
يوولسم څپرکى
استعدادونه (Capaciy)
په ځانګړو حالاتو او خاصه زمينه
کې ديو زيات شمېر معلوماتو او مهارتونو
ديادولو ظرفيت داستعداد په نامه يادېږي ، يا په بل عبارت استعداد ديوه شخص وړتيا او ځواک
دى چې دعلم په حاصلولو ، همدا راز دمهارتونو او معلوماتو د ترلاسه کولو په برخهکې له انساني
فرد سره اړيکه لري .
دهر فرد استعداد دهغه خپله ځانګړنه ده ،
يوازې په ده پورې اړه لري ، ممکن يو کس په يوه
څانګه کې د ځانګړي او ښه استعداد خاوند وي خو دبلې څانګې لپاره به په کارونو کې بياهغسې
لازمه وړتيا او استعداد نه لري .
دبېلګې په توګه په ښوونځي کې يو زده کوونکى
درياضي دمسلو په حل کې خاص استعداد لري
ولې دانځورګرۍ او هنر ( ارت ) په برخه کې دهغه دکاميابۍ او موفقيت چانس ډېر کم وي
، دانسان استعدادونه دهغه دوړتياوو ، مهارتونو او پوهې په نسبت په يو ډول نه يو
ډول له شته امکاناتو څخه څرګندېږي .
دبېلګې په توګه کله چې مونږ يو زړى ( تخم ) په
ځمکه کې خښوو دا امکان لري چې دغه زړى را
زرغون شي او څوکه ووهي خو شرط په کې دادى چې دځمکې رطوبت ( لوندوالى ) ، ترکيب او
جوړښت ، اوبه او هوا او هم موسم مساعد وي .
ددغه بېلګه نه څرګندېږي چې دعلم
او مهارتونو په تر لاسه کولو کې دانسانانو استعدادونه امکان لري خو داچې دغه امکان
به په واقعيت بدل شي که نه ؟ نو په ټوله
کې په هغهو شرايطو پورې اړه لري کوم چې
دغه انساني فرد ورسره مخامخ دى .
مثلا لکه اطرافيان ( کليوال ) ،
کاري شرايط يې او دوى ته ورته نور کسان .
هرکله چې دوو ماشومانو ته چې سره
ورته ( مشابه ) مشخصات ولري ، په مشابه شرايطو کې يوه واحده دنده ورکړو څو دغه
واحد مسله حل کړي ؛ نو په دې صورت کې له دغه دوو کسانو څخه هغه کس دښۀ استعداد
څښتن دى چې مسله په ښه توګه په لازم او کم وخت کې حل کړي .
له لومړي قدم او لومړي چانس کې داړوندو مسايلو په حل کې
دانسان کاري وړتيا او موفقيت د فرد په جوړښت او ذاتي اړخونو پورې اړه لري ،
مثلا دځينو کسانو ګوتې اوږدې ، تېزې او ددې برعکس بيا دځينو کسانو ګوتې لنډې او
پېرړې ( پنډې ) وي نو په دې صورت کې طبعا لومړى کس دمهارتونو په تر لاسه کولو کې
لکه ټايپ ، ساعت جوړول ، جراحي او نورو ورته برخو کې دهغه کس په وړاندې چې ګوتې يې
پڼدې ، دټيټ او چاغ قد خاوند ، لنډ ، کاږه او معيوب لاسونه لري ؛ له لوړ امتياز څخه برخمن دى .
په دې خو ټول پوهېږو چې ښه حنجره دوياندۍ (
نطاقۍ ) لپاره نظر هغه حنجرې ته چې صافه او واضح
نه وي زياته مساعده او مناسبه وي ، همدرانګه لوړ قد په نظامي برخه کې نظر
ټيټ قد ته زيات مساعد او دانتخاب وړ وي ،
خو مهمه داده چې په يوه دنده ، مسلک او څانګه کې بايد دشخص دموفقيت او کاميابۍ لپاره محيطي او ټولنيز شرايط له نظره ونه باسو ، داځکه چې
دموفقيت په ترلاسه کولو کې ذاتي او کسبي عوامل دواړه په خپل ځاى په خپل نوبت دزيات
اهميت او ارزښت لرونکي دي ، له بله اړخه
بايد ووايو چې استعداد او وړتيا دواړه يوه مانا نه لري ، دا دواړه عوامل دبېل
مفهوم لرونکي دي ، دبېلګه په توګه شايد چې په اوس وخت کې تاسې ديوې الوتکې دالوزولو
وړتيا او تياري ونه لرى ولې دا امکان لري
چې تاسې ددې کار استعداد ولرى ، په دې شرط چې کوښښ وکړى ، په دې څانګه کې زده کړه
تر لاسه کړى .
په
حقيقت کې استعداد په فرديت کې تشکيلېږي ، دزده کړې او يادولو په بهير کې انکشاف (
وده ) کوي .
لويان او دکورنيو مشران دخپلو
ماشومانو داستعدادونو په غوړلو کې يو ستر مسوليت په غاړه لري ، استعدادونه دفرد
درواني ځانګړتياوو ديوې پېچلې (مغلقې ) ټولګې په حيث له کيفيتي اړخه په فعاليتونو
کې دموفقيت تضمين کوي او په مختلفو لارو موخې ته درسېدو امکانات او لارې برابروي .
