په امريکا کې د ايډز د ناروغانو شمېر له 1.1 ميليونو څخه واوښت

له ايډز سره د ملګرو ملتودمبارزې اداره وايي ، چې په متحده ايالتونو کې د ايډز د ناروغانو شمېر له 1.1 ميليونو څخه واوښت . دغه اداره وايي ، چې هر کال د ايډز د ناروغانوپه شمېر کې 40 زره زياتوالی راځي . له 1981 کال راهيسې 6.5 ميليون کسان په ايډز اخته شوي او 2.5 ميليونه يې له امله وژل شوي دي .