
نهم څپرکى
دقت يا پاملرنه ( Attention)
کله چې د دقت يا
پاملرنې په اړه خبرې کوو نو منظور مو هغه کړه ( فعل ) دي چې ديوه ژوندي موجود څخه
سر ته رسېږي ، پاملرنه په حقيقت کې ددروني اغېزو او علتونو انګيرنه ده ، په دې
مانا چې دچاپېريال له هغه موثرو محرکاتو او عواملو څخه مينځ ته راځي کوم چې موږ يې رانغاړلي يو .
پاملرنه ( توجه )
په لغت کې يو څه ته مخه کول يا مخ اړول
دي په اصطلاح کې يوه ټاکلي محرک ته دڅه مودې لپاره دذهني فعاليت راغونډول او متمرکز کول دي ، په بل عبارت په
يوه ټاکلي وخت کې ديوه ذهني فعاليت
لپاره دشخص توجيه او کنترول دپاملرنې يا دقت په نامه يادېږي .
او ياهم ويلى شو چې :
يوې ټاکلې نقطې ته ديوه شخص دټولو حواسو جلب او جذب پاملرنه
بلل کېږي .
دپاملرنې له ځانګړنو څخه يو هم دهغو انتخابي بڼه ده ، لکه څرنګه چې وويل شول توجه
غالبا يوه شي او يوې ټاکلې موضوع ته
متمرکز والى مومي زموږ دغه خبره هغه وخت
حقيقت ته نږدې کېږي چې عادتا او يا په
ارادي توګه يوه واقعيت ته پاملرنه وکړو .
پاملرنه له چمتو
والي سره تړلې ده ، په دې مانا چې فرد بايد په جسمي او رواني لحاظ
د پاملرنې عمليې ته اماده وي څو وشي کولى يو خاص محرک وټاکي او په وړاندې يې مناسب غبرګون وښيي
.
دشخص تياري او چمتو والى
د محرک په وړاندې دپاملرنې په بهيرکې
دمناسب ، په ځاى ، په وخت او موقع چلند په غرض هم له خورا لوړ اهميت څخه برخمنه ده
، نو په دې اساس توجه په خپله ريښتينې بڼه دحسي غړو ، عصبي او عضلاتي
دستګاه او دفرد دپخوانيو
تجربو سره خورا لازمه او اړينه ده .
دپاملرنې ( توجه )
شدت او ځواک دهغې له تمرکز سره مستقيمه اړيکه لري ، په دې مانا چې په هره
اندازه دفرد علاقه او لېواليتا له يوه شي
او يا يوې موضوع سره زياته شي ، په
همغه اندازه د پاملرنې شدت هم زياتېږي ، ددې برعکس دبې ارزښته شيانواو موضوعاتو په وړاندې د توجه شدت هم
کمزورى وي .
افراد تر پاملرنې
لاندې موضوع په نظر کې نيولو سره دمختلفو
پاملرنو لرونکي وي ، په دې مانا چې په يوه
مجلس کې حاضر افراد يوې پېښې ته په
يوه ډول نه بلکې د توجه نه نظره متفاوت وي
، دتوجه دتمرکز په اړه زماني واټن
هغه افرادو ته چې په حقيقي عمر کې سره
برابر نه وي متفاوته بڼه لري دعمر دغه فاصله د ودې
دمراحلو له اړخه د اعتبار وړ
وي نه د لنډو
او کمو زماني توپيرونو په اساس ،
دبېلګې په توګه يو وړوکى ماشوم نه شي کولى چې ذهني فعاليت له څو دقيقو څخه زيات ( په منځنۍ
کچه لس دقيقې ) څخه يوې موضوع ته ولو که هرڅومره زړه راښکونکې هم وي متمرکز کړي
خو يو دلوړ عمر لرونکى کولى شي له نيم ساعت نه زيات ( په منځنۍ کچه ٣٠ دقيقې) په عادي توګه يوې ټاکل شوې موضوع ته خپله توجه متمرکزه
وساتي ، په دې لحاظ ماشومان له ځوانانو او لويانو سره د توجه په برخه کې دپرتلنې وړ نه دي ، ددقت او
توجه عمليه په ماشومانو کې په تدريجي توګه
دهغوى دوړتياوو او استعدادونو دودې سره
سم دخپلو ذهني فعاليتونه سره په اړيکه کې بشپړوالي ته رسېږي ،
په ماشومانو کې د (٦-٧) کالونو تر مينځ عمر کې ګرانه وي چې ديوې ځانګړې موضوع ديادولو په موخه خپله پاملرنه دزيات وخت لپاره متمرکزه
کړي ځکه چې دماشومانو ددقت پروسه چې د
نورو بېلابېلو اعمالو لکه عواطفو او احساساتو متاثره ده خوره او
تيتېږي ، په همدې سبب په دې تاکيد
کېږي چې دښوونځيو او مدرسو لومړنۍ دورې
زده کوونکو ( کم عمره زده کوونکو ) ته
درسونه بايد دهغوى آني اړتياوو ته په پام سره ترتيب او تر لاس لاندې ونيول شي
، ښوونکي هم بايد له داسې تدريسي مېتودونه څخه کار واخلي چې اکثره يې دزده کوونکو
په خصلتونو راوڅرخېږي ياني
ونډه په کې دزده کونکو ( شاګرد محورۍ )
ډېره وي .