له پورتنيو معلوماتو څخه کولى شو دا نتيجه
واخلو چې انسانان داستعداد له اړخه يو شان نه وي په دې مفهوم
چې ځينې په ټوله کې په مختلفو چارو کې دلوړ ، عالي ، عمومي او سره ورته
استعداد درلودونکي وي چې دغه ډول اشخاص په
ټوله کې ډېر کم ليدل کېږي ، خو ځينې نور بيا په يوه برخه کې مثلا په تخنيکي کارونو
کې دلوړ استعداد خاوندان وي ولې په سياسي او ټولنيزو چارو کې بيا عادي ښکاري .
ډېرى د ذهني او هنري کارونو په يادولو کې لکه نقاشي ، خطاطي ، انځور ګري ،
رسامي ، معماري او نورو کې ځانګړى استعداد
لري خو دعلمي او څېړنيزو کارونو په يادولو
کې ډېر کم ( ناڅېز ) استعداد لري .
استعداد دخداى تعالى ( ج ) ديوې ورکړل شوې ډالۍ او مهربانۍ يا لورينې له مخې په ټوله کې انسان ته په
ټولنيز ژوند کې دزمان ، مکان له اوضاع او
شرايطو څخه دګټې اخيستنې چانس ورکوي ، انسان ته ښايي چې دچارپېريال او ماحول له
مادي او معنوي شته يا موجوده ارزښتونو څخه مناسبه ګټه اوچته کړي .
په انساني فرد کې دموجودو
اختلافاتو په شتون کې دخداى تعالى (ج) حکمت نغښتى ، دانساني ټولنو په نظم ، توازن
، دساده او پېچلو ستونزو په حل ، يو بل ته د انسان په مرسته او لاس ورکولو کې چې
دخپلې ټولنې دودې ، جوړولو ، ټولنيز
اقتصادي جوړښت او نورو .... کې سره اړ دي ؛ حکمت همدا دى چې بايد يو بل ته لاس
ورکړي ، سره نږدې شي ، دلته مختلفو استعدادونو او وړتياوو ته اړتيا احساسېږي او
مونږ په واقعيت کې هم دغه څه په بشري ټولنو کې په
څرګند ډول ګورو .
په افراد کې داستعدادونو تفاوت يو
داسې واقعيت دى چې مونږ ورڅخه انکار نه شو کولى ، خو بايد داسې تصور هم ونه کړو چې
ځينې افراد په ځينو کارونو کې ځانګړى استعداد لري
او نور بيا په دې برخه کې بيخي له دغه استعداد څخه محروم دي ، بلکې بايد
ووايو چې په افرادو کې استعدادونه نسبي دي ، کم او زيات خصلتونه لري .
که چېرته دوه کسان په يوه شان
طبيعي او محيطي شرايطو کې چې محيطي وسايل
يې سره ورته وي په يوه ټاکلي کار وګمارو ؛
نو که چېرته دواړه کسان په يوه وخت کې دمساوي وخت په اخيستو او مساوي کيفيت په
درلودلو سره کار پاى ته ورسوي نوپ هدې صورت کې ممکن دواړه کسان دکار له مخې سره
مساوي وي ولې په کار کې دغسې مساوي او
مشابه ( سره ورته ) پايله په هر وخت کې يوه استثنا وي .
که چېرته په دغه کسانو کې يوازې
يو خپل کار په چټکۍ او کم وخت کې په
ښه کيفيت اجرا کړي نو ويلى شو چې دکار آيي ( کار اجراکېدنې ) له
اړخه دخپل بل ملګري په نسبت کارګر دى (( له ټاکلي
او اړين وخت نه وړاندې په لوړ کيفيت
سره دکار اجراکولو ته کار آيي ويل
کېږي )).
په واقعيت کې دافرادو دکارايۍ
داستعداد تر څنګ ځينې نور فکتورونه لکه
دکار وسايل ، مادي خصوصيات او شرايط ، انګيزه ، ، دکارکوونکي مينه ، علاقه او نور دلوړ مقام او لومړي موقف لرونکي دي .
انسانانو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته
د ارواپوهنې دعلم دعمده مرستو څخه
چې په هېڅ حالت کې ترې سترګې نه شي پټېدلى دحرفې ، مسلک او مناسبې تحصيلي څانګې او
په ټولنيز ژوند کې دکار ټاکنه ده چې دفرد
لپاره خورا حياتي اهميت او ارزښت لري او
راتلونکى يې جوړوي .
که
چېرته پوښتنه وشي چې دټولنې دځوانانو په ځانګړې توګه دښوونځي دزده کوونکو لپاره چې
کله خپله عمومي تحصيلي دوره طى کوي دخپل
راتلونکي مسلک او څانګې دټاکنې لپاره له کومو معيارونو او محکونو ( ازموينو ) څخه کار واخلو ؟[1]
پوهانو او څېړونکو د پورتۍ پوښتنې
په ځواب کې په لنډون او خلاصه ډول درې اساسي فکتورونه ( دفرد استعداد ، دفرد
علاقه ، دټولنې اړتيا ) دځوانانو دمسلک او
څانګې په ټاکنه کې دقضاوت معيار ګڼلي دي :
١-دمسلک په ټاکنه کې دشخص ذاتي او
فطري استعداد : -کله د زده کوونکي دفطري استعداد په اړه قضاوت خپله زده کوونکي ته
پرېږدو ، زده کوونکى ديوه ځوان په حيث دخپل ځان دارزيابۍ په اساس چې په حقيقت کې
يې دخپل ژوند دمخکينيو تجربو او دژوند له ټولنيزو شرايطو سرچينه اخيستې ؛ له لاندې
دريو حالتونو به خالي نه وي :
الف- دا چې ځان له هغه څه نه چې
موجود دي ، ښکته راولي .
