بياهم ملي جبهه

د برهان الدين رباني په مشرۍ د خلکو د ديموکراتيک ګوند د دواړو اړخونو د يو شمير شخصيتونو، د کمونستي رژيم د توکميزو مليشو مشرانو رشيد دوستم او منصورنادري، د شوراې نظار، جمعيت اسلامي ، حزب وحدت اسلامي د ځينو اړخونو د استازو او همدغه شان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د لمسي مصطفی ظاهر له خوا د ״ملي متحدې جبهي״ په نامه د يوه نوي جوړښت په رامنځته کولو سره د هېواد والو دغبرګون په لړکې ډيري ليکنې وشوې او موضوع د هره اړخه وڅيړل شوه. خو په دغه هکله د کابل نه د
״د متقالې جبهې جوړول، ״ملي جبهه״ پياوړې کوي״ خبردار: بله داسي متقابله جبهه مه جوړوئ !! د سرليک لاندې د ښاغلې حبيب الله اسد ليکنې او همدغه شان د״ملي متحده جبهه״ ترسرليک لاندې زما ليکنې د هېواد والو سره يو لړ سوالونه خلق کړي . په دې هکله د جرمني نه د ښاغلې محمد زمان يوه ليکنه هم خپره شوې ، چې د ښاغلي اسد او زما ليکنو ته پکې ربط ورکړشوی . دی زما د ليکنې ځينی برخو ته د شک او ترديد په سترګه ګوري . ښاغلی ليکوال زما د ليکنې د منځپانګې سره مخالف نه دی خو - زما ليکنه د جنګي ډلو د بل اړخ سره د افغان ملت، د ډاکتر سپنتا په مشرۍ د پخواني شعله جاويد د بيلو بيلو ډلو او يو لړ مستقلو شخصيتونو په ګډون د يوې متقابلې جبهې د جوړلو په لارکې د هېوادوالو دغبرګبون او نظر د معلومولو د پاره يوه هڅه بولي . د افغان ملت په ګوند کې زما نقش او فعاليت د ښاغلې محمد زمان د شک لامل شوی . خو ښاغلی محمد زمان په دې اړوند يوازې نه دی . دده له خوا په ليکلي بڼه طرح شوې پوښتنې او شک - د پورتنيو دوو ليکنو د خپريدو نه وروسته د نړۍ له مختلفوبرخو نه يو شيمر دوستانو د مستقيم تماس په وسيله هم طرح کړي . د موضوع اهميت او د هېواد والو انديښنه دا ايجابوي، چې د دواړو ليکنو په هکله يوځل بيا خپل نظر څرګند کړم .
لومړې، د ښاغلې حبيب الله اسد او زما د ليکنو ترمنځ کوم ارتباط نشته . دغه ليکنې په تصادفي توګه په يو وخت کې خپرې شوي . زه په جرمني کې ژوند کوم او ښاغلې حبيب الله اسد خپله ليکنه په کابل کې او - هلته هم د اوازو په بنسټ ليکلي . د ښاغلي اسد او زما ترمنځ ګډه وجه د نظر دا يووالی دی چې د متقابلې کاذبې جبهې جوړول د ستونځو حل نه دی . يوبل څه چې نه زما او نه دده په ليکنه کې څرګند شوي هغه د ملي قوتونو په ګوته کول دي . ماته ددې ځايه ددغه کار ترسره کول ستونځمن ښکاري . د ملي قوتونو د تشخيص او راټولو په هکله بايد زيات کار په هېواد کې دننه ترسره شي .
دوم، د״ملي متحده جبهه״ ليکنه يوازې زما د مغزو محصول ده او په دې هکله مې نه د ګوند او نه د کوم بل چا سره مشوره کړې . البته ما خپله ليکنه د افغان ملت اخبار ته هم ليږلې که چيرته هلته خپره شي، نو معلومه به شي، چې زمانظر د ګوند د پاليسۍ سره په سمون کې دی .
دريم، د افغان ملت په ګوند کې د خپل نقش په هکله بايد وليکم، چې د 1978 کال د ثور د کودتا نه د 2002 کال د اګست ترمياشتې ما په ګوند کې تقريبإ مرکزي نقش لرلی . خو دهغې وروسته مې د شخصي ستونځو په وجه د مرکزي نقش د لوبولو او کومي دندې د درلودلو نه ډډه کړي . زه اوس په ګوند کې د عادي غړيتوب پرته هيڅ نوع رسمي مسؤليت نه لرم . نو ځکه بايد زما شخصي نظر د ګوند په پاليسۍ تعبير نه شي .
څلورم، ترکومه ځايه چې زه خبر يم، د افغان ملت ګوند اوس د خپلو تشکيلاتو په نوي کولو او بيا تنظيم بوخت دی، د يادو شويو جنګی اوغيرجنګې قوتونو سره د متقابلې جبهې د جوړولو د پاره نه وخت، نه ګډې وجهې، نه اړتيا او نه هم کافي انرژي لري . نو ځکه دافغان ملت سره د کاسې لاندې کومه نيم کاسه نشته . خو څنګه چې په ولسي جرګه کې وروستيو پیښو وښوده، افغانان هم د حکومت او هم د ناملي ״ملي متحدې جبهې״ په وړاندې يوه ملي او ديموکرات بديل ته ضرورت لري . زما په نظر د افغان ملت ګوند بايد دداسې يوه بديل په جوړولو کې مرکزي نقش ولوبوي. ټول هغه افغانان چې د اوسني حالت نه ناراضي دي، د هېواد د افغاني هويت سره مينه لري، د هېواد ايراني کول، روسي کول او پاکستاني کول نه غواړي، د ديموکراسۍ او مدني ټولنې د ودې سره علاقمند دي مسؤليت لري چې ددغه شان يوه بديل په تقويه کې په عملي توګه برخه واخلي او د معجزې په تمه لاس ترزنی کښېنني .