ددندو په
رديف او ددې لپاره چې دتوجه ثمر او حاصل هم تر لاسه کړو کولى
شو اړين عوامل او دغير عمده عواملو چې اړتيا ورته زياته نه
وي ؛ نوم واخلو ، دټاکل شوې موخې دتر لاسه
کولو لپاره د ذهني موجود فعاليت او تسلسل
هم دعمده معرفتي عمليو ددندو تر تاثير لاندې
دپاملرنې وړ ګرځي .
دفعاليت دجريان تنظيم
او کنترول دهغو په تدريجي بڼې سره دپاملرنې
ددندو يوه برخه ګرځي چې له
انسانانو سره دخپلو لوړو ارمانونو په لاس
ته راوړلو کې ياري او مرسته کوي .
دپاملرنې ( توجه ) ډولونه :
دا چې پاملرنه يو
پيچلى او
رواني حالت دى نو له همدې امله يې
دډولونو په ټاکنه کې ډېرې باريکۍ او نښې
ليدل کېږي چې په ستونزمنه توګه کولى شو
هغه له يو بل نه بېلې کړو .
په اکثره علمي سرچينو کې توجه په درې ډوله تقسيم بندي شوې ده
چې عبارت ده له :
ارادي ، غير ارادي او
عادي توجه څخه .
١- غير ارادي توجه : - هغه توجه ته ويل کېږ ي چې بې له کوم
مخکيني پلان او برنامې څخه زموږ توجه ديوه
محرک په لور اړوي ،په دې ډول توجه کې طبعا زموږ تر توجه لاندې موضوع زموږ لپاره
دموثريت له اړخه فوق العاده زړه
راښکونکې وي چې دخپل تاثير دشدت له امله
بې له کومې مخکينۍ ارادې څخه مونږ او زموږ حواس دځان په لور را کاږي لکه : زړه راښکونکي او تازه غږونه ، ناڅاپي او
تعجب اوره پېښې ، نادر يا کم پيدا
څېزونه او همداسې نور ....
غير ارادي توجه په
ماشومانو کې په زياته اندازه ليدل کېږي حتى دښوونځي په ډېرو کم عمره ماشومانو کې
هم دا ډول توجه دودې په حال کې وي نو
دلومړنيو ښوونځيو ښوونکو ته ښايي چې له مختلفو لارو او طريقو نه له مختلفي بهرنيو
انګيزو او تشويق نه کار واخلي څو زده کوونکي يې له درس سره علاقه پيدا کړي او د هغوى
دپاملرنې دجذب سبب شي .[1]
٢- ارادي توجه : - هغه توجه ته ويل کېږي چې په ارادي ډول ديوه شخص له خوا نه يوې
موضوع ته صورت نيسي
لکه دټکسي يو چلوونکى چې دترافيکي
قوانينو درعايت لپاره دڅلور لارې سرو څراغونو ته پاملرنه کوي .
ارادي توجه معمولا په ځوانانو
او لويانو کې په واقعي بڼه
ډېرېږي او ددې برعکس په کوچنيانو او دکم عمر ماشومانو کې د داډول توجه چانس کم وي .
٣-عادي توجه : -دا ډول توجه دغير ارادي توجه يوه پرمختللې بڼه
ده ، په دې مانا چې په عادي توجه کې دشخص
اراده مخکې کارېدلې او وروسته يې بيا دزيات تکرار او تمرين په سبب عادي بڼه
خپله کړې ده او اوس هسې په
کمزوري يا وړوکي غبرګون سره بې له دې چې وخت ضايع شي زموږ
توجه اصلي موضوع ته جلبېږي ، دبېلګې په
توګه : يو ټايپيست چې کلونه کلونه يې دټايپستۍ په ماشين مکتوبونه او ليکنې کړې اوس
يې ګوتې له تڼيو سره داسې بلدې شوې چې له
ورکتلو پرته بې له ځنډه په ګوتو تڼۍ پيدا کوي او ليکنه کړي يا يو موټر
چلوونکي چې کلونه کلونه يې موټرواني کړې ،دلاسونو
او پښو فعاليت يې اجرا کړى اوس بې له دې چې
داړتيا وړ وسايلو ته وګوري موټر ته
حرکت او فشار ورکوي .
