د عمومي ارواپوهنې آرونه (لسم څپرکی)



 
 
 
لسم څپرکى
تخيل ( Imagination)
 
           تخيل په لغت کې تصور او ګمان  ته ويل کېږي او په اصطلاح کې  دحواسو له مداخلې پرته ديوه شي په اړه ذهني  تصور له تخيل نه عبارت دى  ،  يا په بل عبارت   دحسي  غړو له کارونې پرته په ذهن کې دځينو شيانو يا پېښو دپيدا کېدلو عمليې ته تخيل وېل کېږي .
    انسان د خپل هر کار او فعاليت په برخه کې  چې د پايلې يا نتيجې انتظار يې لري  په ذهن کې يې دتخيل په مرسته مجسموي ، نو له همدې امله دانساني فعاليت هر بهير  تخيل يا خيال ته داړتيا له مخې له ځان  سره را نغاړي .
تخيل  ديوه لازمي لوري په  توګه په ټولو هنري ، علمي ، ادبي او په ټوله کې  په نوښتيزو فعاليتونو کې ښکاره کېږي .
 دګڼو هنر مندانو ، دکيسه ليکونکو ، ډرامه ليکونو ، شاعرانو ، اديبانو  ، تخنيکرانو او مبتکرينو دفعاليت اصلي سبب او نتيجه کولى شو تو يو ځايه په خيال پردازۍ او تخيل پورې وتړو ، تخيل او خيال دانسان دشخصيت په جوړونه کې عمده او خورا مهم رول لوبوي .
دماشومتوب  دوره ، له ښوونځي وړاندې دوره  او په ښوونځي کې دزده کړې لومړني کالونه  کله چې لوبې دماشومانو دفعاليتونو يوه برخه ګرځي  ، نو دتخيل پروسه په ډېره چټکۍ دودې په حال کې وي  ، ددوى مشرانو او والدينو ته  ضررور دي چې دخپل ماشومانو په فعال جوړونه کې زياته هڅه او کوښښ وکړي .
    تخيلي وضعه چې په ماشومانو کې داشارو او کلماتو په بڼه جوړېږي  دماشومانو دلوبو يوه نه بېلدونکې برخه وي  ، دغه اوضاع په  ټوله کې په ماشوم کې ديوې ازادې بڼې تغير دى  چې دمنطقي قواعدو له مرعات پرته  دهغه په تصوراتي  زېرمو کې جوړېږي  او څرګندېدل يې ديوې برنامې او فعاليت په بڼه دماشومانو په لوبو کې وي دبېلګه په توګه  :ځينې وخت يو ماشوم دلوبو دبهير په مهال خو  دخيال په نړۍ کې خپل ځان له يوه پياوړي او موفق  قهرمان سره  تصوروي ، همدرانګه ځينې وخت ماشوم خپل ځان  ، ستور مزلى ، فتبالر ، يو مشهور او پياوړي ښوونکي .... همداسې دخپل علاقې وړ کارونو کې يو دلوړ مقام خاوند ګڼي ، دغه رول لوبول  تخيل  ته بډاينه ورپه برخه کوي  او ماشوم ته ددې امکان ورکوي چې دهغه شخص  ارزښتمن  صفتونه په خپل ځان کې  پيدا او مستحکم کړي ، مثلا لکه څرنګه چې ماشوم په تخيلي اوضاع کې  دشجاعت ، تصميم نيولو ، منظمېدو ، فعالېدو ، ريښتينوالي ،  تقوا ،  او نورو سلوکونه په ځان کې پيدا کړي  ؛ ددې  له برعکسو سره يې  دځان پرتلنه کړې  نو په پايله کې کولى شي دخپل شخصيت په اړه يوه سمه  او واقعي ازريابي هم وکړي .
ديوه کار دفعاليت او تنظيم  په برخه کې  تخيل خورا اهميت لري   او دماشومانو دشخصيت دبشپړوالي مهم شرط ګڼل کېږي  او په خپلواک ډول دشخصيت دتبارز  لپاره د تخيل نوښتيز امکانات  لازمي دي .
 
دتخيل ډلونه :
 
