
اوم څپرکى
اړتياوې
(Needs) او شخصيت
اړتيا په لغوي مانا سره دضرورتونو او حاجت په نامه راغلې او دارواپوهنې په اصطلاح کې له هغه ذهني حالت نه عبارت ده چې په پايله کې يې ديو څه دنشتون ، ورکې
، د يو څه دغوښتنې يا ديوه کار
داجرا کولو دلازم والي
په اړه په انسان کې پيدا کېږي ، يا په بل عبارت اړتيا دکمښت له يوه حالت نه عبارت ده ، يا په ژوندي
موجود کې ديوه شي دنقصان او نشتون احساس دى چې دهغې دجبران لپاره دکوښښ او تلاش غرض ګرځي .
مثلا موږ خوړو ته
اړتيا لرو او دغه ضرورت په موږ کې دلوږې
اړتيا او احساس پيدا کوي ، دځينو تعريفونو پر بنسټ ، هر کله چې ژوندى موجود داړتيا احساس کوي ، دا احساس په حقيقت کې يو ښه احساس او حالت نه دى خو کله چې دغه اړتيا پوره
کېږي نو هلته بيا د اړتيا پوره کېدل هم په يوه ښه احساس او خوښۍ بدلېږي نو په دې لحاظ ويلى شو چې جاندارانو په ځانګړي ډول انسانانو ته دانګيزو نه پيدا شوي عوامل دخپلو اړتيا وو او
احتياجاتو لاس ته راوړل او پوره کول دى .
په ژوند کې دانسانانو لپاره
داړتياوو درک ، دژوند دپرمخ بېولو
، دانسانانو دخوځښت او حرکت لپاره ټاکونکى رول لري ، دانسانانو اړتياوې دفرد د ټولنيز ژوند په رشد او مختلفو مرحلو کې سره
متفاوتې وي او دژوند هره مرحله انسان له
مختلفو اړتياوو سره مخ کوي ، مثلا ديوه تي خوري ماشوم لپاره دژوند تر ټولو لويه
اړتيا دشيدو تر لاسه کول او استراحت
وي چې بايد پوره شي ، دښوونځي ددورې ديوه ماشوم اړتيا دخوړو دلاسته
راوړلو ترڅنګ ، جامې ، له همزولو ، ملګرو ، ټولګيوالو ، ښوونځي ، چارپېريال او
مدرسې سره توافق دى ، او ديوه بالغ فرد
اړتياوې د خوړلو د تر لاسه کولو ترڅنګ
دجامو ، تحصيل ، جيب خرڅ ، په توليدي کارونو کې ګډون ، خپلواک ژوند ، او
دکورنۍ تشکيل وي .
اړتياوې
بېلا بېل ډولونه لري ، اروپوهانو اړتياوو ته بېلا بېلې او مختلفې طبقه بندۍ کړي دي ، دبېلګې په توګه امريکايي جوليان راتر (Julion Rottre) 1916م دخپلو همکارانو چنس او فيزو ( Chance
and Phseu) په
مرسته داړتياوو شپږ طبقه بندۍ کړې دي :
١-دحالت پېژندنې ( توقف ) اړتيا ( Recognionstatas):- مثلا له نورو نه د علمي او حرفوي موقف په برخه کې ځان ځلول .
٢- ملاتړ او تړلو ته
اړتيا ( Protection- dependeno) :- له ناکامۍ ، ماتې ، ملاتړ مخه نيول يا دخپلو اړتياوو لپاره
دامکاناتو برابرول خو دنورو په وسيله .
٣-تسلط (Dominance) :- دنورو افرادو
دعملونو او کړنو کنترول ، رهبري ،
دکورنۍ له غړو نيولې تر خپلو ملګرو څو هره کړنه يې دده په خوښه او لارښوونه
تر سره شي .
٤- خپلواکۍ ته اړتيا (Independence) :- دنور له مداخلې پرته
دخپلو تصميمونو نيول .
