زرینه تیاره

 
زه چېرته وم
وخت راسره څه وکړل ؟
ولې یې ځان ستا دیاد په خوږه موسیقۍ بدل کړی و
او زما دزړه په اقلیم دورېځې غوندې خورېده
ته څومره ښه یې
هغه شېبې مه هېروه
چې ته به اوده وې
زه به دې سر ته ولاړ
خو ستا دپاڅولو جرت او زړه راسره نه و
اخر به مجبور شوم
چې تا همغسې دناز په خوب ویده پرېږدم
تل به دې په شونډو دموسکا په نوم پیغام راته پرېښی و
او پوهېدم به چې په خوب کې هم له هغه چا سره یې چې په وېښه یې غواړې
.ما به ډېر ځله سلام درته وکړ
او له کوټې به ووتم
زر به مې پام شو
چې هسې نه شېبه وروسته له کړکۍ لمر را ولوېږي
او تا له خوبه ویښه کړې
نو ځکه به مې دکړکۍ پردې کش کړې
او ته به مې په یوه زرینه تیاره کې پرېښودې .
هو
دادي اوس هم نه راپاڅېږې
ساعت ته ګورم
خو نه
ستا دکوټې په دېوال ساعت هم ولاړ دی
لکه چې هغه هم زما په څېر نه غواړي چې
دا شېبې تېرې شی
هو
خو زه لاړم او په هوا کې دښکلوم .


۲۰۱۲ اګست ۱۲

\"\"