
اتم څپرکى
اراده او شخصيت
اراده هم دنورو ورته مفاهيمو په
څېر لکه ارادي پاملرنه ، ارادي حافظه ، تفکر او نوښتيز تخيل او نورو ادراکي او ذهني اعمالو غوندې خپل ځانګړى مقام او ځاى
لري ، موږ په ورځني ژوند کې بېلا بېل اعمال ، افعال او ډول ډول حرکات مشاهده کوو چې له دغه جملې څخه ډېر
يې طبيعي وي لکه دسيارو (سپوږمکيو )
حرکت چې ځينې نور يې بيا جبري وي لکه له
پاسه لاندې خواته د ډبرې را لوېدل ، ددې
ترڅنګ ځينې اعمال بيا دغبرګون په بڼه وي
لکه دسترګو دپردو خلاصول او پټول ، داسې اعمال مو هم شايد پاملرنه جلب کړي
چې په لومړيو کې مونږ تفکر ته اړکوي او وروسته مې دهغې داجرا لپاره هڅوي چې غالبا دغه اعمال ته ارادي نوم ورکول کېږي .
اراده يوه عربي کلمه ده چې دميل ، قصد ، اهنګ او د عمل داجر په اړه دګرځېدو په مانا راغلې ،
دارادې دکلمې او اصطلاح لپاره ديوه ټاکلي
تعريف پيدا کول ګران کار دى ولې بياهم
کولى شو تعريف يې دڅوتنو پوهانو په خبرو کې پيدا کړو .
دبېلګې په توګه دمسلمانو فيلسوفانو له جملې څخه مشهور
فيلسوف فارابي وايي : اراده له هغه شوق ، راښکونتيا او کوښښ نه عبارت
ده چې انسان يې درک کوي او دغه درک يادحس په وسيله ، يا دتخيل او ياهم د انسان دناطقې عقلي قوې په وسيله سرته
رسېږي او په پايله کې دغه عمل چې درک او
پېژندل شوى يا پرې عمل کېږي او يا پرېښودل کېږي .
تفتازاني دخپلو اثارو
له جملې څخه په يوه (شرح الموقف ) کې ليکي : ((اراده له نفساني او رواني کيفياتو
څخه ده )) ، امام غزالي (رح) هم په خپلو مختلفو اثارو کې دارادې په اړه ليکنې لري ، له دغه ليکنو څخه په يوه کې يې دارادې په اړه داسې ويلي دي : ((اراده د طريق الى الله (ج) دليدلو نور او سلوک دى ))
،بل ځاى وايي اراده دزړه پارېدنه ده
چې دمعرفت په سيوري کې دهدف
په لور احساس او پاملرنه پيدا کوي ، يا اراده
يو ذاتي او رواني خوځښت دى چې دانساني
ژوند، حرکت او کتلو ښکارندوى
وي .
په نوې
ارواپوهنه کې دارادې دمفهوم په اړه ويل شوي چې
اراده ديوه ذهني او رواني فعاليت
څخه عبارت ده چې موخه يې ديو لړ ځوابونو
اواخيستو ايجاد او انسجام دى کوم چې په
پايله کې يوې داسې نظريې او عمل ته ترجيح ورکوي چې ديوه عالي تر شخص په نظرموجوده وي يا اراده
هغه رواني محرک ته ميلان او عمل دى
چې شخص دهغه اجرا کولو ته چمتو کېږي .
انسانان دخپلو
اړتياوو دپوره کولو لپاره ځينې ټاکلي غبرګونونه ( عکس العملونه ) چې له مختلفو فعاليتونو څخه تشکيل شوي وي ؛ اجرا کوي
، اراده په عملونو او کړنلارو کې
دهيلو په بڼه خورېږي خو بايد دې ته پاملرنه وکړو چې زموږ ټول ورځني
اعمال د ارادي صفتونو او ځانګړتياوو
لرونکي نه دي .