ب-داچې ځان له هغه څه نه چې موجود
دي لوړ ارزيابي کړي ، دارزونې ډول يې دخيالي خصلتونو لرونکى وي .
د - داچې ځان همغسې ارزيابي کړي لکه څرنګه چې دى ،
دځان دغه ارزونې ته يوه ريښتينې او
واقعبينانه ارزونه وايي ، دغه ډول اشخاص په بشري ټولنو کې خپل راتلونکي
مسلک او څانګې ته په حقيقت کې زيات ورنږدې
دي .
نو پوهان او څېړونکي دواقعيت
دموندلو لپاره دځوانانو ځان ارزونې ته پرته له ازموينو ، ټستونو او دزده کوونکو د
تعليم او تحصيلي سوابقو نه هم کار اخلي څو دغه ځوانانو ته په راتلونکې کې دتحصيلي
، مسلکي او ټولنيزو چارو په مخ وړلو کې کومه ستونزه نه وي او کار اهل کار ته
وسپارل شي .
٢- ذوق او علاقه : - دويم عامل چې
دځوانانو لپاره دمسلک په او حرفې په ټاکلو کې داهميت وړ دى دمسلک په ټاکنه کې دزده
کوونکو ذوق او علاقه ده مثلا يو ځوان
دډاکترۍ ( طب ) او پيلوټۍ استعداد تر لازمې اندازې پورې لري خو له پيلوټۍ سره دطب
په نسبت زياته علاقه لري نو له دې اړخه
غوره داده چې دغه ځوان دپيلوټۍ څانګې ته معرفي شي .
٣- دټولنې اړتيا او تقاضا : - دټولنې
اړتيا او ځواک ته په پام سره په خاصو څانګو کې د ځوانانو لپاره دراتلونکي مسلک
ټاکنه له زيات او پام وړ اهيمت څخه برخمنه ده ، په دې مفهوهم چې ممکن ديوه مسلکي
مهارت دزده کولو لپاره يو زيات شمېر ځوانانو ته
دزده کړې زمينه مساعده وي خو که
چېرته ټولنه ددې مسلک ماهرينو ته اړتيا ونه لري نو په دې څانګه کې به تحصيل بې ځايه
وي ، مثلا افغانستان يو په وچه کې پروت
هېواد دى ، په يوه داسې هېواد کې به ځوانانو ته دبېړۍ چلولو څانګې او مسلک ټاکنه
دهغوى راتلونکې ته ښه نه وي .
(٤) شکل
A
دټولنې اړتيادمسلک اوڅانګې ټاکنه
استعداد
B C
ذوق او علاقه
صادق صيب : پاس يو
مثلت دى چې مينځ کې يې دمسلک او څانګې ټاکنه ، اې سي ضلعه يې دټولنې اړتيا ، سي بي
ضلعه يې ذوق او علاقه او اې بي ضلعه يې استعداد نومول شوې ( دمثلث له رسم وروسته داليکنه شرط نه ده )
داستعداد ازموينې ټست (I Q) :
موږ پوهېږو چې
دښوونکو او مدرسينو د کار اصلي محور او موضوع
زده کوونکي تشکيلوي ، له دې اړخه دټولو مربينو او روزونکو جدوجهد ( هڅه او
هاند ) دکار په بهير کې دزده کوونکو او ماشومانو انکشاف او وده
وي .
نومعلومېږي چې دښوونکي له خوا دخپلو زده کوونکو
دپېژندل دهغه دمسلک يوه اساسي برخه جوړوي
، دتاريخ په اوږدو کې دماشوم مطالعه په بېلابېلو بڼو دبشري ټولنو دافراد پېژندونکو له خوا دعلاقې او
دلچسپۍ وړ ګرځېدلې ، په درېمه مخ زېږدي پېړۍ ( قبل ميلاد ) کې په پخواني يونان کې دا
معمول وه چې کله به په کومه کورنۍ کې ماشوم پيدا شو دمشرانو يوې ډلې به هغه معيانه کاوه څو دسپارت په قوم او
اردو کې يې دژوند حق ارزيابي شي .
ددوى د ارزښتونو له
مخې به که چېرته نوي ماشوم دجسمي او روغتيايي اړخه خوار او ضعيف و نو هغه به يې په
بيابان ، ځنګل ، دغرونو لمنو ، سيندونو او يا نورو خطرناکو ځايونو کې پرېښوده ، خو
هغه ماشومان چې ددوى په نظر به سالم او
تندرست ښکارېدل ددوى دعلاقې او عامه پاملرنې وړ
وو ، بياهم په مدرسو کې دسختيو او
کړاوونو له مختلفو ډولونو له ازمايښتونو سره مخ کېدل ، مثلا نامناسبې جامې
يې اغوستې او يوازې دژوندي پاتې کېدو
لپاره په وږي نس ډوډۍ ورکول کېده .
دسپارت قوم خپلو موخو
ته درسېدو لپاره په حقيقت کې په غوى يو ډول رياضت جبرکړى و ، دغه رياضت په
ماشومانو په مختلفو بڼو پلى کېده څو په دوى کې نيک ، ستايل شوي خويونه ، صبر او
ثبات رامينځ ته شي .
