
د نړۍ تر ټولو لوړه ونه د اسټراليا په سويلي ټاپو تسمانيا کې وموندل شوه . د تسمانيا د ځنګلونو عمومي مدير باب ګورډون د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل ، چې دوی د تسمانيا په ځنګلونو کې د ( ايو کاليپتوس ) داسې يوه ونه موندلې ده ، چې لوړوالي يې تر 101 مترو پورې رسيږي . د دې ونې قطر 405 سانتي متره اندازه شوی . تر اوسه پورې په نړۍ کې په دې لوړوالي کومه بله ونه نه ده پېژندل شوې .