څوک په ولسواليو حکومت کوي ؟


په افغانستان کې عامه اداره دمرکزيت داصل پربنسټ ولاړه ده ترډيره بريده صلاحيتونه هم له مرکز سره وي اوپه لوړکچه پريکړې هم مرکزي ادارې ترسره کوي اوبيادمرکزي ادارو يا واحدونو له لارې دسلسله مراتبو په رعايت سره سيمه ييزو اداروته ليږدول کيږي اوپه غبرګون کې سيمه ييزې ادارې خپلې کړنې اواقدامات مرکزي اداروته استوي که په هېواد کې موجود اداري سيستم دنړۍ دپرمختللو هېوادونو سره پرتله شي نتيجه به دا وي چې اوس مهال په دې هېوادکې دادارې جوړښت دوديزه بڼه لري په دې مانا چې ترپايلو کړنو ،موخو او اجراءتو يې شکليات او تشريفات زيات وي او تردې مهاله داسې ادارې هم شته چې هغه دپخوانۍ زمانې په شان په کې چارې روانې دي په عصري وسايلو لکه کمپيوټرونو ،انترنت اونورو هغه وسايلو باندې چې ديوې عصري اوپرمختللې ادارې لپاره په دې عصرکې ضروري دي سمبال شوې نه دي .
که چيرې په يوه هېوادکې عامه اداره فعاله ،کاري ،مسووله ژمنه اوقوي وي نو ولسونوته دخدمتونو دوړاندې کولو ترڅنګ په بېلابېلو سياسي ، اجتماعي ،فرهنګي ،اقتصادي ،تجارتي ،نظامي اونورو برخو کې دپام وړمثبت بدلونونه رامنځته کيږي دمرکزيت داصل په اساس په هېواد کې په ډيرقوت سره دولتي حاکميت ټينګښت مومي اوپه لويه کچه دامن ،سولې اوثبات لپاره زمينه برابريږي.
که دلومړي بن له پريکړې اوسياسي بدلون وروسته په هېوادکې دعامه ادارې په جوړښت ،حالت او څرنګوالي باندې بحث وشي په څرګنده توګه ډيرې داسې منفي اړخونه او لاملونه په ډاګه کيږي چې په دې لسو کالونوکې يې په لويه کچه په هېواد کې خلکوته د خدمت کولو ،غوره حکومتدارۍ ،سالمې ادارې ،اقتصادې ودې ،امنيت ،ثبات اودولتي حاکميت په وړاندې خنډونه پيدا کړي دي ،دنړيوالې ټولنې دمادي اومعنوي ملاتړ سره سره نه زمونږ مرکزي ادارې فعالې شوې اونه سيمه ييزې ادارې اکمال ،تجهيز اوپياوړې شوې ځکه چې نه دعامه ادارې ترکيب ملي شو اونه داداري جوړښت په چوکاټ کې دشته واحدونوپه پياوړتيا اوتقويت باندې کار وشو بلکې دمفسدينو ،زور واکانو ،مافيايي کړيو،ګوندي معاملو،قومي سياليو،غيرې منطقي سياستونو ،دملي ګټوپه زيان مصلحتونو په اساس عامه اداره له مرکز نيولې تر ولسوالۍ اوکلي پورې دومره کمزورې وساتل شوه چې دولسونواو دولت ترمنځ يې لوى واټن رامنځته اوپه دولت يې ولسي باور زيانمن کړ.
څرنګه چې دعامه اداري په چوکاټ کې د٣٦٧په شميره ولسوالۍ په دولتي جوړښت کې په ټول هېوادکې شتون لري ترنن ورځې پورې هيڅ پاملرنه ورته نه ده شوې بلکې که يوه دقيقه سروې ،څيړنه اوپلټنه ترسره شي په دې تيرو کالونو کې چې کوم څه ترسره شوي هم دي يواځې دولايتونو په مرکزونو تمرکز شوى دى چې دغه سترۍ غلطۍ لويي ننګونې رامنځته کړي اودولتي حاکميت ته يې ژور زيانونه رسولي دي همدا لامل دى چې دولت اوس مهال په ډيرو ولسواليو باندې تسلط نه لري بلکې هلته دوحشت دهشت اوافراطيت واکمنۍ رامنځته شوي دي ددولت قوت او حاکميت يواځې دولسوالۍ دودانۍ په احاطه کې دننه دى هغه هم دويرې ،تهديد او جګړيزو شرايطو ترسيوري لاندې قرار لري.
ولسوالۍ په افغانستان کې دحکومتدارۍ وروستى رسمي خط يا اداري واحدبلل کيږي چې په راس کې يې ولسوال اوپه جوړښت کې يې دسکتوري وزارتونو دريمي واحدونه قرار لري په عين حال کې امنيه قومانداني ،څارنوالي او محکمه هم دولسوالۍ په اداري جوړښت کې شامل دي ددې ترڅنګ دحکومتدارۍ ځينې نور غيرې رسمي بنسټونه هم شته چې دولسي نفوذ په اساس دولسوالۍ له ادارې سره دهمکارۍ او همغږۍ له لارې ددولت دتګ لارو په پلي کيدو کې مرسته کوي او خلکوته خدمت ترسره کوي.