له دې نه وروسته به
يې دناوړه حالاتو او حوادثو سره دخپل ځواک او وړتيا د ازمايښت په خاطر هغوى په کال
کې يو ځل خپل زامن د ( ارتميس قربانګاه ) په نوم دقربانۍ يوه ځاته ور وړل ، وروسته به يې هلته بربنډ کړل او تر هغو به يې وهل چې له
بدنونو به يې وينې روانې شوې او ځمکه به يې سره کړه ، حتى تر دې چې ډېر ځوانان به په دې ځاى کې له ډېرو وهلو ټکولو او وحشيانه ګوزارونو
تر مرګه ورسېدل خو دځوانۍ ، استقامت او دخپلو والدينو ، خپلوانو او ننداره چيانو
په وړاندې په يې له خولې نه يو اه هم نه ايسته ، تر وروستي حده به غيرت نيولي وو .
په پخواني روم کې هم له ماشومانو سره دحيواناتو غوندې چلند
کېده ، دوى دانسان په لاس دنورو توليد شوو شيانو او کالو غوندې خرڅول کېدل ، په انګلسان کې خو بيا ناسالمو او
معيوبو ماشومانو بندي کول يوه معمولي خبره وه .
دمرکزي استراليا په پخوانيو
قومونو کې داسې يو دود و چې دقوم سپين
ږيرو به په لس کلنۍ کې په خپلو ماشومانو دخپلې قبيلې نښه او شعار دهغوى په
وجود دنقش په ډول جوړاوه ، غه به يې په
سختۍ سره وهلو او داغلو ، ددوى دبدن يوه برخه به يې ناقصه ( ناوړه ) بلله دمثال په
توګه سينه يا څټ به يې په تېغ وهلو ، غاښ
به يې ورمات کړ يا به يې دسترګو او شونډو
پرده ور سورۍ کوله څو چې په ټول عمر کې د هغه ديوې پېژندونکې نښې په توګه پاتې شي
.
په امريکا کې هم
دشلمې پېړۍ تر پيل پورې دماشومانو په وړاندې
له ناوړه او سختو اعمالو نه کار
اخيستل کېده ، په ناوړه بڼه يې درانه کارونه ورباندې کول او بارونه به يې ورباندې
چلول .
په لرغوني ايران کې
هم دزردشتي عقايدوپر بنسټ له ماشومانو سره له شدت ، تاوتريخوالي او ناوړه کړو وړو
نه کار اخيستل کېده څو دوطن سره دمينې او وطن پرستۍ حس يې په لويوالي کې دخدمت ددورې په مهال له نورو برده
بار او تکړه کړي .
په عربو کې هم دجهالت په دوره کې يا به بل عبارت داسلام دمبين
دين له ظهور نه وړاندې دنوو زېږېدلو تي
خورو او ماشومانو په وړاندې له ناوړه او جاهلانه چلند نه کار اخيستل کېده ، تر دې
چې ښځينه ماشومان يې په بې رحمانه توګه
رنګا رنګ ځورول او په ګور کې به يې
ژوندي خښول ، تر دې چې پرې دخداى تعالي
مهرباني وشوه او دستر څښتن تعالى په اراده
دبشريت دناجي حضرت محمد(ص) رحمت العالمين په ظهور
او دسلام دنړيوال دين په راتلو دحق په وړاندې دباطل جنډه پرېوته ، دبشر ټول
افراد له واړه او لوى ، ښځې او نر نه نېولې او بيا ټول په محمدي غرا شريعت ددغه مبارک دين په روزنيز نظام کې له خپلو حقه
حقونو برخمن ، دشر او فساد له مايوسونکو منګولو چې دآدم عليه السلام ټوله او لاده
او په ځانګړې ډول معصومو ماشومانو لمن يې نيولې وه ؛ مصون او خوندي شول .
داسلام دمقدس دين په راتلو دماشومانو په وړاندې
ټول زشت او ناوړه اعمال دماشومانو په وړاندې شديدا منعه شول او اسلامي تعليماتو
دوالدينو پاملرنه دخپلو ماشومانو دحقوقو په نسبت هغوى ته واړوله ، هغو ته يې ددوى
له وژلو ورته دغه نوو ظاهرا غير زېږېدلو
ماشومانو دډلې له اعاشې او اباتې (خرڅ او
خوراک )څخه په جدې ډول خبرتيا ورکړه .
لکه څرنګه چې خداى
تعالي فرمايلي دي : (( خپل اولادونه دروزۍ
دکمښت له وېرې مه وژنئ ، زه تاسې او هغوى ته روزي ورکوونکى يم ، ځکه دهغوى قتل يوه
لويه تېروتنه ده ))
( سوره
اسرائيل د٣٣ ايت ژباړه )
همدرانګه حضرت محمد (ص) هم داسې ارشاد فرمايلى
دى :(( هغه کس زموږ څخه نه دى چې په کشرانو رحم او مشرانو ته درناوى ونه لري )) [2]
اوس به بېرته
راوګرځو داستعدادونو دټسټ (I .Q ) موضوع ته : دماشومانو
د ذکاوت او هوش داندازې په برخه کې ترټولو
لوى پرمختګ دشلمې پېړۍ په لومړيو کې د تجربه کوونکو له خوا صورت ونيوه ،چې په دې
برخه کې دهوش اندازې معيارونه او ازمون په لومړي رديف کې پاملرنه جلبوي کوم چې
دبينه له خوا تر سره شول .