په توجه اغېزمن عوامل :
په توجه باندې
موثر عوامل په دوو برخو ويشلى شو چې عبارت
دي له بهرنيو او کورنيو عواملو څخه :
الف : - بهرني موثر عوامل :-
تجربو ښودلې چې پر توجه دبهرنيو
تاثيراتو په برخه کې دمحرک ډول ، ځاى او نوى والى
له خورا ځانګړي ا هميت څخه برخمن دى .
له بهرني عامل څخه منظور او موخه هغه اشخاص ، شيان ، تصويرونه ، منظرې ، غږونه او په ټوله کې هغه
عوامل دي چې زموږ حسي غړي يې متاثر کړي او
زموږ دتوجه سبب ګرځي .
تجربو ښودلې چې يو تصوير له کلماتو وړاندې دتوجه جلبوونکى وي ، دانسان تصوير له نورو تصوير ونو څخه زياته راښکونتيا لري ، لوى
اعلانات او اشتهارات له وړوکو هغو څخه
زيات زړه راښکونکي وي ، خوځنده شيان له ولاړو او ثابتو شيانو څخه زيات دپاملرنې وړ ګرځي .
دزيات وضاحت لپاره
کولى شو دتوجه موثر بهرني عوامل
په لاندې
ډولونو ووېشو .
- قدرت ( Strenght) ياغښتلتيا : هغه څېړنې او مطالعات چې دتبليغاتي موسيساتو له
خوا شوي دي څرګندوي چې قدرت او غښتلتيا
دخلکو د پاملرنې له را ګرځولو کې يو ستر
عامل دى او خوار مهم رول لري ، دبېلګې په توګه : يو دغښتلي وجود لرونکى پلوان ديوه بل منځني
وجود لرونکي پلوان په نسبت د ليدونکو
پاملرنه ځان ته زياته راګرځولى شي ، همدا رنګه قوي او تازه رنګ له
کمزوري او پيکه رنګ څخه زياته راښکونتيا لري او پاملرنه را ګرځوي .
٢- تغير ( Change) :-په خپل ذات کې تغير ديوه عامل يا محرک
په توګه په فرد کې دتوجه دجلب سبب ګرځي لکه
په بڼه او څېره کې بدلون ، په محل ، څرنګوالي ، څنګه والي ، رنګ ، موضوع ، مېتود او
نورو .... کې تغير
٣- تکرار ( Repeat) : تکرار هم په خپل
نوبت سره يو بل عامل دى چې د پاملرنې
په را اړولو کې خپله مهمه برخه لري دبېلګې په توګه دواکسين
دورکولو ګروپ دماشومانو دمور او پلار دپاملرنې ر ا اړولو لپاره په بار
بار د ( پاملرنه ، پاملرنه ، پاملرنه ...... ) نارې تکراروي .
خو دتکرار دمحرک په اړه بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسو :
- تکرار بايد دزماني او مکاني شرايطو په نظر کې نيولو سره په
ټاکلو فاصلو او دمو (وقفو) سره صورت ونيسي
څو دتوجه دتاثير په برخه کې کمښت رانه شي .
- تکرار بايد يو نواخت
نه وي بلکې په مختلفو بڼو صورت ونيسي ، همدې اصل ته په پام سره ؛ تکرار
بايد دلهجې ( ګړدود ) ، وسايلو ، او
بېلابېلو بېلګو ورکولو له بدلون سره ملګرى وي .
٤-نوى والى ( Freshnee) يا تازه ګي :-دا چې هر فرد دنوي څېز په ليدلو خوند
اخلي نو ځکه خو هر نوى او تازه څيز دافرادو پاملرنه ځان ته زياته او زر ځان ته راګرځوي ، يوه ناڅاپي پېښه ، يوه
ناليدلې منظره ، يوه فوق العاده بريا په فوري توګه دافرادو توجه
ځان ته جلب کولى شي .
٥-اختلاف يا تضاد ( Differentiation) :- هغه څيز يا محرک چې دخپل شا وخوا نورو څېزونو سره تضاد او اختلاف
ولري نو
ځان ته زياته پاملرنه اړوي ، لکه
دځوانانو په مينځ کې يو بوډا ،
دپېغلو په مينځ کې يوه زړه ښځه ، په وچه اوسوې دښته کې يوه ښکلۍ مرغۍ ټول داسې څه دي چې دشته تضاد له مخې دليدونکو پاملرنه جلبوي .
