بی خونده خبری(۷۷): ليونی دې اعدام؛ مريض دې بخشش:

 
وسیم سجاد، کابل

جولای ۲۰۱۲،۲۷
څه پر یاسا څه پر...
د ملی امنیت ویاند فرمایی چی یاسا  چی پاکستان ته د جاسوسی په تور نیول شوی وو  یی ځکه خوشی کړی چی د شکری په مریضی اخته وو؛ دویم دلیل یی د روژی مبارکه میاشت ښودلی.
یو افغان نظامي په کاپیسا کی له فرانسویانو سره لفظی شخړه راغلی وه او ده هم پری باړونه چلولي ول. په نتیجه کی ۵ فرانسویان مردار!
محکمی پری پریکړه وکړه چی عبدالصبور دی اعدام شي. خو د عبدالصبور ورور بی بی سی ته ویلی دی چی عبدالصبور روانی تکلیف لري. محکمی د پریکړی پرمهال د عبدالصبور دماغی تکلیف ته هیڅ توجه نه دی کړی او پریکړه یی صادره کړیده.
د یاسا په اړه راځي چی تابعیت یی دوه ګونی دی: هم پاکستانی او هم افغان!
مهمه نه ده ځکه چی د وزیرانو تر کچی شته چی له دوو یی خوري.
دلته چی پاکستان لږ بدنام دی نو تابعیت ته یی هم د شک په سترګه کتل کیږي. د یاسا په اړه ویل شوي چی د ملی جبهی هره خبره یی د پاکستان ترسفارته رسولی ده.
او له هغه ځایه یی بیا د میښین صاب خبره جنډا راخیستی او دغونډی په لوری تللی دی. دا به په افغانستان کی د یو سیاسی اپوزیسیون لپاره ترټولو ستره ضربه وي چی یو غړی یی دوست ووایم که دښمن هیواد ته د جاسوسی په تور د ملی امنیت لخوا ۲۸ ساعته زندانی کیږي.
یو ځلی مخکی هم ولسمشر دوه کسان له دندو په دی خاطر لری کړي وو چی باندنیو هیوادونو ته یی جاسوسي کوله. خو بیا اته پته ونه لګیدله چی دغه مرموز جاسوسان څوک ول!
ولسمشر یو ځلی له کندهاری ژورنالیستانو سره په ارګ کی لیدلی وو؛ ژورنالیستانو ته ویل شوي وو چی هر ډول پوښتنی چی لري مطرح دی کړي. د بینوا ټولنی ښکلا مجلی په دی اړه یو تفصیلی راپور هم ښکلی وو. ولسمشر دوی ته د یو والي په اړه چی اوس هم والۍ دی فرمایلی ول چی له اغیارو سره لین لري او د هغوی ځری دی!
ما په views on news کی هم په دی اړه څه لیکل کړي وو خو بیا می هم زړه صبر نه شو؛ بیا می پری را ودانګل.
د جبهی له منځه وړل: د ولسمشر دایمی عادت!
ویل کیږي چی په افغانستان کی دیموکراسی حاکمه ده. نو کله چی دیموکراسی حاکمه وي نو ولی له خلکو مهم معلومات پټ ساتل کیږي؟
قتل، زنا، چور، فساد څخه به دغه جاسوسی ډیر ستر ظلم وي.
په دی اخرو کی ولسمشر  یو ډول کمپاین پیل کړی. پارلمان ته خبری وکړه؛ بیا لاړ شه ښځينه قاضیانو ته خبری وکړه؛ چیری پولیسو ته خبری وکړه چی د ولسمشر په لس کلنی دوری کی به دا اول ځل وي چی ده په دومره لویو مراسمو کی برخه اخیستی وي او خبری دی کړی وي.
په ورته وخت کی یی محکمی، وزارتونه او امنیت هم ددی کمپاین برخه ګرځیدلی! که د سر خیر وي!
د معادنو وزارت د ستر جنرال!!!؟ عبدالرشید دوستم په اړه شکایت درلود! محکمی په ملی خیانت تورن کړ! په سبا یی ولسمشر نا خبري وښودله!
د دفاع وزارت ملی خاین ته د دوو دندو د سرته رسولو په اړه شکایت وکړ خو ده پری ریشخند وواهه او د دفاع وزیر ته یی وویل چی دی حق نه لري بیا له ده څخه دا ډول پوچه او بی منطقه غوښتنه مطرح کړي. دوستم صاب لیکلي وو چی یوازی ولسمشر دا کار کولی شي!