په ١٨٨٤ م کال په انګلستان ګالتن دخپل ازمايښت ځاى (لابراتوار)
له لارې دهوش داندازې امکان برابر کړ
په متحده ايالاتو کې بيا (Mckeencattle)دغه لاسته
راوړنه ديو څه اصلاحاتو په راوړلو دماشوم دهوش داندازې لپاره وکاروله په ١٩٦٩ م کال فرانسوي ارواپوه بينه (Alred minet)
دې ته ځير
شو چې دفرانسې په ښوونځيو کې ډېرى زده کوونکي دهوش دکمښت په سبب په دې نه توانېږي
چې له نورو سره وړاندې لاړ شي ، ده وړانديز وکړ چې بايد دغه زده کوونکو ته ځانګړي
ټولګي رامينځ ته شي .
بينه او دهغه همکار سيمون ( Simon) تېز هوش ، لوړ هوش او ټيټ هوش لرونکو
دماشومانو دپېژندلو لپاره يو لړ تستونه او ازمايښتونه په کار واچول ، دوى په پايله کې په دې وتوانېدل
چې دزده کوونکو دعقل درجه لوړه کړي ، وروسته دغه قاعده دهوش داندازې دحاصل په نامه
استخراج شوه چې عبارت ده له :
عقلي سن
I.Q =
_____________ X 100
اصلي سن
١- (I.Q)
: - I د ( Intleleigence) ياهوش مخفف دى او Q
د ( Quotioent)
څخه اخستل
شوى چې دحاصل ، ضريب او خارج قسمت ( دتقسيم حاصل ) په نامه ژباړل کېږي او (I .Q )
دلته هغه عدد دى چې په اصلي سن دعقلي سن
دتقسيمولو څخه په لاس راځي
٢- عقلي عمر : - عقلي عمر له هغه عمر څخه عبارت دى چې
دزده کونکي له عقلي او ذهني وړتيا څخه نماينده ګي کو ي چې يا به داصلي عمر سره
معادل يا به ورڅخه لوړ او يا به ترې ښکته وي ، چې د (Mentul-Age) په نامه سره يادېږي .
٣- اصلي عمر : - دا عمر عبارت له هغه سن څخه دى چې دزېږېدو له ورځې وروسته
بې له دې چې دزده کوونکو ذهني او جسمي وړتيا ته پام وشي په نظر کې نيول کېږي دغه
عمر د (Chronological- Age) يا زماني سن هم په نامه هم
يادېږي .
د ( ١٠٠) عدد چې پر اصلي عمر دعقلي عمر دتقسيم دحاصل لپاره
دضريب په توګه په نظر کې نيول کېږي چې موخه ورڅخه دهغه کسري عدد په مينځه وړل دي چې
دتقسيم له حاصل څخه په لاس راځي .
دياد شوي فورمول له مخې هرکله چې د زده کوونکي
عقلي او اصلي عمر سره مساوي نو طبعا دتقسيم حاصل يې ( 1x100= 100) کېږي او د( I.Q = 100 ) درجه دهوش ، استعداد او ذکاوت له اړخه دزده کوونکي له عادي
والي څخه نماينده ګي کوي ، مثلا که ديوه
زده کونکي اصلي عمر اته (٨) او عقلي عمر يې هم اته ( ٨) کاله وي نو د اى کيو درجه
به يې عبات وي له : -
I Q = 8 8 X 100 =1X100=100
که چېرته د زده کوونکي اصلي سن
(٨) او عقلي يې (١٠) وي نو د اى کيو درجه
به يې عبارت وي له :
I Q = 10 ∕8 X100=125
اوس که چېرته ديوه زده کوونکي
اصلي عمر اته (٨) او عقلي عمر يې شپږ ( ٦) ونيسو نو داى کيو درجه به يې عبارت وي له :
I Q
= 6 ∕8 X100 = 75
دلته يوه مهمه
موضوع چې ديادولو وړ ده هغه داده چې د (I Q ) عادی يا نارمل حالت ( ١٠٠) دى کله چې
له ١٠٠ څخه درجه پورته لاړه په هغه اندازه
دزده کوونکي له عالي ذکاوت څخه
نماينده ګي کوي او ددې برعکس چې څومره له سلو کښته کېږي نو د ماشوم د ذکاوت کمزوري څرګندوي .
ددې پوښتنې په ځوا ب کې چې عقلي سن به څنګه پيدا کوو ؟ بايد ووايو چې
ددې لپاره ساده طريقه داده چې دستندرد ( معياري ) شوو پوښتنو څخه چې
دماشومانو داصلي سن لپاره برابرې شوې وي کار واخيستل شي (( دهر مثبت ځواب په مقابل کې له اصلي سن څخه عقلي سن افتخارا
دوه مياشتې لوړ قبول شوى دى )) .
مثال : فرض کوو چې ديوه ماشوم عقلي سن شپږ کاله دى اوس لومړى ددغه ماشوم لپاره ستندر
شوې پوښتنې وړاندې کوو ، فرضا يادې شوې
پوښتنې دماشوم له خوا په فو العاده بڼه ځواب
شوې نو پوهېږو چې ماشوم نظر خپل اصلي
سن ته عقلا مشر دى ، دلته دماشوم د ذکاوت
د لوړوالي درجې دپيدا کولو لپاره دده له اصلي سن نه دلوړ اصلي سن لرونکي ماشوم
ستندرد شوې پوښتنې ورته وړاندې کوو .