څومره چې دمحرک دموقعيت
طرحه او بنسټ هلته د موجودې زمينې او طرحې له بڼې سره توپير ولري په همغه
اندازه په کې دپاملرنې دجلب تشخيص په ښه ډول او بڼه صورت نيولى شي .
ب : - پر توجه موثر داخلي عوامل :-
پر توجه باندې
اغېزناک داخلي عوامل چې غالبا زموږ له رواني چارو سره هم تړاوو لري په درس او تدريس
کې يوه مهمه موضوع ګڼل کېږي
په لنډون سره به يې په لاندې ډول نومونه راوړو .
١- بنسټيزې اړتياوې ( Besice needs ) : - دا يو واقعيت دى چې دانسان پاملرنه تر
ټولو وړاندې هغه څه ته ور اوړي کوم ته چى دى اړتيا لري دبېلګې په توګه د وږي انسان پاملرنه تر ټولو وړاندې ډوډۍ ته اوړي ، ستړې او خسته انسان تر ټولو
وړاندې استراحتځاى ته پام اړوي ، په
ښوونځيو کې هم که چېرته درسي موضوعات دزده
کوونکي له اړتياوو سره په اړيکه کې ترتيب
شي نو دهغوى توجه ورته ډېر زر اوړي .
٢-عادت ( Habit) :-
عادت هم په خپل نوبت دشخص په پاملرنه کې
موثر دى ،دبېلګه توګه يو شخص يو معمار تر نورو اشخاصو وړاندې ديوې ودانۍ
نقشې ته ځير کېږي ، يو سوداګر تر نورو وړاندې سوداګريزو اعلاناتو او اشتهاراتو ته
دقت او پاملرنه کوي .
مجرب ښوونکي تر هڅه
او کوښښ کوي چې خپل زده کوونکي غوږ نيولو ، حساب کولو ، لوستلو او ليکلو سره عادت کړي ځکه چې کله زده کوونکي ديادولو او زده کولو له
اصلي مهارتونو سره عادت شي نو دزده کړې په چارو کې دښوونکي کار يو څه اسانېږي .
٣- رغبت (Intersat) يا علاقه :-رغبت ،
علاقه او ذوق ددقت او پاملرنې په بهير کې
خورا مهم رول لوبوي ، دغه ميل او
علاقه يو انسان د ځانګړو عاملونو (
محرکاتو ) دلاسته راوړلو لپاره چمتو کوي .
دمختلفو افرادو لپاره دځانګړو محرکاتو علاقه سره توپير لري ، معمولا افراد هغه شيان او چارې
دخپل پاملرنې وړ ګرځوي چې د هغوى د علاقې او ميل وړ وي .
علاقه له روزنيز اړخه دفرد دفعاليتو دپيل ټکى جوړوي ، ددې لپاره چې زده کوونکي يوه ځانګړې موضوع يا مطلب دپاملرنې او دقت وړ
وګرځوي نو بايد لومړى له هغو سره علاقمند شي ، ښوونکي بايد کوښښ وکړي چې دزده کوونکو
دپاملرنې د را اړولو لپاره درسي موضوعات
زړه راښکونکي ( دلچسپ ) او خوندور
کړي .
٤- تلقين ( Suggestion)
: تلقين دسلا ، مشورې ، وړانديز او
لارښوونې په ماناوو کارېږي او هغه تاثير
دى چې مونږ په خپلو اعمالو او افکارو کې بدلون
راوستلو ته مجبوروي .
معمولا هغه افراد
دنورو افرادو تر تلقين لاندې راځي چې دعقلاني
ځواک له اړخه کمزوري وي ، ماشومان غالبا
هغه څه ته زياته پاملرنه کوي چې دمور او پلار يا ښوونکو له خوا ورته تلقين شوي
وي .
چارت ( ٤)
پاملرنه
دپاملرنې ډولونه
١-غير ارادي پاملرنه
٢- ارادي پاملرنه
٣-عادي پاملرنه
پر
پاملرنه موثر عوامل
١-بهرني عوامل
-قدرت او غښتليتا
- تغير
-تکرار
-نوى والى
-اختلا ف يا تضاد
٢- داخلي ( کورني ) عوامل
١- اړتياوې
٢-عادت
٣-رغبت ( علاقه )
٤-تلقين
-روانشناسي رشد –
تالف علي اکبر شعاري نژاد – چاپ – دهم (١٣٧٢) هـ س ص (٣٨٣) تهران [1]