كرزيه تش لاسي پيسې نه غواړي وسلې وركړه!

ښاغلى كرزيه خـــدائ به دساتي اودا تش لاسي څــڼيور به دساتي دوى د پيسـو وږي تـږى نه دي دوى د ملى نواميسو‘ملي گټو اوزموږدخوږې خاورې دتماميت لپاره سرښندنې ته تياردي خوته هو خوته د پيسـو په وركولو سره ددوئ غصه نه شي كمولاى تاهم لكه دنجـيب په شـان داسې دلستوڼي ماران ترغاښـو پورې وسلوال كړي كوم چه ټك لا په محمداغه كې نه وي شوئ اودوی بيا په كولاب كې ناست وي.
تاخو نن وليد ل چه ستا دارگ ترشا فقط لويې پكــــتيا‘پكــــتيكااواتلو خوســــتوالولاريـــــون وكړ.
چيري وې دا ســتا دمصلحتي يارانومليشې چې لا تراوسه په وسلو بار گرزي؟؟؟
ايا ددې خاورې ساتنه يوازې په تش لاسو پښـــتنو پورې اړه لري كوم چه دمسعود‘دادو اوسـتاله بــركته دا
يوه نيمه لســـيزه په ســرو لمــبو كې نينه شول‘بې عزته شول‘بې وسلې شول اودنړيوالو دخندا شول؟؟؟
پوه شه چې نورنوزموږ دصبر كاسه په خوټيدو راغلې كه غواړې چې دبابا شمله له خاورو جگه كړې نو په لمبو كي پراته پښتانه وسلوال كړه تر څوخپل حيثيت پخپله وساتي اودنړيوالې ټولنې باور حاصل كړي
همدا اوس اوس نړيواله ټولنه د پشــتون قـــــام په اړوند ځكه پوره معلومات نه لري چه ستا ادارې ورته
داسي ژباړونكي گومارلي چې له زهروډكه ژباړه ورته كوي اوډيرسخت غلط اطلاعات وركوي .
ځكه خو اورپه ننگرهار‘كــنړ‘پكــــتيا‘خوست‘پـكــتيكا‘زابل‘ ښكلي هلمند‘ارزگان‘کندهاراونورو پښتنو ميشتوسيمو كي بل دئ ته لكه چې ويده يې كه څنگه؟؟؟
وركړه وسله وركړه چې پښـــــتون قام دا ځل بيا درته ډهلى او اصفهان فتح كړي .
ستا د ژور تحليل په هيله