درد او انتظار


اوښکې ، ګیلې، دردونه ،سلګۍ ، شوګیرې او انتظار زما خوږې محبوبې ته کومه نوې خبره نه وه ، ډېر ځله به چې زه دملګرو دخوښیو په محفلونو او سیلونو کې ډوب او دځوانۍ خمار په سر اخیستی وم نو هغه به راته هماغسې په سرو سترګو انتظار ناسته وه او په ساعتونو ساعتونو به یې زما دورتګ لارو ته سترګې نیولې وې او په خیال کې به یې دخپل ماشومتوب دنانځکو غوندې له ځان سره لوبولم .
زما سفر به هر وخت دهغې له اوښکو ، ګیلو او کله کله له ژړا ګانو پیلېده او ډېر ځله به زما حتی دډېر وړوکي سفر سره هم دهغې دګیلو او سلګیو بهیر هم پیل شو . دلته نو زما ډاډ او نازونو دهغې هېڅ درد نه شو دوا کولای او تل به یې سترګې ډېرې وړاندې په هغو پړاوونو خښې کړې وې چې زه به پرې شېبه وروسته تېرېدم .
کله به چې زما دراستنېدو وخت شو نو هغه به هم دکوټۍ په کړکۍ کې دماشومې غوندې ناسته وه او لاندې لارو ته به یې کتل چې خپل ګران به یې له کومه راځي او چې کله را ورسېږي نو ددروازې له خلاصولو سره به څه شیطاني کوي ، له جامو به یې ګردونه څنډي او بیا به یې په ډېره بې صبرۍ په خپله مینه ناکه غېږ کې رانغاړي .
۲۰۱۲ اګسټ ۵