږي   ، ژړا ، فرياد ، نامشخص غږونه ، دماشومانو نامرتبې او نا اړوندې اشارې  او کلامونه  خو له خبرونه وړاندې دماشومانو لپاره دخبرو کولو لارې او طريقې شمېرل کېږي .
     ژبه په حقيقت کې کومه غريزه نه ده بلکې يو کسبي صفت دى چې دانساني افرادو لپاره دټولنيز  او معاشرتي  چارپېريال  زېږنده  ګڼل کېږي ،د ژوند په اوږدو کې په مسلسله توګه  چې کله  قبيلو ، قومونو او مليتونو تکامل کړى ، ؛ نو ژبې هم خپل ځان دهغوى دملي فرهنګ په توګه  څرګند کړى دى .
 
   دا نسانانو په پرتله په حيواناتو کې دژبې دودې محدوديت :
 
     خداى تعالى په خپل ستر حکمت سره ټول کائينات پيداکړي او په حقيقت کې دده په هر خلقت کې يوه نړۍ رازونه نغښتي  دي ، چې يوازې ورباندې الله تعالى ښه پوهېږي  او بنده ته ښايي چې دخپل توان او طاقت  سره د اسرارو ددغه خزانو څخه يو څه کشف کړي ، خپل کوښښ او تفکر په کار واچوي .
     دحيواناتو دژوند مختلفو او پېچلو طريقو ، دبېلابېلو طبيعي او ټولنيزو علومو دپوهانو پاملرنه ځانته را  اړولې ده ، يوله دغه زړه راښکونکو موضوعاتو څخه ددوى دژوند طريقه او په خپل مينځ  کې  يې داړيکلو دټينګولو ډول دى  چې په لنډون سره  به په دې اړه څو کلمې وړاندې کړو .
       په ټولو حيواناتو کې له عامو نيولي تر ساده او پېچلو پورې  په ټولو کې ترمينځ علم او عکسلعمل ( غبرګون ) موجود دى  چې ځينې يې ډېره ساده او ځينې نور يې بيا په پېچلې او سخته بڼه ليدل کېږي ، لکه دبېلابېلو غږونو رامينځ ته کېدل ، دسختو او ناوړه حرکاتو څرګندېدل ، يا هغه اشارې   [1]او غږونه چې الوتونکي غواړي پرې  خپل مخالف جسن ځان ته راجل کړي او يا چې کله دهستوګنې لپاره چېرته کوم ځاى ټاکي نو ځينې  خاص غږونه له خولې باسي .
شاديان دچيغو او فرياد په ويستلو دخپل دښمن په وړاندې خپله کرکه او دښمني څر ګندوي  ، يوه بله غوره او دتعجب وړ بېلګه دشاتو دمچيو ترمينځ داړيکو بڼه ده چې ډېر ددوى  ترمينځ د اړيکې  دغه ډول دشاتو دمچيو دژبې په  نوم يادوي ، هرکله چې دشاتو يوه  مچۍ له خپل سفرڅخه په بريا راستنه شي او خپل صندوق يا کندو ته ورسېږي نو دصندوق مچيو ته خبر ورکوي ، دبېلګې په توګه کله چې دشاتو مچۍ دخپل ژوند دچارپېريال سره درنګارنګ ګلونو په خزانه واوړي او وغواړي چې په اړه يې معلومات خپلو نورو ملګور ته ه م ورسوي  نو دغه خبر ورکول په يوه ځانګړې نښه صورت نيسي ، دغه نښه دشاتو دمچۍ هغه نڅا ( رقص ) ده  چې خپله يې تر سره کوي ، په دې مانا که چېرته دګلونو دغه ځاى او سرچينه ددوى کندو  يا  صندوق  ته  نږدې وي نو ګډا يې دايروي  ( o)  بڼه لري او که چېرته ورڅخه ډېره لرې وي نو ګډايې د ( ٨ ) عدد په بنه اختياروي او ضمننا خپل ښکرونه يوه خوا بله  خوا اړوي چې ددوى دا حرکت په حقيقت کې دنورو مچيو سره داړيکو ټينګولو مخابراتي عمل شمېرل کېږي .[2]ولې په دې  بايد يقين ولرو چې په بېلا بېلو حيوانانو لکه شادي ، پيشو او  نورو الوتونکو  دکړو تجربو له مخې  هېڅ يو هم له دغه حيوانانو په دې نه دى توانېدلى چې دخپل ضرورت او اړتيا مطا بق له  انسانانو سره  تکلم ( خبرې ) وکړي  ، بې له حينو غږونو  چې دشرطي کېدو له لارې  يې  ښکاروي .
 
 
 

- اصول روانشناسي – اثر نرمان  ل مان – ترجمه داکتر محمد ساعتچي – جلد دوم – تهران (١٣٦٢) هـ ش  ص (٢٨٣-٢٨٤)[1]
- روانشناسي تربيتي براى معلم – محمدي شهرستاني ...ايران – ص ( ٩٩ ) سال ١٣٤٤هـ ش [2]