خو هغه به یی په عمر کی هم ونه کړي!
حکومت نجیب کابلی چی امروز تلویزون چلوي؛ او په شمالی کی د بوستان بڼ هم لري په دی ګومارلی وو چی له دی جبهی سره تر یو څه وخت پاتی او بیا تری بیل شي!
نجیب کابلي ته په اوسنی افغان سیاست کی د \"سیاست د فاحشی\" لقب اعطا ګردیده!
نجیب په ایران سخت ټکان کوي او یو ځلی خو یی په اړه یو لاریون چی په کی \"د نمک حرام، نمک حرام ؛ اب ما بالای تان حرام\" شعارونه زمزمه کیدل هم په لاره اچولی وو!
ویل کیږي چی نجیب جان ته د اسراییلو موساد فنډ رسوي او اړیکی یی ورسره د ملګرو ملتونو د یوی کارمندی په ترو جوړی کړیدي.
نجیب چی کله له ملی جبهی ووت نو په خبری غونډه کی یی دغه جبهه د هیواد په تجزیی تورنه کړه او دا یی هم وویل چی بلا ثبوتونه ورسره شته چی دوی دا کار کوي!
ملی جبهه هم چوپ شوه او نجیب هم د ثبوتونو سره ورک شو! زه په دی ګومان وم چی ملی جبهه به اوس نو په نجیب اعتراض کوي او محکمی ته به ځي او په کابلی به عریضه کوي خو داسی ونه شول! پوی شوي به وي چی \"یو!!!\"
ولسمشر امریکایی سناتور روهرا بکر ته هم اجازه ور نه کړه چی له دوبی افغانستان ته ننوځي! خو چا بیا دا خبره پیګیري نه کړه چی ولی؟
څلورمه قضیه یی دا د یاسا وه!
نو اوس محکمه له خپل ځان سره د ملی جبهی خلاف څلور مهم سندونه لري چی دروازی یی ور وتړي او د جبهی مشران زنداني کړي:
لومړی: د ملی خیانت دلیل—ددی جبهی یو مشر: عبدالرشید دوستم! د معادنو وزارت ددی موضوع په اړه د ثبوت په ډول کاریدی شي.
دویم: نجیب کابلی به دویم شاهد وي چی د جبهی په اړه دده په ګومان هغه ثبوتونه چی دغه جبهه یی د افغانستان ویش په اړه تورنه کړی وړاندی کړي
دریم: ولسمشر په خپله باید دا توجیه کړي چی ولی یی روهرا بکر هیواد ته نه دی پریښودلی؟
څلورم: یاسا به تر ټولو چرب ثبوت وي چی له څټه ونیول شي!
که بیا دا کار نه کیږي نو ولی دوی په مردار سیاست لاس پوری کړیدی؟ ولی حکومت غواړي چی خپل حریفان او د هیواد راتلونکی سیاست په دی ډول کارونو سره مردار کړي.

ملی اداری باید ملی وي:
د ملی امنیت محترم ریاست په یو وخت کی د قاضي، پولیس او څارنوال رول ادا کوي. ځانونو څخه یی سم دم عیسويان جوړ کړي چی خدای یی په یو وخت کی پلار، ځوی او روح القدوس دی!
له جاسوسی او جاسوس سره یی دا ډول برخورد سړی ډیر زیات ځوروي. که د روژی د برکتونو میاشت وي نو ټول هغه چی په پل چرخي کی دي، په بګرام کي دي؛ خوشی دی شي!
که د شکر د مریضی خبره وي نو بیا خو باید حسنی مبارک هم خوشی شي! هغه سرطان دی! خو محکمی حسنی مبارک چی مریضی یی ډیره د تشویش وړ هم ده بیا هم ورته په زندان کی د پاتی کیدلو ویلي دي. که د عبدالصبور او یاسا کیس سره پرتله شي نو فیصله دی چپه شي: یاسا دی اعدام او عبدالصبور دی خوشی شي!
ملی امنیت چی وار له مخه بدنامه او فاسده اداره ده پخپل دی کار سره به نوره هم ذلیله شي. او څه نا څه شته رنګ به یی ور خړ کړي. ملی اداری باید تل ملی اووسي او د اشخاصو او مردارو سیاستوالو قربانی دی نه شي چی بیا به یی اعتبار د تل لپاره هماغه پاتی شي چی کوم دی!
نن چی څوک د ولسمشر په خبره باور نه کوي او هسی فنی مین ورته ښکاري، سبا به دغه اداری هم په ګپیانو واوړي!


leekwal@yahoo.com