فرضا درې ( ٣) پوښتنې
داوه کلنۍ په سويه ، دوه پوښتنې يې داته کلنۍ په سويه او يوه پوښتنه يې نهه کلن په سويه ځواب کړه ، په دې صورت کې که چېرته زموږ هر ځواب
دماشوم داصلي سن نه دهغه عقلي سن دوه مياشتې لوړ قبول شي نو ددې
ماشوم عقلي عمر به عبارت وي له :
(3+2+1 = 6 X 2 = 12)
اوس که چېرته دوولس مياشتې په کال بدلې کړو نو ( 1
= 12 ∕12) يو کال کېږي نو ويلى شو چې دماشوم عقلي عمر به
عبارت وي له ( 1 +6 = 7) څخه :
عقلي سن
X 100 = 7∕8 X100 =116,6 I .Q =
______________
اصلي
سن
اوس بايد دې
پوښتنې ته چې ايا ټول ماشومان چې
مختلف ذکاوتونه او قابليتونه لري په
تحصيل او يادولو کې هم له يو بل سره مساوي
دي کنه ؟
ځواب پيدا کړو خو معمولا زموږ ځوا
ب به نه وي او دليل يې دادى چې په دغه تفاوتونو کې چې په ماشومانو کې دتوافق کولو
، جسامت ، سلوک ، ذهانت ، تيپونو ، مزاج او نورو ... له اړخه موجود دي دخداى تعالي حکمت نغښتى چې دبشري
ټولنو په جوړښت او تشکيل کې ټاکلى رول لري .
ښوونکي او
مدرسين دزده کوونکو دفردي اختلافاتو په
نظر کې نيولو سره په ځانګړې توګه دهغوى
داستعداد او ذکاوت په درسک سره
بايد خپل درسي مېتود او کړنلاره عياره کړي ، حتى له يوه ټولګي نه بل ته دتګ پر مهال دهغوى ډلبندي وکړي
، دځوانانو په تحصيلي او روزنيزو څانګو کې
معقولانه اقدام وکړي ، دلازياتې روښانتيا لپاره دهغو کسانو چې د I .Q له اړخه
سره متفاوت وي څو نمونې ( بېلګې ) په
لنډون سره يادوو .
١-نابغه ( Genius) : - په بشري ټولنو کې نوابغ ډېر کم ليدل کېږي ، دېد
ډول افرادو دذکاوت درجه ډېره اوچته وي ، په ځينو کتابونو کې ددوى I.Q = 180 څخه هم لوړه ثبت شوې ده .
نابغه هغه چاته ويل کېږي چې ذهني ځواک
او وړتيا يې په فوق العاده ډول لوړه وي او
غالبا دغه وړتيا يې په اختراعاتو او نوښتونو کې په علمي او هنري ساحو کې راڅرګندېږي ، دنړۍ مشهور پوهان ، مخترغين ، شاعران او ليکوالان دهمدغه ډلې څخه
دي .
نوابغ دخپل نبوغ نښې په خپل ماشومتوب کې ښکاروي او د وړوکوالي په منځنۍ دوره
کې په مختلفو برخو کې خپل صفات دژوند په مختلفو
چارو او مهمو فعاليتونو کې دعادي او تېر هوش لرونکو افرادو په وړاندې ښکاروي .
اساسي مهارتونه لکه لوستل ، حساب
کول او ليکل کولى شي چې دخپل عمر په دويم او دريم کال کې ياد کړي او په څلورم کال دغير مورنيو ژبو يادولو ته مخه
کوي .
مطالعاتو
او دسترګو ليدلو حالاتو ښودلې چې نوابغ اکثره دغښتلې او محکمې ارادې ، ثبات ، کوښښ
لوړ همت او په نفس اعتماد ( باور ) لرونکي وي ، ولې ځينې نور بيا دبېلابېلو سياسي
، ټولنيزو او اقتصادي ستونزو په سبب چې ټولنه ورسره لاس او ګرېوان وي ؛ اغيزمن شوي
، همدا راز له عاطفې او ټولنيزو ستونزو
سره مخ کېږي .
٢-تېز هوشه افراد : - ددغه
افرادو دهوش خارج قست کولى شو د (١٣٩-١٣٠)
په مينځ کې په تخميني توګه ټاکل کېدى شي ، کولى شو په دې ډله کې هم مشهور پوهان او
افراد په ګوته کړو ، دتېز هوش لرونکي افراد دتحصيل په دوره کې دخپلو همزولو نه يو
څه په اړخ کې واقع کېږي .
دژوند په ګڼو مسايلو کې ددې کسانو د صبر او زغم ځواک
دنورو معمولي کسانو په نسبت زيات وي ، که
داقتصاد او مالي ملاتړ له نظره ستونزه او تکليف ونه لري ؛ نو کولى شي دخپل ذوق او
علاقې مطابقو علمي څانګو کې دپام وړ او ځلېدونکې برياوې تر لاسه کړي
.
٣-ډېر هوش لرونکي
افراد ( Very superior) :- ددې ډول افرادو دهوش خارج قسمت
( دتقسيم حاصل ) د (١٢٠-١٢٩) تر مينځ تخيمن شوى ، تحصيل او دنوو علمي
کارونو دې ډلې ته اسانه وي ، دتخصص او
نورو لوړو زده کړو په کولو کې هم ښه وړتيا څرګندوي او خلاص لاس لري .