که چېرته مونږ خپل ټول ورځني اعمال په نظر کې ونيسو او ويې تلو
؛ نو دې پايلې ته رسېږو چې په ټوله کې به له لاندې حالاتو څخه خالي نه وي
:-
-
ارادي اعمال
-
غير ارادي اعمال
-
اعتيادي ( دروږدي والي ) اعمال
غيرارادي اعمال : - دا عبارت له
هغو عملو نو څخه دي چې دزر پېښېدونکو او تصادفي اړتياوو په اساس
پېښېږي ، دا ډول عملونه له ارادي
فشار ، تفکر ، دپايلو له ازرونې پرته
، بې له دې چې مخکې له مخکې ورته کومه
موخه ټاکل شوې وي ؛ ظاهرېږي
، لکه يوه ژوندي موجود دزړه ضربان
، دسترګو خلاصول او پټول ،دلوست په جريان
کې دزده کوونکو بې ځايه چيغې ، دشخص دياغي کېدو په حالت کې غير عاقلانه کړنه
، دوستانو او په ځانګړي حالت کې مشرانو ته ددرناوي او قدر نشتون .... همداسې نورې بېلګې ، خو بايد وويل شي
چې غير ارادې عملونه دلويانو په نسبت په
ماشومانو او دښوونځيو په کوچنيو زده کوونکو کې زيات وي ، هرڅومره چې يو
انسان لوېږي نو دغير ارادي اعمالو ځاى
يې عادي او ارادي اعمال نيسي .
عادي اعمال : - دعادي
اعمالو سرچينه طبعا له عادت نه اخيستل شوې ده
او ديوه مخکې کسب شوي عمل په
توګه دانسان په کړنو کې څرګندېږي ،
عادي اعمال په عادي بڼه خو دپخوانيو اخيستنو او زده
کړو په مرسته بې دوخت له ضايع کېدو او
فشار څخه اجرا کېږي ، دبېلګې په توګه زده کوونکي درياضي يوه مسله وړاندې
په سمه بڼه تکرار او تمرين
کړې ، ياد ته يې سپارلې اوس په عمل کې بې ددې نه چې ځنډ په کې راشي او
وخت پرې ضايع کړي کولى شي هغه حل کړي .
ارادي اعمال :- دهغه اعمالو څخه عبارت دي چې ديوه تصميم ،
پلان او قصد له مخې صورت نيسي ، په ارادي
اعمالو کې ، عقل ، ازرونه ، قصد او مخکې له مخکې نيول شوى تصميم
د عمل په اجراکولو کې يو مهم شرط
ګڼل کېږي ، مثلا يو زده کوونکى دښووونکي له خوا
دکورنۍ دندې په توګه په ورکړل شوو پوښتنو کې
ارادتا خپل ځان مجبور ګڼي چې دمسلې دحل لپاره اقدام وکړي ، په مخ کې پراته ټول خنډونه له مينځه
يوسي او
پوښتنې حل کړي .
دارادي عمل ساختمان (
جوړښت ) :
ارادي اعمال ديوې مغلفې او پېچلې مينځپانګې
درلودونکي دي ، دارادي اعمالو ترسره کول
او په ځاى کول يو لړ مختلفو مراحلو ته اړتيا لري .
د ارواپوهنې
په علم کې اکثره وخت دپېچلو
او ساده ارادي اعمالو څخه نوم اخيستل کېږي دساده ارادي اعمالو
اجرا او طى کول
دموخو په طرحه ، هوډ او تصميم په
تر سره کېدو کې خلاصه کېږي خو په پېچلو ارادي
اعمالو کې ، دموخو طرحه ، دموخو دانګيزو په اړه
تامل ، دتصميمونو نيول ، موخو ته درسېدو لپاره دوسايلو او لارو ټاکنه ، او د ارادي اعمالو دپايلو ارزيابي شامل دي .
موخې ته په شعوري
ډول پاملرنه او طرحه دې مطلب ته اشاره ده چې انسان ديوه
ارادي عمل اجراکېدو ته مجبور دى څو دياد
شوي هدف تشخيص او ټاکنې ته خپله جدي پاملرنه واړوي ، ځکه چې موخه په حقيقت کې درفتار غرض ، څوکه او پايله تشکيلوي .
