یو سفر


زما ګرانې راته غوږ شه
راته غوږ شه زما ګرانې
دخیال دښت کې مې خورې دي
ستا دیاد رنګینې پاڼې
راته یاد شي تېر ماښام مې
یوه وعده درکړې تاته
چې به ځو له ښاره لرې
چېرته شنې ښکلې صحرا ته
زه کارونو باندې بوخت شوم
او تا هېره کړه وعده تر ژبه لاندې
خو پوهېږې زماګرانې
نن مې بیا وعده تازه کړه
سرخوړلي کار ته ګوره
چې مې بیا مخکې راشین شو
کمپیوټر رانه پنا کړې شنې صحراته تللې لارې
ته له مانه خپه نه شې
کمپیوټر به دې را خلاص کړې
نړۍ جال ته شه روانه
دګوګل پانه کړه خلاصه
په انځور کې به د «دشت » کلمه ورکړې
بس شېبه وروسته به راشې
په ګلونو ډکې پاڼې
انځورونو کې به ګورې
ستا دمخ په څېر ګلپاڼې
هلته راشه ، را پیدا شه
په خیالي وږمو کې ګرځم
په ګلونو کې روان یم
دیو چا مصروف جانان یم

۲۰۱۲ اګست ۱۵ - پشنمی