٤-باهوشه
افراد (Superior) :-ددې کسانو
دتقسيم حاصل يا خارج قسمت دوړاندوينې په
توګه د (١١٩-١١٠ ) تر مينځ تخمين شوى دى ، ددوى ځانګړتيا داده چې کولى شي دپوهنتون
دتحصيلات په ښه ډول پاى ته ورسوي او دنورو فني چارو په تر سره کولو کې هم خوش
چانسه وي .
٥-دمينځني
هوش لرونکي افراد ( Normal):- ددې کسانو
دذکاوت دخارج قسمت حاصل د (٩٠-١٠٩) په
مينځ کې تخمين شوى دى او په واقعيت کې
دبشري ټولنو دنفوس نږدې يوه زياته برخه په دې ډلبندۍ کې راځي چې نږدې ( ٥٠ ) سلنه تشکيلوي ، ددې ترڅنګ دبشري ټولنو دتوليدي
فعاليتونو او خداماتو يوه زياته برخه دغه ډله زغمي ، دتحصيل په برخه کې چانس له
نظره کولى شي چې دزده کړې منځنۍ او ثانوي
دورې په ښه ډول پاى ته ورسوي خو دلوړو زده کړو په بهير کې ستونزې لري ، کولى شي په معمولي کارونو کې لکه
منشي توب ، سکرتريت ، فني بوختاوې او
تخصصي حرفو کې په اسانۍ وچلېږي .
٦-منځني ضعيف
(Lounormal)
: - ددې
افرادو دذکاوت خارج قسمت د (٨٩-٨٠ ) ترمينځ تخمين شوى دى ، داډله افراد دلوستلو ،
حساب کولو او ليکلو اساسي مهارتونه کولى شي په اسانۍ سره زده کړي .
لومړۍ زده کړې به هم ممکن ورته دومره ستونزمنې
نه وي ، ولې په منځنۍ دوره کې له ستونزو سره مخامخ کېږي .
ددې دلې چانس دبندني مهارتونو په تر لاسه کولو ،
دصنعتي او غير صنعتي کارونو په ترسره کولو کې معمولا زيات وي ، که څه هم دغه ډول اشخاص
له لوړو زده کړو سره دومره مينه نه لري خو
په ورسپارل شوو دندو په اړه يې دجوړښت او
توافق قابليت دستاينې وړ دى .
٧- په کرښه
ولاړ کند ذهنه افراد ( Borderlime) :- ددې افرادو دذکاوت دخارج قسمت تخمين د ٧٠-٧٩) شوى دى ، په دې ډله کې شامل کسان کولى
شي چې دلومړنۍ دورې زده کړې په ښه ډول پاى ته ورسوي ولې په کلي توګه په لوړو دورو
کې دکاميابۍ او موفقيت ډېر کم چانس لري ، دغه ډول کسان قانونا د خپلو اعمالو مسول
وي ، کېدلى شي چې په صنعتي او غيرصنعتي کارونو کې استخدام شي ، دتوافقي سلوک له
مخې هم بد نه دي .
٨-کودن ( Moron)
:-ددې ډلې
دشاملو افرادو دذکاوت خارج قسمت د (٥٠-٦٩) په مينځ کې وي ، ددې ډول افرادو ذهني
وده او انکشاف د (٧-١١) کلنۍ په مينځ کې په ټپه ودرېږي ، کودن افراد کولى شي
دلومړنۍ دورې څلور کاله تعقيب کړي ولې کوم ځانګړى او عمده پرمختګ يا موفقيت يې نه
په برخه کېږي ، تمايلات ، عواطف، اړتياوې
او غوښتنې يې عادي وي خو د
خپلو اعمالو سمه وړاندوينه په سمه بڼه نه شي کولى .
دعادي چارو
په يادولو کې دموفقيت چانس لري خو په دې شرط چې ازاد پرېښودل شي څو په خپل ذوق ور
داخل شي .
دليک رسولو
، ماشومانو سرپرستي ، دحيواناتو څارنه ، او دغير برقي ( موتري) ماشينونو په کار اچولو دندې کولى شي تر سره کړي
.
هر کار چې دغه ډلې افراو ته سپار کېږي ولوکه له يوه دکان نه سودا راوړل هم وي بايد بياهم
تعقيب شي ، اکثره دبدچلند او کږو معاملو واله افراد په دې ډله کې راځي .
٩- کم عقل (Imbecile) :- ددې ډلې
افرادو دذکاوت خارج قسمت درجه د (٢٥-٤٩) ترمينځ ارزيابي شوې ده ، دغه ډله افراد
دعمر تر وروستيو دذهني ودې له نظره د( ٣-٧) کلنو ماشومانو معادل وي ، دا افراد په
ماشومتوب کې دسړي وينې لرونکي او غير حساوي له ( ٣-٤) کلنۍ وروسته په لاره دتللو
وړتيا نه لري ،په څلور کلنۍ کې کولى
شي کلمات وکاروي ، دوى ته بايد دپېښو په
وړاندې لکه برېښنا ، اوبه، اور ، موټر او نورو ... په مقابل کې ځان ساتنه
ور زده شي او يا بايد تر څارنه لاندې و ، له دې نه پرته دغه کسان دپېښو ښکار ګرځي
.
