زه  دود بدلوم !

زه  دود بدلوم !
اجمل تورمان
 
زه نامو ته نه
زه جامو ته نه
 زه انسان ته غاړه ورکوم
زه ځان ته
زه افغان ته
زه مسلمان ته غاړه ورکوم
 
زه لاسونه له نکریزو مینځم
زه دود بدلوم
زه مبارک اول، اختر ورسته
زه لیکدود بدلوم
 
زه میوې ته نه، زه خیمې ته ورځم
زه یار ته، له دسترخوان سره غرمې ته ورځم
 
ته وایه ، خو اختر ستا کلیزه نه ده
دا فلسفه څه
تر، تاویزه نه ده