ګړۍ



ټک ټک ټک
غږ دڅه دی راته وايه ؟
ددې ښار سمنټي لار ده
کوم بوډا په واټ تېرېږي
دلکڼې دسر سرپ یې
په اواز باندې بدلېږي
که له دې ماڼیو لرې
پسرلی دی او باران دی
دڅڅوبي دټک ټک فضا اخستي
دشین ګل اکا دباغ ورانه جونګړه
غږ دڅه دی راته وایه ؟
راته ځیر شه راته ښایه
ښه پوهېږې
ښه پوهېږم
انتظار دی او دردونه
شپه تر نیمې ده اوښتې
اوس له دوولسو بجو نه
نږدې نهه پنځوس تېرېږي .
دګړۍ ثانیه ګر تا غوندې شیطان شو
په ټک ټک کې راته وايي
هغه نه راځي ملګریه
په للو للو للو یې اوده نه کړې
خو زه شته یم
درسره یم
دټک ټک په زمزمو به دې وکړي
په همدې للو للو به دې اوده کړم

۲۰۱۲ اګسټ۶