دامنيت،سولې ،امن ،نظم ،ثبات ټينګښت ،دقانون د حاکميت برقراري،دوګړو دحقوقوساتنه رعايت اوملاتړ،دټولنيزو،اقتصادي،پوهنيزو،فرهنګي چارو پراختيا،ولسونوته دغوره خدمتونو وړاندې کول،دښې حکومتدارۍ دبنسټونو تقويت ،دملي او اسلامي ارزښتونو پالنه،دعدالت تامين،دپېښو اوزيانونو کنترول،دروغتيايي اسانتياوو برابرول،چاپيريال ساتنه بلکې دافغانستان دملي پراختيايي ستراتيژۍ داهدافو پلي کيدل په لويه کچه دولسوالۍ دادارې اساسي موخې بلل کيږي.
کله چې دولسوالۍ يوه اداره په دې اندازه اساسي دندې لري نو اړتيا خو داوه چې په دې لسو کالونو کې دولسواليو اکمال ، تجهيز ،پياوړتيا ته جدي توجه اوځانګړې پاملرنه شوې واى داچې ولې په دې هېوا دکې دحکومتدارۍ وروستي اداري واحدونه چې ولسوالۍ دي په کمزوري حالت کې وساتل شوې په دې اړه بايد له مسوولو ارګانونو اومسوولينوڅخه جدي څيړنې اوپوښتنې ترسره شي؟
بله داچې دولسواليو لپاره دولسوالانو په ټاکلو اوګمارلو کې هم ژورې لوبې ترسره کيږي هرڅوک هرګوند ،هرډله ،هردفشارګروپ،هره مافيايي کړۍ اوهره دغاصبينو ځنځيري شبکه غواړي چې دولسوالانوپه ګمارنه اوټاکنه کې ځواکمن رول ولري ددې پرځاى چې په دې لسو کالونو کې په کارپوه ،تکړه ،وفادار،ژمن اوپه ملي ګټو مين ولسوالان دولسواليو لپاره ټاکل شوې واى خوداسې ونه شول بلکې دمعاملو ،روابطو ،مافيايي ګټو اوپرديو اشاره په اساس دولسوالانوپوستونه ډک شول چې په دې کې اوس هم ستونزې دي کله يې په يوه اداره پسې اوکله يې په بله اداره پسې تړي.
اصلي خبره داده چې افغانان په ښارونو حکومت کول نه غواړي بلکې هررېښتنى افغان غواړي چې په هره ولسوالۍ ،سيمه ،کلي اوبانډه کې دولت حاکميت ولري اوکولى شي خلکوته خدمت وکړي اوکه دواک په ګدۍ ناسته مشران په دې فکرکې وي چې په ښارونو حکومت کول ددولتي حاکميت ،قوت اوغوره حکومتدارۍ په مانادي دا نوبيا يوه تاريخي تيروتنه اوله پوښتنې څخه ډګه تګلاره ده چې په جديت سره يې بايد څيړنه اوپوښتنه وشي!
داچې ولسمشرڅو ورځې وړاندې په خپل فرمان کې دځينو هغه موضوعاتو اومسايلو يادونه وکړه کوم چې په تيرو لسوکالونو کې په دې هېوادکې دپرمختګونو اومثبتو بدلونونوپه وړاندې جدي خنډونه بلل کيدل دملت لپاره نوې خبره وه خو دحکومت دريځ او ارادې ته په کتوسره اوس هم ولسونوته زوړ اوپخوانى داستان برېښي
که اوسنى حکومت په واقعيت سره غواړي چې په دې خاوره کې دمېشتو ولسونو ناهيلۍ يوځل بياپه هيلو بدلې کړې نو ولسمشربايد په جديت اوقاطعيت سره ټولو قوانينوته په درناوي دټولو هغه ننګونواوفسادونوپه وړاندې مبارزه وکړي چې حکومت يې دکمزورۍ تر وروستي بريده رسولى دى.
په نورو چارو کې دسمون اوبدلون دمنځته راتګ لپاره دهېواد ولسمشرته يو وړانديز دادى چې نوموړى بايد ترهرڅه زيات ولسواليوته خپله توجه زياته کړي اوخپل ټول فکر دې په ولسواليو کې دپرمختګ ،ترقۍ ،بيارغونې ،امنيت ،ښې حکومتدارۍ اوسالمې ادارې دبنسټونوپه تقويت باندې متمرکز کړي ځکه کله چې ولسوالۍ فعالې اوقوي شي په واقعيت کې په قوت سره دولتي حاکميت دملي واکمنۍ په چوکاټ کې ټينګښت مومي.
دولسواليو ټولې ادارې بايد اکمال ،تجهيز اوپياوړي شي،په کارپوه ،بانفوذه ،مسلکي،اهل او دولس خدمت ته ژمنو ولسوالانوته بايد دندې ورکړل شي، په ولسواليو کې بايد دټولو ادارو ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ارګانونو ،عدلي اوقضايي ادارو لپاره تاسيسات جوړ شي ،په ولسواليو کې دې پرمختيايي کارونو او پروژو ته توجه وشي دکاري فرصتونوپه ايجادکې بايد لازم تلاشونه وشي په ولسواليو کې له ټولو حالاتو بايد څارنه زيات شي ترڅو په رېښتنې توګه هم دولتي حاکميت ټينګښت پيداکړي اوهم دسيمه حاکميت په چوکاټ کې ددولت ټولې تګ لارې اوکړنلارې په غوره توګه پلې شي نو له مرکزي حکومت مو پوښتنه داده چې ولې مو ولسوالۍ له پامه غورځولې دي ؟