١٠-احمق يا بې عقل ( Idiot) :- ددې کسانو دذکاوت خارج قسمت د ( ٠- ٢٥ ) ترمينځ
تخمين شوى دى ، دوى په يادولو کې ډېر ضعيت
وي او تل بايد تر مراقبت ( څارنې )
لاندې وساتل شي ، له دوى څخه ځينې کولى شي چې بې دچا له مرستې خواړه وخوري ، کلمات او عبارات ياد کړي ، په لاره لاړ شي ولې اکثره يې خبرې نه شي کولى ، ددوى عقلاني وده دعمر تر
وروستيو پورې ديو شپږ کلن ماشوم دعقل
نه نه زياتېږي ، غير مترقبه خطرونه ، او
پېښې لکه اور سوزېدنه ، په اوبو يا بل ځاى کې لوېدل ، زلرزله او نور نه شي
احساسولى ، دعواطفو له نظره هم ضعيفه وي ، معمولا داضطراب او وېرې سره لاس او
ګرېوان وي ، اکثره ارام او ملايم وي خو ددوى نه اکثره له شديدو هيجاناتو سره مخ
کېږي ، ددوى عمر کم وي او له دې نړۍ سره
زر مخه ښه کوي .[3]
يادښت : دبينه او
سېمون له خوا دعقلي سن دپيدا کولو په موخه ستندر ( معياري ) شوې پوښتنې چې د لومړي ځل پاره د ذهني تفاوتونو او دهوش دضريب ( I .Q )
دموندنې په موخه
تر مطالعه لاندې ونيول شوې دبېلګې په توګه
په لاندې ډول ليکو :
بينه _ سيمون ازموينه
نوم:
دازمايښت نېټه :
دزېږېدو
نېټه :
سن( دازمايښت په مهال):
ګڼه |
کال |
په سن
پورې اړوندې پوښتنې |
ګڼه |
کال |
په سن
پورې اړوندې پوښتنې |
|
١ ٢ ٣ ٤ ٥ ٦ |
٣ ٤ ٥ ٦ ٧ ٨ |
- دکورني نوم ويل . - ددوو عدد تکرار. -ديو تصوير دبرخو شمېرل. - يوه شپږ برخي جملې تکرار. -دماغ ، سترګو او خولې نښاني کول. |
٧ ٨ ٩ ١٠ ١١ ١٢ |
٩ ١٠ ١٢ ١٥ ٢٤ ٤٠ |
-دپولي سيکو پېژندنه -دپاتې پيسو بېرته ورکول . -دشيانو تعريف. -اسانه پوښتنې . -دکال دمياشتو شمېرل |
|
-اوږدې او ګرانې پوښنې. - دپنځو وزنونو تنظيم -له حفظ نه ددوو وزنونو تصوير -په بې ماناجملو کره کتنه - په دوو جملو کې ددريو کلمو کارونه |
||||||
-د درې عدد تکرار -دخپل جنس ويل - دکلي ، چاقو او سکې نوم اخيستل - ددوو کرښو پرتلنه |
||||||
- په يوه جمله کې ددريو کلمو کارونه . - دتلقين پر وړاندې مقامت . - په دريو دقيقو کې د ٦٠ کلمو ويل . - دانتزاعي کلمو تعريف . -دشړېدلو( پاشلو ) جملو دمانا قياس او اټکل . |
||||||
-ديوې لس برخي جملې تکرار. -ددريو افغاني سکو شمېرل. - ددوو ښځو پرتلنه . -دلوبې حوصله . |
||||||
-ديوې ١٥ صفحيي کتابچې دپاڼو شمېرل. - دچارپېريال دمعمولي کارېدونکو شيانو نه يو تعريف . -دسهار او ماښام پېژندنه. -دښکلا له اړخه د تصويرونو پرتلنه - لوزي تشخيص. |
||||||
-داوو
رقمونو تکرار . -ديوې ٢٦ برخي جملې تکرار . -ديوه تصوير تفسير ( شننه ) -ددريو هم قافيه کلمو پيدا کول . - دمختلفو مسايلو حل . |
||||||
-په
معکوس ډول داوو عددونو تکرار . -داعدادو دسلسلې تکميل . -دمکعبونو شمېرل . -دپېچلو لغتونو دمانا پيدا کول . |
||||||
|
|
|||||
- ديوه
تصوير صفت يا ستاينه . -تر شلو پورې دافغاني سکو شمېرل. -دڅلور رنګونو پېژندل -ددريو ماموريتونو تر سره کول . - دښي لاس او چپ غوږ پېژندل . |
||||||
-ديو تاوو شوي کاغذ پرې کول . - ديوه مثلث بيا رغونه . -دانتزاعي کلمو توپيرونه . -پاچا او ولسمشر . - ادراک او دقت . |
||||||
-دپنځو رقمونو تکرار -دحفظ ددوو جيزازو پرتلنه. - دصفر پر لور د ٢٠ رقم شمېرل. - دتصويرونو نيمګړتيا ويل. - دورځې دتاريخ ويل . |
-روانشانسي انکشافي – کميسون مرکزى روانشناسي – ريسات تربيه علم – کابل (١٣٦٦) هــ ش (١٤٦-١٤٧)ص [1]
-اسلام تعليم و تبريت ، بخش اول – تاليف – داکتر سيد محمد باقر حجتي ص (١٧٥) سال چاپ (١٣٥٧) هـ ش [2]
- کليات ، روشها وفنون تدريس – ترجمه و تاليف – امان الله صفوي ص ( ٣٥٥) [3]