دانګيزو اړوند
تامل او دقت نه مطلب دادى چې انسان بايد
دخپلو خاطرو ، هيلو ، غوښتنو ، او دروني ايډيالونو لپاره دپلي کولو او تحقق لپاره په خپل ذهن کې مختلفې لارې او وسايل
وسنجوي نو ددې مختلفو لارو او وسايلو لپاره مجبور دى تامل وکړي او خپل فکر په کار واچوي څو هغه لاره او وسيله وټاکي چې دخپل مطلوب دتر لاسه کولو لپاره يې تر نورو
ښه او مناسبه ده .
له هوډ او تصميم نه موخه داده
چې دانسان له اړخه بايد له
تامل وروسته دتصميم نيولو په برخه کې رواني ثبات او ټينګښت صورت ونيسي څو دکلک او ريښتيني عزم ( هوډ ) په نظر کې نيولو سره په فرد کې
دبېرته په شا راګرځېدو او ستنېدو لاره
پيدا نه شي ، کلک هوډ په موقع دجدي تصميمونو دنيولو او په ژوند کې دعملي کولو څخه
عبارت دى .
دارادي اعمالو په
څرنګوالي او ځانګړتياوو کې دتصميمونو نيول او په عمل کې دهغو پلي کول ژوندى او تر ټولو لوړ رول لري ، دارادې د تائيد او بشپړوالي په موخه مجبور يو چې لاس په کار شو او دعمل اجرا کول يو څه واضح کړو .
دشخصيت ارادي خواص ( ځانګړتياوې ) :
له دشخص له دغه
ارادي ځانګړتياوو نه موخه او مقصد
دفرد دارادي خصوصيتونو دهغه برخې
فعالېدل دي چې په سره ورته ( مشابه) او
ټاکلو شرايطو کې له څه وروسته والي او وړاندې والي سره څرګندېږي ، لکه څرنګه
چې مخکې اشاره وشوه ، اراده دژوند په
جريان کې بشپړ والى مومي ، په دې
مفهوم چې دفرد مخکينى چمتو والى او تجربې دشخص
دارادي صفتونو دپيدايښت او
ځانګړتياوو په اړه عمده او غوره رول لوبوي
.
اراده دخپل انکشاف ( ودې ) په ميزان ، دژوند په شرايطو ، دژوند له ناخوالو سره دانسان په اړيکه ، خاصو تجربو ، ټاکلو طبيعي
ځانګړتياوو ، دټولنې فرهنګي او ټولنيز جوړښت او نورو عواملو پورې اړوندېږي .[1]
دشخصيت ارادي
ځانګړتياوې او صفات د ټولنيز ژوند په بهير او مسير کې دفرديت مختلف عوامل ، اړخونه او لاملونه په برکې
نيسي چې يوه برخه يې دلته دنمونې په توګه يادوو .
١- کار ته اوږه ورکول : - کار ته اوږده ورکول دستونزو
په وړاندې په درېدو ، استقامت او ټينګښت باندې دلالت کوي په دې مفهوم چې با اراده انسان کوښښ کوي
چې خپله وړتيا او استعداد داسې منظم کړي
چې قدم په قدم په لوړ مورال او روحيې سره خپلو موخو ته نږدې شي .
٢-ټينګښت او سر ته رسول :- مانا داچې يو با اراده شخص په
خپل ټول ځواک سره دهر بندښت او را ولاړو شوو ستونزمنو مسايلو په وړاندې مبارزه وکړي او خپل پيل شوى کار دبريا ترپولو په پوره کمال سره سر ته ورسوي .[2]
٣-عزم : - عزم ديو لړ جدي
تصميمونو نيولو څخه عبارت دى چې په
موقع په ټولنيز ژوند کې عملي کېږي ، په دې
مفهوم چې با اراده افراد دخپلو موخو او
ايډيالي ارمانونو دپوره کولو په برخه کې
له عزم او پوره متانت څخه برخمن وي
.
٤-استقلال ( خپلواکي ) :- دلته له استقلال نه موخه هغه وړتيا ده چې په واسطه يې بې له دې چې انسان دنورو تلقيناتو
او ذهني پېښو تر اثر لاندې راشي خپل کار
ته ادامه ورکړي ، يو با اراده شخص تل له نورو مزاحمتي اعمالو سره عاقلانه چلند
کوي او په ازادانه ډول دخپلو موخو په تر لاسه کولو او وړاندې وړلو کې عمل کړي
٥-نظم او ترتيب : - دفعاليت او سلوک معقولې جوړونې او ترتيب ( سازمان دهي ) ته وايي چې يو با اراده فرد تل دغه اصل مراعاتوي .
