 
        	    
                    
                                    
                    يوه ساده سړي له يوه ماړه سړي سره په ﻻندې شرطونو  نوکري ونيوله  (بادار وظيفه درلوده چې ده ته يوې ،ژغ او غوايې پيدا کړي او دی مجبور و چې يو من تخم هره ورځ وکري  يو من لرګي کورته راوړي او د کورنۍ د خوراک لپاره غوښه راوړي .)
که هر يو دا شرط پر ځای نه کړي نو پزه به يې پرې کيږي .
په اوله ورځ ساده سړی په خپل کار کې پاتې شو او دغه ظالم بادار د ده پزه پرې کړه. کورته وﻻړ او خپل ورور ته يې شکايت وکړ  . ورور يې بادار ته ورغی او په هماغه شرايطو يې کار ورسره پيل کړ .
کله چې پټي ته ورسيد ټول تخم يې پر يوه ځای وپاشه او يو غوايی يې حلال کړ ، يوې يې ماته کړه او کورته راغی او بادار ته يې وويل چې ما خپل شرطونه پوره کړل  . حد اقل نن خو مې پوره کړل  . بله ورځ يې هم همداسې وکړل . دريمه ورځ بادار ونه کړای شول چې تخم ، کولبه او غوايي ورته پوره کړي ، شرط يې بايله او د پزې پرې کول يې ومنل . 
 
                  
 
             
            