کوم يو ډير بې عقل دی ؟

يوه جوﻻ مالګه اخيستي وه  خو په هغې کې د انسان  د سر ويښته  پراته وو. ده اوريدلي وو چې ويښته زهرجن وي نو هندو دوکاندار  ته يې وويل چې دا ويښته  به څنګه له مالګې ليرې کړې ؟
((مالګه روانو اوبو ته واچوه ، ويښته به د اوبو سر ته راشي او مالګه به ﻻ ندې پاتې شي )). دا ځواب يې د سترګک سره ورکړ .
جوﻻ همداسې وکړل ،مالګه ټوله اوبه شوه . کله چې دی پيښې ته متوجه شو ، راپورته شو او د ويالې په غاړه ودريده او خپل سر يې وګراوه ، له ځان سره يې وويل : دا هندو څومره بې عقل و او څومره خرابه مالګه يې را باندې خرڅه کړې وه چې ټوله اوبه شوه .