٥- مينې او محبت ته اړتيا (Need to love) :- نور ته دخپل ځان ګرانولو اړتيا او دهغوى لپاره خپل ځان دعلاقې وړ ګرځول .
٦- جسمي ارام ته اړتيا (Physical com fovt) :- دخپل خاطر ارامول ، امنيت او دجسماني اړتياوو پوره کول .
په همدې ډول نورې طبقه
بندۍ هم اړتياوو ته په پام سره شوي دي خو
داړتياوو او نيازمنديو په اړه تر ټولو
معمولي او دپام وړ تقسيم بندۍ داړتياوو د ډولونو
په اړه دامريکايي ارواپوه ابراهام مزل (Abraham maslow ) ( 1908-1970 ) پورې شوي
دي چې عبارت دي له لاندې پنځو ډولونو څخه :
١-فزيولوژيکي اړتياوې ( Physiologicel needs) لکه خوړو ، اوبو
، هوا اونورو .... ته اړتيا .
٢- تر امينت اړوندې اړتياوې ( Safety needs ) : له هر
ډول خطرونو څخه
لرې او خالي چارپېريال ، امينت ، ډاډ ته
اړتيا او په مطمين زړه دژوند احساس .
٣- په مينه او تړاوو پورې اړوندې اړتياوې (Belonngingand Love) : له نورو
سره دمينه ناکو اړيکو شتون ته اړتيا .
٤-دنفس عزت او حرمت
پورې اړوندې اړتياوې (Esteem needs) : په نورو دځان منلو ، تائيد او داعتماد داحساس تر لاسه کولو اړتياوې .
٥-دځان غوړولو اړوندې اړتياوې (Seltactualization) :دپېژندنې ، شهرت ، پرمختګ او استعدادونو اړتياوې .
دمازلو دنظريو پر بنسټ
اړتياوو دطبقه بندۍ کمال او ارزښت په دې ځاى کې دى چې په ترتيب سره اړتياوې په اساسي ډول او واقعبينانه
بڼه تر نظر لاندې نيول شوې ، درجه په درجه ورته راغلى ، دبېلګې په توګه
انسان تر هرڅه وړاندې ژوندي پاتې کېدلو ته اړتيا لري او ددې لپاره لازم او ملزوم څېزونه اوبه ، هوا خواړه او په ټوله کې دانسان فزيولوژيکي غوښتنې شاملې دي ،که دمازلو
مودل ته پام وکړو نو وينو چې فزيولوژيکي غوښتنې
دمخروط په قاعده کې تر ټولو زياته ساحه نيسي او بيا نو په ترتيب او سلسله څومره چې دمخروط ښي اړخ ته ځو نو ساحه وړوکې کېږي چې دا په حقيقت کې دهغو اړتياوو څخه نماينده ګي ( استازولي ) کوي
چې بې دهغو له شتون او له نه تر لاسه کېدو نه هم انسان ژوند کولى شي .
لاندې مودل ته يو څه پام وکړئ .
دمازلو له نظره داړتياوو مرتبه سلسله
(دريم شکل )
|
دځان غوړېدنې اړوندو اړتياوو احساس (
پېژندنې او استعدادونو تحقق ته اړتياوې
) |
|
||||||
|
دنفس عزت
پورې اړندې اړتياوې ( دنور دتائيد ، مننې او پرې داعتماد پيدا کېدو احساس ته اړتيا ) |
|
||||||
|
مينې او محبت ته اړتيا ( له نورو سره دمينه ناکو اړيکو شتون ته اړتيا ) |
|
||||||
|
ډاډ ، اطمينان او امينت ته اړتيا وې ( دامن چاپرېريال درلودل ، دامنيت احساس ته اړتيا ) |
|
||||||
فزيولوژيکي
اړتياوې ( اوبو ، خوړو ، هوا او نورو .... ته اړتياوې |
||||||||
دمازلو له له نظره داړتياوو طبقه بندي ، شکل ( ٣)