٦-انظباط : - دلته انظباط داصولو، ټولنيزو معيارونو ، ارزښتونو ، او
مقرراتو نه درعايت په مفهوم دى په مفهوم
تعبيرېږي په پوهاوي سره دمقراراتو په نظر
کې نيول او منل په حقيقت کې دانسان په
سلوک کې دارادې دانکشاف څرګندونه کوي .
٧-شجاعت : - شجاعت په وېره
دبرياليتوب او دمشروع موخو په لاسته
راوړلو کې دخطر قبلولو په مانا دى .
٨-رياضت : - رياضت دخداى
تعالى په لار کې دنفس دتزکيې، تقوا او تهذيب په موخه دستونزو او سختيو قبلولو څخه عبارت دى
.
٩-ثبات : - په شخصيت ، اخلاقو ، عباداتو ، عمل او نظر کې ثابت والى دبا اراده فرد له ځانګړتياوو او صفتونو څخه ګڼل کېږي .
١٠-نوښت : - دبا اراده فرد له خوا
په نوې بڼه او وړتيا دکار اجراکولو
، يا دخپلې دروني ، فطري يا ذاتي
وړتيا او ځواک په اساس دا عمالو او کړنلارو ټاکنې ته ويل کېږي .
د فرد ددغه ارادي خصوصياتواو صفاتو نه چې ذکر شول ، درايت ،
جديت ، خاکساري ، زغم ، مقامت او زړه
ورتوب هم دارادي صفاتو په جمله کې راځي چې
هر يو يې په خپل ځاى دځانګړي اهميت او ارزښت
څخه برخمن دى .
دزده کوونکو
دارادي خصلتونو روزنه : انسان دارادى دعنصر په شون سره
کولى شي خپل اعمال او کړه وړه په کابو ( کنترول ) کې را ولي – حتى تر دې
چې ويل کېږي انسان په همدې سره دانسانيت
په دايره کې داخلېږي چې کولى شي خپلې هيلې او دروني تمايلات په ارادي ډول کنترول او تنظيم کړي ، نو په دې لحاظ ويلى شو چې په ښوونه او روزنه کې دماشومانو دخصلتونو او
ارادو روزنه يوه مهمه خبره ده .
دماشومانو دارادي
صفاتو په روزنه کې يوازې دښوونځي
ښوونکي مسول نه دي بلکې دا دټولنې دهر
وګړي ، مشرانو په ځانګړي ډول دمور او پلار ، نورو غړو او ځوانانو دنده ده چې
په دغه مهمه دنده کې برخه واخلي .
پوهان په دې عقيده
دي چې په يو کلن ماشوم کې ارادي حرکات او
خصلتونه ليدلى شو ، ددې سره يو ځاى په ماشوم کې دبيان ځواک غښتلى کېږي خو له يوه
کال نه وروسته چې شپږ مياشتې پرې واوړي ( يو نيم کلن ) په تدريجي توګه خپل غير
ارادي خصلتونه په ارادي حرکاتو باندې اوړي ، په ارادي حرکاتو پيل کوي
خو بايد ياد ولرو چې ددوى دسلوک
تنظيمونکى عامل دلويانو کلمې او کړه وړه وي .
دفرد د ارادي خصلتونو روزنه او انکشاف دشخصيت له تکامل سره يو ځاى صورت نيسي ، طبعا چې ارثي او فطري
عوامل انګيزې ، داړتياوو غبرګونونه او په وړاندې يې دفرد غبرګونونه دشخصيت په
تکامل کې اغېزمن رول لري چې دوروستي تحليل په توګه دشخصيت په ارادي
صفاتو او خصتلونو کې له موثريت نه خالي نه دي .
دپورتنيو فکتورونو
په نظر کې نيولوسره دماشومانو او زده
کوونکو داداري صفاتو او خصلتونو په روزنه
کې کولى شو لاندې ټکي په نظر کې ونيسو .