    ارواپوهان غالبا په دې  تاکيد او ټينګښت لري  چې  تخيل بايد دمعرفتي فعاليتونو په هغه برخه کې وکارول شي چې اوضاع يې  خورا زياته نا ټا کلې وي ، هر څومره  چې اوضاع ، عادي ، دقيقه ، مشخصه او ټاکلې وي  په همغه اندازه  تخيل ته کم چانس  پاتې کېږي ، معمولا په هغه شرايطو  کې چې  داصلي فعاليت  قوانين او حدود معلوم وي او  دستونزې دحل فرمول بندي واضح وي نو له تخيل نه ګټه اخيسته له مينځه ځي ، اما ددې خلاف  که دستونزې  دحل په رابطه معلومات تخميني  ، تقريبي  او کم وي  نو له خيال او خيال پردازۍ نه ګټه اخيستنه زياتېږي .
دتخيل ګټه په دې کې ده چې ددې زمينه مساعدوې  چې تصميم ونيول شي  او له معمايي حالت نه دوتلو حتى  دځينو ضروري معلوماتو دورکېدو په برخه کې چې دفکر سره لازم وي پيدا کوي .
تخيل هم  دنورو معرفتي  فعاليتونو غوندې په مختلفو بڼو را ښکاره کېږي   چې ځينې  ډولونه يې کولى شو په لاندې ډول مطالعه کړو :-
١- غيرفعال تخيل :- دغه تخيل چې دپسيف تخيل په نامه هم يادېږي ، له هغه خيال پردازيو نه عبارت دى چې غالبا عملي اړخ ( جنبه ) نه لري  ، په دې حالت کې زموږ تخيل  داسې انځورونه ورسره نغاړي چې دعملي کېدو چانس يې کم وي  او  انسان يې وړتيا نه لري  مثلا انسان   له خپل ځان سره  يو ډول سلوک  جوړوي چې  هېڅکله نه وي اجرا شوى  او نه هم اجرا کېدلى شي  .
غير فعال خيال چې کيدى شي عمدي ( قصدي ) او يا غير عمدي ( غير قصدي ) وي درنګينو يا شيرينو خيالونو په نامه هم يادېږي ، په ټولو انسانانو کې دغه ځانګړتيا ليدل کېږي  چې دهرڅه په اړه شرين او فريبي ( تېر ايستونکي ) خيالونه لري  ولي که چېرته دانسان دتخيل په پروسه کې  ددا ډول خيالونه برخه زياته شي نو دشخصيت په بشپړ والي کې يو علت پيدا کېږي .
دغه ډول خيالونه غالبا دلنډ مهالې بېکارۍ ،  دخوب تښتېدنې ، هيجاناتو ، اضطراب  ، پرېشانۍ  او  نورو ... ورته علتونو په مهال پيدا کېږي .
٢- فعال تخيل : - دغه تخيل چې داکتيف په نامه سره هم يادېږي په دوو نورو څانګو ويشل شوى دى  چې عبارت  دي :( بې نوښته  تخيل ، نوښتيز تخيل )
الف : - بې نوښته  تخيل :-  ددې تخيل اساس  له تشريحي تصويرونو څخه تشکيلېږي ، دبېلګه په توګه  په ښوونځي کې ددرسي مضامينو درسونه لکه تاريخ ، جغرافيه ، بيولوژي  ، ، زيو لوژي  او نورو ښوونکي له اړتيا سره سم له نقشو ، مودل ، تصويرونو ، شکلونو او نورو څخه کار اخلي په داسې حال کې چې ممکن  موضوع  دور ښودل شوي شکل په بنه مجسمه او له حقيقي  بڼې څخه يې څه ونه ګوري ، په  هغه صورت کې خپله دښوونکي او زده کوونکو په وړاندې  دنقشو ، مودلونو ،  او نورو په اړه په  ذهن کې  يو تصور اېجادېږي .[1]
 
ب : نوښتيز ( ابتکاري ) تخيل : -  په دې تخيل کې بيا دلومړي ډول خلاف  په ذهن کې نوي تصويرونه  په  مستقلانه  بڼه  په ذهن کې پيدا انځورېږي  او په پاى کې  ديو نوښت د را مينځ ته کېدو سبب ګرځي .
په ابتکاري تخيل کې دانسان فهم او اراده  دخيله ده  او په کې ديوه شي طرحه او نقشه په سمه او ريښتينې بڼه  اچول کېږي ، دبېلګې په ډول ديوې ودانۍ نقشه چې  ديوه انجينر له خوا په خيال کې  انځورېږي ،چې په حقيقت کې دبشري ژوند زياتې لاسته راوړنې ، دکرنې ، صنعت ، تخنيک ، سياست او نورو  برخو لپاره  دبشر دهمدې  ډول خيالونه محصول او لاسته راوړنه ده .
    دشخصيت تکامل او ارزښت په دې پور ې اړه لري چې  دتخيل کومه بڼه دهغه دشخصيت په جوړښت کې برتري او لومړيتوب لري ، که چېرته زموږ دټولنې  د ځوانانو او تنکيو ځوانانو ابتکاري خيالات  په پوچو هيلو ، او غير فعالو خيالاتو برتري ولري په دې صورت کې کولى شو ووايو چې مونږ په راتلونکې کې  ديوې خوښې ، هوسا او سوکاله ټولنې لرونکي يو .
       په همدې ترڅ  کې له انفعالي تخيل نه هم خبرې کېږي  او هغه تخيل ته وېل کېږي چې په هغې کې دفرد علاقه او تمايل  په غوړو  او نرمو خيالونو روږدې کېږي  ، دغه تخيل په ماشومانو کې هم ليدل کېږي د بېلګې په ډول ماشومان  په  خپلو ورځينو لوبو کې خپلې نانځکې ( ناوې ) ته دخيال په نړۍ کې ديوه ژوندي  موجود فکر کوي ، له هغې سره خبرې کوي ، جامې ور اغوندي  ، له همدې امله ماشومان ځينې  وختونه په  داسې مسايلو کې مبالغه کوي  پرته  له دې چې دموضوع له واقعيت څخه  خبرتيا ولري .
     په هر صورت  دماشومانو مشرانو ته لازمه ده چې دخپلو ماشومانو دابتکاري تخيلاتو دغښتلتيا په موخه هغوى ته په مناسبو وختونو کې شپه او ورځ  افسانې ، داستانونه او حتى  ژوندۍ پېښې دتمثيلي ټوټو په بڼه وړاندې کړي  او دهغوى  دروزنې لپاره ښې او غوره لارې غوره کړي .
 
پنځم چارت ( ٥)
دتخيل ډولونه
 
 
١-غير فعال تخيل
٢- فعال تخيل
فعال تخيل
١-نوښتيز ( ابتکاري )  تخيل
٢- بې نوښته  ( غير ابتکاري ) تخيل
 
 

-روانشناسي تربيتي – تالف و نګارش محمد شهرستاني – (١٣٤٤) ايران ص (١٩٨-١٩٩)[1]