د بسم الله خان د ګوښه کيدو ﻻملونه

 د کورنيو چارو وزير بسم الله خان د استيضاح او بيا ګوښه کيدلو په هکله داسې رېپوټونه شته، چې د جمهوري رياست په ټاکنو کې د حامد کرزي ضد کمپاين کې يې پراخه ونډه درلوده او له همدې امله ټاکنې دوهم پړاو ته وﻻړې.
يو بل ﻻمل دا هم ښودل کيږي، چې بسم الله خان په شمال کې هغه کسان بيا واک ته راوستل، چې د ډي.ډي. ار. په پروسه کې بې وسلې او بې واکه شوي وو؛ شمال ټلوالې تياری نيولی، چې دا ځل په ټاکنو کې د خپلو واکمنو واليانو په مرسته، ټاکنې په خپله ګټه پای ته ورسوی. څرنګه چې د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزی هم  ځان په مطرح کانديدانو کې حسابوي نو له دې امله  يې ورور اوس مخالفين ورته کمزوري کوي.
د نيويارک ټايمز د يوه رېپوټ له مخې، د کورنيو چارو وزير د کورنۍ جګړې لپاره پر تياري نيولو تورن کړی.