١- دهر وړوکى ماشوم بايد نظر دهغه دژوند ددورې تقاضا
ته په کار واچول شي ، خو بايد دهغه دذهني
او جسمي وړتيا څخه ورنه زياته تقاضا ونه لرو ، ځکه چې دهغه دمغز او اعصبي
سيستم خسته کول دهغه ارادي پايې سستوي .
٢- هر کله چې دکورنۍ غړي او مشران دهغوى سره کومه وعده
کوي نو بايد چې وفا ورباندې وکړي او
هېڅکله هم دهغوى په وړاندې خپله وعده ماته نه کړي ، ځکه چې دلته دهغوى هرڅه تقليدي
بڼه لري ، دوعدې په ځاى کول درس زده کوي ،
نو که چېر ته ورسره داسې وشي نو دوى عم وعده ماتوونکي روزل کېږي او بيا نو په هره برخه کې بې ارادې
او بې ثباته روزل کېږي .
٣-په خپلو مينځو کې بايدددروغو او غير واقعي خيالونو څخه ځان وساتل شي څو ماشومان په داډول ټولنيزو بې لاريو نه يوازې روږدې نه شي بلکې ارادي صفاتو ته يې هم زيان ونه
رسېږي .
٤-په ورځينو فعاليتونو کې که چېرته ورڅخه تېروتنې کېږي نو ښه
نه ده چې جزا ، وهل او ښکنځل ورته وشي غوره به داوي چې په عاقلانه توګه او نرمه ژبه هغوى ته کړې تېروتنې ورپه ګوته
شي ، سمه لاره ورته وښودل شي څو دماشومانو دنوښتونو مخه مو نه وي نيولې ، ځکه چې په ښو ، نوښتيزو او ميوه لرونکو کارونو کې دماشومانو تشويق ؛ دهغوى ارادي صفات لا غښتلي کوي .
٥- دپيغمبرانو (ع) ، اصحابو کرامو ( رض) او لياوو او تاريخي شخصتونو حکايتونه او کيسې دماشومانو
او زده کوونکو لپاره دهغوى دارادي صفاتو
په روزنه او تقويه کې له خوار ارزښت څخه برخمنې دي .
٦-دخلکو ناوړه عادتونه ، عقيدې ، بدخويونه ، دخيانت کارو او
باطل پرستو خلکو کړنې بايد په انتقادانه
ډول ماشومانو او دښوونځي زده کوونکو ته دکيسه په توګه وړاندې
شي څو دوى هم په خپلو منفي او غلط ارادو
کله تاکيد ونه کړي .
٧-ماشومانو او دښوونځي
زده کوونکو ته ديوه کار په پيل کې مرسته ، جرئت ورکول او لارښوونه
هغه فکتورونه دي چې په ريښتينې
توګه دهغوى دارادي صفاتو په روزنه کې
مرسته کولى شي .
٨-کوښښ دې وشي چې ددوى
کارونو او بوختياوو ته له مخکينيو تجربو سره تړاوو ورکړل شي ، دفهم او بصيرت عامل بايد په لومړى درجه کې په نظر کې ونيول شي .
٩- د دزده کوونکو دوق
او علاقه هم زياته مهمه ده ،ددوى دغه ذوق او علاقه دتحصيل په جريان کې په هره مرحلې لپاره بايد په
نظر کې ونيول شي څو زده کوونکي دخپل ميل
او ارادي په اساس دخپلو کارونو په سر ته
رسولو روږدي او عادت شي .
١٠- دکاميابۍ او ناکامۍ په صورت کې بايد دکورنۍ دغړو او مشرانو
دمعيار قضاوت دهغوى دناکامۍ او کاميابۍ په
علتونو ولاړ وي نه دړانده تشويق او دښمنانه رټولو او پېغورونو په معيار .
-روانشانسي عمومي –
کتاب درسي براى موسسات تحصيلات عالي – پوهنتون کابل – م(٢٧٣) .[1]
- روانشناسي ازديدګاه غزالي و
دانشمندان اسلامي – دفتر – دوم – چاپ (١٣٦٧) هـ ش – ص (١٢٣) [2]