پنځم، په حکومت کې د افغان ملت د ګوند د نقش په هلکه بايد يادونه وشي چې د افغان ملت ګوند پخوا د افغانستان بانک د رئيس او اوس د ماليې د وزير په حيث د ښاغلې احدی د کار نه ملاتړ کوي . دی په خپلو دواړو دندو کې هېواد ته د ستر خدمت باعث شوي . خو ده به د خپل کار په اوږدو کې يولړاشتباهات کړي وي . ځينې دوستان به يا په حقه او يا هم د غلطفهمۍ په وجه دده نه ناراضه وي . خو څوک چې کار کوي، د هغه نه غلطي هم کيږي او د انتقاد ګوته ورته نيول کيږي. دا بايد هم په ګوته شي، د ښاغلې احدي د نقش په هکله د ولسمشر، ښاغلې کرزي او زموږ د ګوند ترمنځ هيڅ نوع معامله نه ده شوې . ښاغلی کرزي تل دا خبره کړې، چې حکومت يئ ائتلافې نه دی . نو ډاکتر احدي هم د سياسي او اقتصادي چارو د متخصص په توګه په حکومت کې کار کوي نه د افغان ملت د ګوند د استازی په توګه .
شپږم، دا چې د افغان ملتيانو په وړاندې د اوسنې حکومت تبعيض د رباني د حکومت نه کم ندی واقعيت لري . په دې هکله چې ښاغلی محمد زمان د هرچا نه نقل قول کړی، سم او په ځاۍ دی . خلک تور لګوي، چې افغان ملت ډيرحکومتي پستونه اشغال کړي او د هغه نه ناوړه استفاده کوي . دا د واقعيت نه لرې تورونه دي . د ښاغلې احدي نه پرته د حکومت په لوړو پستونو کې هيڅ يو افغان ملتی نشته . که شپه تياره ده مڼې په شمار دي . په ټول حکومت کې هيڅ يو معين هم د افغان ملت غړی نه دی، هيڅ يو والي افغان ملتي نه دی، د مستقلو ادارو په مشرانو او يا لوړرتبه مامورينو کې د افغان ملت ونډه ًصفر ده . په ديپلوماتيکو نمايندګيو کې هيڅ يوافغان ملتي کار نه کوي . البته په وړو دولتي مامورينو کې د افغان ملت غړي شته او دا د هرافغان حق دی چې په خپل هېواد کې کار وکړي . زموږ دوستان هم بايد دغه حق زموږ نه وا نه خلي . هم په داخل او هم په خارج کې زيات داسی افغان ملتيان شته، چې هم د مسلکي زده کړو، هم د کاري تجربې او هم د سياسي تقوی په لحاظ هېواد ته ښه خدمت کولی شي. خو يوازې په افغان ملت کې ددوئ غړيتوب ددې باعث شوی چې د دوئ د انرژۍ او استعداد نه د هېواد په ګټه کار وانخيستل شي . نوځکه بايد د حکومت د هرې نيمګړتيا مسؤليت افغان ملت ته متوجه نه شي .
اوم، دا چې د افغانانو په غونډو کې افغان ملتيان نه ليدل کيږي هم واقعيت نه لري . موږ د پخوا په شان د خپل هېواد د پيښو سره مينه لرو او د خپل وس او توان سره سم په اړوندو غونډو کې برخه اخلو. البته په اروپا کې د ګوند په فعاليتونو کې نيمګړتيا شته . موږ په دې هکله د دوستانو انتقاد منو. خو دا بايد په ګوته شي، چې اوس د افغان ملت مرکزيت افغانستان ته انتقال شوی او ټول کار هلته ترسره سره کيږي . دا چې د افغان ملت اخبار چاته نه رسيږي، يا دا چې د افغان ملت د دريځ نه څوک پوره نه خبريږي او يا داچې افغان ملت ولې د ستونځو په هکله د خلکو سره خبرې نه کوي په ځاۍ انتقادونه دي . ددغو نيمګړتياؤ د منځه وړو د پاره کار کيږي .
لنډه داچې موږ په ګوند کې دننه او هم د ګوند نه د باندې ستونځی لرو. په هېواد کې د داسي قوتونو د سخت او ظالمانه پروپاګند سره لاس په ګريوان يو، چې قوي مالي بنسټونه، پراخه دولتي، تبليغاتي، پوليسي او پوځي امکانات يئ په لاس کې دي . ددې نه پرته په نږدې او لرې ګاونډ کې يې بهرني دولتي او غير دولتي مؤسسات ترشا ولاړ دي . په حکومت کې زموږ د نقش په هکله ظالمانه مبالغه کيږي . دسياسي کار په اوږدو کې به حتمي زموږ نه غلطي شوي وي . خو موږ هيڅکله د هېواد د ملي ګټو په ضد د خارجيانو د لاس اله شوي نه يو، زموږ لاسونه د هېوادوالو په وينو سره نه دي او نه مو د هېواد په ګنډواله کولو کې برخه اخيستې . موږ د خپلو دوستانو انتقادونه منو او هڅه کؤ، چې نيمګړتياوې لرې شي . خو د دوستانو نه هم هيله کوو، چې زموږ په هکله يې بايد قضاوت په واقعيتونو بنا وي .
جمال رحمان
جرمنې، دوسلدورف، 20 مې 2007